ته دلته (لنډه کیسه)

د لیرې نه مې سترګې ورباندې ولګیدې د بیک نه یې اینه را ویسته خپل اوربل یې جوړ کړ نا څاپه یې ماته را پام شو په بیړه یې د دهلیز منځ ته ځات را ورسوی ښه راته نژدې ودریدل نن یې د دنګې ونې سره سرې جوړې، نریو سرو شونډو بل ډول خوند کوی، زما تور پتلون، سپین یخن قاق او سرې نیکتایې ته یې پام شو، موسکه شوه د سلام نه وروسته یې په تنده لهجه راته وویل:
ـ په لومړي سات کې چیرې وې؟

ـ ویده پاتې وم.
ـ راځه اوس تفریح ده. د استاد تر راتګه به بیرون ووځو

بهر را ووتو خدای شته چې نن یې ګلانو هم د سرو شونډو او سرو جامو نه حیا کوله.
داسې حالت ته په کتو سره مې دا بیت ورته ضمضه کړه
هغه پخوانۍ د ځوانۍ کیسې را یادې شوې
زه بـــه زوم ولاړ ومه ته به راتـــه ناوې شــوې
کټ، کټ یې وخندل سروشونډو او سپینو غاښونو یې زما نه د هر څه جراّت واخیست. د ګلبوټې نه یې دوه ګلان را وشکول یو یې خپل په تور بیک کې واچوی بل یې ځما د کورتۍ په جیب کې و ټومبی. د ټولګي په لور مو حرکت وکړ استاد درس پیل کړی وو صنف ته مو د ننوتو اجازه واخیسته استاد راته په تنده لهجه وویل:
ـ بې صلیقوو شرم او حیا بیخې درنه کډه کړې دا تر اوسه چیرې وې؟

ـ بیرون
ـ څه مو کول؟
ټولګي ته د ننوتو اجازه یې رانکړه بیرون را ووتو دا مو سره وویل اوس به څه کوو؟ او چیرته به ځو؟ سپین غوښن لاسونه یې ځما پر اوږو غبرګ کیښودل ویې ویل:
ـ انترنټ کلپ ته ځو زما سیمینار به هم ولټوو سات به مو هم تیر شي.
ـ هغه خو لیرې دی.

ـ خیر په ټکسې کې ځو.
بیرون راووتو ټکسې ته مو لاس ورکړ .
ـ استاد تا چوکه چند میبري؟
ـ پنجا افغاني.

کله کلپ تر څنګ کښته شوو، زما نه مخکې موسکا بیک ته لاس کړ د ډرېور روپۍ یې ورکړې، نا څاپه مو دموټر د ټیرو غږ تر غوږ شو د موټر دروازې خلاصې شوې په بیړه مې شاته وکتل یو چاغ جګ سړی د موټر نه راښکته شو سم ورته ځیر شوم کشر تره مې وو مخ یې را واړوی په غوصه یې راته وویل:
ـ سلیمانه! ته دلته د پردیو انجونو سره
پای