ډينامیک متن ته روان متن هم وايي، ادبپوهان متون د سپړنې او سیال له مخې په (ډینامیک او سټاټیک) باندې ویشي؛ ډینامیک متن د اوبو خصلیت لري او سټاټیک هغه بیا د کلکې خټې، ځکه اوبه روانې دي او هر ظرف ته د هغه په شان مظروف شي او کلکه خټه بیا د ټاکلي ظرف لپاره مظروف وي؛ د ډینامیک د کلامي تار سرونه هرې خوا خواره وي او د تخییل پر مټ څه نا څه د راټولېدنې وړ وي؛ هغه هم د بېلو اشخاصو لپاره بېلې نودې لري.
که د پښتو ادب کلاسیکې دورې ته پام وکړو؛ د هغوی د لومړۍ (روښان) دورې متون اکثره سټاټیک دي او د دویمې (خوشال) هغه نه را وروسته ټول هغه یې ډینامیک دي.
د متن سپړلو پر وخت اړینه ده چې د متن ژانر وپېژنو او بیا کوډونه مشخص کړو؛ موږ د سټاټيک او ډينامیک هغه هم د کوډونو له لارې پېژنو. د ډينامیک متن کوډ تخیلاتي وي او د سټاټیک بیا ارام خصلت لري، یو لوری پالي. شېدا وايي:
یو میرزا دولت واصل هم
ښه کلام لري؛ حاصل هم
لوړ بیت کې (کلام) کوډ دی، په اسانه مانا ترې اخستل کېږي چې درې روښانیان شیدا ستایلي او د دوی کلام یې غوره ګڼلی؛ خو همدا کلام بیا اشرف خان هجري په ډينامیک ظرف کې داسې اچولی:
د واصل له شعره څه وایم و چا ته
چې زما پر مخ یې پورې د حال ور دی
د انسان یو خصلت د متن پر وړاندې دا دی چې دی په خپله خوښه په خورو ورو معلوماتو کې انتخاب کوي او خپل کار اسانوي، دا کار په حقیقت کې د سټاټيک پلویانو کړی؛ خو د متن سپړونکي هم د مانا د کنترول په موخه اړ دی چې دا چاره ترسره کړي، که موږ د هجري د لوړ بیت د (د حال ور) ترکیب کوډ وګڼو دا مو خپله ټاکنه ده او د دې لپاره د مانا ټاکنه مو هم خپله خوښه ده. که موږ دلته د (د حال ور) چې یو اضافي ترکیب دی؛ د واصل مړینه وګڼو؛ نو دلته بیا شعر داسې مانا کوو چې د هجري کلام طنزیه دی او واصل یې په شاعرۍ کې اوچت نهدی ګڼلی او هجري په مړو پسې څه نهوایي او یا هم بر عکس کلام یې لوړ دی، دی ځکه څه نهشي ویلای چې په کلام کې یې کوډونه باریکي لري او مانا نهشي درک کولای، چې دلته د توجیه صنعت کارېدلی.
د متن په سپړنه کې موږ ته د وینا وال د مدعا ثبوت هم اړین دی، چې په ډینامیک متن کې ادعا له بېلابېلو زاویو څخه اثباتېږي، که د هجري لوړ بیت په پام کې ونیسو؛ موږ ادعا بیا هم په کلام کې له شته (د حال ور) کوډه را ثابتوو؛ خو دا ثبوت بیا ثابت نهدی مانا دا چې یو مفهوم نهلري، بیا دلته سپړونکی مُخیر دی چې څنګه یې تحلیلوي او دا د ډینامیک متن یو اصل هم دی. که د (د حال ور) د بندیدو څخه موخه د واصل مرګ وي، بیا یې په واصل ملنډې وهلي او که یې د کوډونو تخیلاتي اړخ وي بیا یې واصل لوړ ګڼلی.
د ډينامیک متن لوستل مو ذهن تخنوي او د نوښت حواس مو پاروي، دلیل بیا هم د کوډونو تخیلاتي اړخ دی، ځکه کوډ به یو وي؛ خو مانا به یې د خیال پر وزرو تړلې وي. شېدا وایي:
تر پرهاره مې د زړه وختې بیا سپینې
عیادت مې وکړ نن د خیال مېرمنې (شیدا، ۳۰۹م، ۱۳۸۴)
په پورته بیت کې د (سپینې) کلمې کې جنجال شتون لري او د زړه پرهار ترکیب بیا د (سپینې) کلمې په مانا کولو کې راسره مرسته کوي. دلته (سپینې) کوډ هم دی. یوه مانا یې داسې ده، شیدا د معشوقې بېلتون ناروغ او زړه تنګی کړی او زړه یې له بلا خبرو ډک دی؛ کله چې د ده معشوقه (د خیال مېرمن) د ده عیادت کوي؛ نو د ده زخمي زړه هر څه ورته پرته له لفافې وایې یانې د زړه غوټې ورته پرانیزي؛ زموږ په ټولنه کې د زړه خبرې هغه دي چې کوم څه څوک غواړي ویې وایي او هغه حقیقت وي؛ سپینې خبرې یې بولي. بله مانا یې هم په (سپينې) کلمې کې نغښتې، چې موږ یې د پولیو په مانا کاروو، د معشوقې بېلتون د شیدا زړه داسې ټپې کړی چې پولۍ یې کړي دي، د معشوقې ورتګ د دې لامل کېږي چې د ده د زړه پولې چوي.
یا هم:
ژوند د لالي تازه پُست کړی مسیج
جنګ د جانان نا ځواب کړی مسیج
پورته بیت کې د ژوند او جنګ دوه مخه ګورو؛ که یوازې لومړۍ مسره و پلټو؛ نو موږ به څو ماناوې تر لاسه کړو؛ د لالي په تازه مسیج کې دا نهده مالومه چې بیا یې د مینې ترانې غږولي که یې د نفرت ګاټې ویشتلي. که د مینې په اوترینه غېږ کې کس مطالعه کوي؛ نو لومړنۍ مانا ترې اخلي او که یې د مینې له جاله وتلی شخص یې مطالعه کوي بیا دویمه مانا ترې اخلي. که دویمه مسره وګورو دلته بیا د جنګ انځور کښل شوی او هغه یې د جانان د نا ځواب کړي مسیج سره ورته کړی، چې زړه تنګون او وراني یې وجه شبه ده. په زړه تنګون کې انګېزه مري بیا کار او هڅه ناشونې وي، بله مانا یې داده چې ځینې په جنګ کې ګټې ګوري او همدارنګه د جانان په لېرې والي کې هم، ځکه به دی په دې صورت کې خپل عیش و عشرت کوي.
د ډینامیک متن مهار څو سری وي او هر څوک خپله برخه پهکې موندی شي؛ هر لوستونکی کولای شي چې خپل کلتور او پوهې ته په کتو یې مانا کړي؛ ځکه په دې ډول متن کې مانیز اړخ په لیکوال پورې اړه نهلري بلکې په لوستوال پورې اړوند وي او دریڅه یې ټولو ته د خپلې اخستنې په کچه پرانستې وي؛ خو دغه اخستنه باید په طبعیت کې د ګډې پوهې یوه برخه وي؛ تر څو په یو ډول حقیقت ته ځان نژدې کړي.
لکه په دې لاندې لنډۍ کې:
زه خو دا ستا لایقه نهوم
ورکه پښتو شه مېراثي در پاتې یمه
لنډۍ اکثر وخت محرومیتونه بیانوي، دلته هم دغه چاره تر سره شوې ده؛ خو دا محرومیت بیا د وفا په تار تړلی ښکاري. زموږ ټولنیز ادابو څخه یوه وفا ده او بله مرسته – ځکه انسان په یوازې توګه پائدی نهشي او په ژوند کې ارو مرو یو چا ته اړتیا لري او بله جدي اړتیا یې مینه ده. پورتنۍ لنډۍ د پښتو او پښتنو د کلتور څو اړخه بیان کړي دي؛ یو یې کونډه او پېغله خپلې خوښې ته نه پرېښودل او بل کلتوري اړخ یې د وفا او تل پاتې کېدو دی. یو هزاره ټولګیوال مې درلود، وروسته له مودو یې په ښار کې ولېدم، د نوي ژوند په اړه یې را څخه وپوښتل د نه په دود مې سر ورته وخوځاوه، ده کړل، راځه چې زموږ قوم کې دې رشته وګورو، ما ورته و خندل، بیا یې ویل، چې زموږ قوم کې ستاسو پر خلاف د طلاق رواج شتون لري او موږ ټول (هلک او نجلۍ) د رشتې ټاکنه کې او د بیرته جلا کېدو پر وخت اختیار مند یو. دغه کلتور بیا په پښتنو کې برعکس دی، که ټاکنه کوي؛ خو جلا کېدل بیا تر وفا نه قربانوي، همدا اصل په پورته لنډۍ کې هم نغښتی دی. که د ګرامري اړخه نور هم ورته ځېر شو نو بله مانا یې د (زه خو) کلمې په مرسته چې قیدي ضمیر دی او د (زه) شخصي ضمیر د (خو) نا خپلواک وییکي په مرسته قید شوی دی او دلته د ډېر ګرانښت مانا پهکې مومو مانا دا چې زه چې ستا وړ نهوم ته دومره راته ګران یې، ته خو هم د مینې په نظر کله راته ګوره، دلته ښځينه د نرینه په پرتله مینهناکه ښودل شوې او دا غواړي چې مقابل لوری خپل په شان کړي، د یوې بلې لنډۍ لومړۍ مسره ده: ( څنګه چې زه یم هسې ته شه) دا بل کلتوري اړخ هم بیانوي هغه دا چې په ځینې افغاني کلتورونو او سیمو کې اوس هم ښځینهوو ته د ناقص العقلو خطاب کېږي، په کورنیو/ اجتماعي چارو کې بیخې ونډې او سلا مشورو کې له پامه غورځول شوي دي، که په متن کې هر څومره ګوتې وهو هغومره به یې ماناوې هم ژورو ته ځي چې دا د ډینامیک متن غوره ځانګړنه کېدای شي. پاتې دې نهوي چې دا سپړنه به د کلتوري طبعیت څخه سر غړونه نهکوي.
۲۴/۱/۱۴۰۲ – کندوز پوهنتون
وروستي