برېښنايي موټرسايکل: نه غږ لري او نه دود توليدوي 

د ټوېټا کمپنۍ له خوا په يوې نوې بڼې برېښنايي موټرسايکل جوړ شوی دی، چې کولی شي يو ساعت کې شپږ کيلو متره واټن ووهي. دغه موټرسايکل په سترو ښارونو کې د ستر عمر کسانو لپاره جوړ شوی دی، کوم چې ګړندۍ چلونه نه شي کولی. 

دغه موټرسايکل برېښنايي دی، دوه بېټرۍ لري چې په يو ځانګړي چارجر کې چارجيږي او کولی شي د يوې ورځې لپاره چارج وساتي. د مصرف پر بنسټ، دغه موټرسايکل لګښت نه لري. 

ټوېټا شرکت دغه موټرسايکل اوس وخت کې د جاپان پلازمېنه توکيو ښار کې وړاندې کړی دی او ټاکل شوې ده چې نېږدې وخت کې به يې نړۍ ته وړاندې کړي.