د اختر (۱۵) مهم ټولنیز نزاکتونه

هره ټولنه خپل دؤد، دِستور، کلتور، ذِوق، اخلاق او ټولنيز آداب لري چې بايد مراعات شي. نه يوازې اختر ورځو کې بايد ټولنیز نزاکتونه مراعات شي؛ ټولنيز ژوند اصول، اداب او نزاکتونه مراعات کول بايد همېشه پر خپل نفس لازم او خپله وجيبه وګڼو. دا ستاسو د شخصيت, اخلاقو او کورنۍ تربيې ښکارندويي کوي.

راځئ دغه (۱۵) مهم ټولنیز آداب زدکړو، په خپل ژوند او بلخصوص اختر ورځو کې عملي کړو!

۱-: د اختر لمونځ وروسته، مبارکۍ په وخت تود روغبړ وکړو او ددې ترڅنګ د ملا د ټینګ کښېښلو څخه ډډه وکړو.انسان ډېر عاجز او نیمګړی دی.

۲-: له اختره لمونځ وروسته، روغبړ مو باید په ورین تندي او پر خوله مسکا/تبسم ولرو.

۳-: چا سره مو چې لومړي ځل لپاره وليدل او اختر مبارکۍ مو وکړل نو ځان ور وپېژنئ، هغه ته مه وايئ چې ؤدې پېژندلم؟

۴-: د څو اشخاصو د لاس ښکلول/مچول: مور و پلار، استاد، عالم دين او مشران.

۵-: داسې عطر يا سپری مهٔ استمالوه چې نور خلک ترې په تکلیف شي.

۶-: په دې ورځ، له خپلوانو سره صله رحمي وکړئ، يو لۀ بل څخه مخ مۀ اړه وی، يوبل وبښئ، بغض، کينه او حسد مو ختم کړئ."بښنه او تېرېدنه د یوه انسان د احساس د بلوغ نښه ده"

۷-: که چېرې مېلمه وي؛ د چای پياله مخې ته اېښې وه په پوکي باندې يې مه سړئ.

۸-: ماشومانو ته مو مخکې له مخکې د بل ځای تلوو آداب زده کړئ د نورو پر وړاندي ماشومانو باندې خپل زړه مه تشوئ.

۹-:  په مجلس کى پوس پوسک (پټي خبر) مه کوئ.

۱۰-: د نورو په' اخېستل شو جامو، بوټان، څپلۍ... مه خاندئ.

۱۱-: هر چا کره اختر مبارکۍ لپاره، ډله - ډله مه ورځئ.

۱۲-: د اختر مبارکۍ ته چې څوک درغلل نو شله کېږئ ورته مه، ځکه وخت کم وي او مبارکۍ زیاتې، هر تن غواړي ژر ژر ټولو دوستانو او خپلوانو ته حاضري ورکړي.

۱۳-: که چيرې ستاسو په ملګرو کې داسې تېروتنې (عيبونه) موجود وي، د نور ملګرو يا خپلوانو په مخ کې نصيحت مه ورته کوئ بل وخت چيرته يوازې يې پوهه کړی.

۱۴-: چې چېرته مېلمانه شوئ/وی؛ د خوراک پر وخت کې لږ خوراک کول او نظافت مه هېروئ.

۱۵-: د ټولو مېلمنو په مخ له موبايل (انټرنېټ) استعمال او خپو غځولو ډډۀ وکړو.