یوه روپۍ (لنډه کیسه)

بسم الله الرحمن الرحیم
یوه روپۍ
  زه او زما کوچنی ورور يې دواړه ښوونځي ته نوي ورشامل کړي وو، سمندر له ما یو کال کوچنی وو خو موږ دواړه یې لومړي ټولګي کې کښېنولي وو.  عمران موږ دواړه لاس نیولي ښوونځي ته  راوستو،  مشر ورور مې له استاد سره څو شیبې په دري ژبه خبرې وکړې، خو زه یې په خبرو نه پوهېدم، زه یې د خپل ټولګي دروازې مخته ورپرېښودم او راته ویې ویل: ورشه دننه او دی ولاړ.                            

زه د ټولګي منځ ته ورننوتم، استاده نه وه پکې په ټول ټولګي کې د چیغو او ګډوډيو عجب  قیامت جوړ وو، چې انسان یې روحاً وېروو، زه  دوی ته په کتو کې حیرانه ځای پر ځای ولاړه وم، ټول ټولګی له انجونو داسې ډک ښکارېده چې تا به ویل د پښې ښودلو ځای چیرې دي؟       
                                  
- رښتیا یو دم د ټولو انجونو ماته راپام شول زه نابلده ورته ښکاره شوم ما د ټولو توجه ځانته احساس کړه لاس او پښې مې ورېږدېدل، فکر مې کوو چې ټولې پر ما رارونې دي، د دوی ټولو ناآشنا څېرې او د دوی ډېرښت په وحشت کې اچولې وم، ټولو ماته نیغ نیغ کتل لکه د کوم جرم لپاره چې یې غوښتل ماته سزا راکړي.      
                                                                                                          
ما په ډېره ستونزه خپل حواس راټول کړل، تر بل هر څه مخته مې خپل نظر د خالي څوکیو په څارنه بوخت کړ، د ټولګي وروستیو څوکیو ته مخ په وړاندې سوکه سوکه ورغلم هلته پای کې دوه انجونو دوو څوکیو کې برګ برګ راته کتل، هو لږ ځنډ وروسته یوې لږ ځای راکړ او هلته کښېناستم زما له خولې تر پایه هم یوه کلمه خبره نه وه راوتلې.
                                                                                
د ټولګي مخته یوه نجلۍ روانه وه چې ساده خبره یې هم په چیغو کوله، څنګه چې یې تېره ژبه لرله هغسې یې یو تیره اوسپنیز خط کش په لاس کې نیولی وو، پر میزو به یې کلک کلک ګذارونه کول او له هغو غږو به یې خوند اخیسته شنې سترګې یې لرلې خو دا بدرنګه وه او د شنو سترګو ښایست یې بدنامه کړی وو، په خپل عمل خو لا بده ښکارېده، د ټولګي په انجونو یې امر داسې چلېده چې تا به داسې انګېرل چې ټولې یې اسیرانې دي، که چا به مازې خوله ورسره وښوروله یا به یې له آمره سرغړونه وکړه نو هغې به په تېره خط کش او تېره څېره تریخ ځواب ورکوو. زما د سترګو په وړاندې یې په څو انجونو خپلې پښې له خیرنو بوټونو سره ښکل کړې، زه نه پوهېږم هغې ولې دومره مردار، پلیت او شیطاني فطرت درلود!     

د خدای ج فضل وو چې ټولګی رخصت شو او زر له ښوونځي راووتم، د باندې ټولې انجونې په رېړیو ورټولې شوې وې او رنګارنګ شیان یې اخیستل ما دوی ته یوازې کتل، زما زړه ډېر غوښتل چې د دوي غوندې شیان واخلم، زه له کوچنیتوبه په پیسو نه وم عادت کله کله به مې راسره ساتلې هغه هم ډېرې لږ. یوه روپۍ مې په بکس کې وه هغه مې راویسته او په خپله لاسو کې مې ټینګه ونیوله، زړه مې پرې خوشحاله وو ارزښت یې راته لره ځکه هغې یوې سرې سکې مې د دې شېبې بېړنۍ هیله راپوره کوله، هغې رېړۍ ته نزدې ورغلم غالباً شل نجونې لکه په بوره چې مچان ورټول یې هلته تمې سره ولاړې وې، زه د هغو له څنګه ودرېدلم خپله روپۍ مې په دواړو لاسو لا ټینګه ونیوله چې کومه یوه یې راڅخه پټه یا چور نه کړي ، سوداګر وررسته له ډېر وخته په خپل بوخت ذهن کې ماته وخت راکړ په بېړه یې راته وویل راکړه پیسې دې، ما زر ورکړلې خو هغه د نورو پیرودونکو په سودا بوخت شو او زه دې ته په تمه وم چې دی له خپلې رېړۍ ماته زما د پیسو بدل کې  کوم څه راکړي، ما د دې جرأت نه کوو چې پرته د ده له پامه یې له توکو کوم څه راواخلم او یا د نورو په څېر لاس پکې ووهم.   
                                
ټول ټال به شل دقیقې تیرې شوي وې چې هره دقیقه به ماته ډېره اوږدېده خو د دې احساس هیڅ چا سره نه وو یوازې خدای ج مې په حالت پوهېده، ما یو څو ځلې سوداګر ته غږ وکړ:                              
 ماما! ماما! ماته هم شیان راکوه.     
                                                                                
خو ده مې غږ بیخي نه اورېده، کله چې تقریباً ټولې انجونې ولاړې نو سوداګر ته ورمعلومه شوم او ویې لیدم ما ده ته وکتل، ده راته وویل:                                                                                   
ـ څه دي چې ولاړه یې؟         
                                                                                     
ما ورته وویل: ما تاته خپله یوه روپۍ درکړه، زه دې ته ولاړه یم چې ماته یو توکی راکړې.         
       
سوداګر ډېر ستړی شوی وو، زه او زما پیسې یې بیخي له یاده وتلې وې، په داسې حال کې چې صبر او حوصله یې هم یو مخ ختمه شوې وه په غصه ناک غږ یې راته وویل:  ځه پیسې دې نه دي راکړې! تر کوره مې د خپلو اوښکو له مزاحمته ټوله لاره سمه نه ده لیدلې او نه مې د خپل زګیروي له خاطره کوم غږ اورېدلی.                                                                                                                                                                    
پای