 
        	    
                    
                                    
                    د Cornell University پوهنتون پوهانو داسې عينکې جوړې کړې دي، چې کولی شي د يو کس د شونډو لاندې په ارام - ارام خبرو يا پس - پسي پوهه او درک يې کړي. 
دغه عينکې پوهنتونونو او ښوونځيو کې د استادانو او ښوونکو لپاره جوړې شوې دي، ترڅو د زده کوونکو او محصلينو پر پس - پسی پوه شي او مطلب يې تر لاسه کړي. 
دغه عينکې د شونډو حرکتونه پېژني او د مصنوعي ځيرکيتا پر بنسټ دا مشخص کوي چې د شونډو حرکت څخه کومې کلمې توليد شوي دي او څه په اړه ويل شوي دي. 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								