شفاهي تاریخ او په تاریخي څېړنو کې د هغې ارزښت او ونډه

لنډيز
تاریخي څېړنې يوازې په کتابتونونو، ارشیفونو او دولتي ادارو کې په شته مکتوبي اسنادو یا نورو مادي تاریخي آثارو پورې تړلې نه دي، بلکې کولای شو چې د موادو او شواهدو په راټولونه کې له مختلفو مېتودونو او سرچېنو ګټه واخلو، چې د هغوی له جملې يوه تر ټولو غوره وسيله شفاهي سرچيني دي. شفاهي تاریخ د انسانانو د سوابقو او تېرو تجربو د راټولولو وسيله ده، بناً هر څومره چې دا ډول څېړنې له ټولنیز تاریخ او خلکو سره نږدي وي، په همغه اندازه د شفاهي سرچېنو ارزښت ډېريږي. د شفاهي تاریخ له لارې د هغو پېښو په اړه معلومات ترلاسه کولای شو، چې تر دې مهاله ثبت شوي نه وي. دا مېتود له مقابل اړخ سره په مخامخ خبرو او مرکه ترسره کيږي او کله چې د مرکه ورکوونکي خبرې او نظريات لیکلې بڼه غوره او په تاریخي ارونو تحليل شي، نو د يوه تاریخي متن بڼه غوره کوي. دا مقاله د شفاهي تاریخ او په تاریخي څېړنو کې د هغه د ونډې په اړه بحث کوي، مواد يې د کتابتوني مېتود له لارې له معتبرو کتابونو او په علمي ژورنالونو کې له خپرو شويو علمي مقالو څخه راټول او تحلیل شوي دي. په دې بحث کې د شفاهي تاریخ د تعریفونو ترڅنګ، د شفاهي تاریخ مخينه، په تاریخي څېړنو کې د شفاهي تاریخ مېتود او په پای کې په تاریخي څېړنو کې د شفاهي تاریخ پر ونډه او ارزښت بحث شوی دی.
 
کلیدي ټکي: د شفاهي تاریخ مخينه، د شفاهی تاریخ مېتود، ، د شفاهي تاریخ ارزښت، شفاهي تاریخ، شفاهي سرچيني.

د شفاهي تاریخ يوه بېلګه
(https://reliefweb.int/report/afghanistan/bird-broken-wings-afghan-women-oral-history-1978-2008 )
سریزه 
إنَّ الْحَمْدَ لِلهِ نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ، وَنَعُوذُ بِاللهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا وَمِنْ سَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا، مَنْ يَهْدِهِ اللهُ فَلاَ مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلاَ هَادِىَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، و امابعد.
قال الله تبارک و تعالی فی کتابه الکريم: ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْقُرَى نَقُصُّهُ عَلَيْكَ مِنْهَا قَائِمٌ وَحَصِيدٌ(هود،۱۰۰)
ژباړه:  دغه د څو کليو ماجرا ده چې موږ يې تاته اوروو. له هغوی څخه ځينې اوس هم ولاړ دي او د ځينو کښتونه لو شوي دي (۸: ۱۲۹۷).
 
شفاهي تاریخ د تاریخي پېښو د ثبت او په تاریخي څېړنو کې د معلوماتو د راټولولو يوه نوې علمي تګلاره ده، چې په ورسيتو څو لسيزو کې يې د مختلفو علومو ترمنځ ډېره پراختيا پيدا کړې ده. د همدې بين الرشتوي ماهيت له امله د مختلفو ټولنيزو علمي حوزو،  لکه: د تاریخ، ارواپوهنه، ادبيات، ټولنپوهنه، انسان پوهنه او داسې نور علوم د خپلو اړونده څېړنو پرمهال ترې ګټه اخلي. له دې اړخه ويلی شو، چې اوس مهال شفاهي تاریخ په نړيواله کچه له ځانګړي مقام  څخه برخمن دی.
 
د تاریخ ليکنې پخوانۍ طریقه د واکمنانو، امپراتورانو او د ځواکمنو پادشاهانو پر اسنادو او معلوماتو تکيه درلودله، خو شفاهي تاریخ يو ژوندی، له شوره ډک، متحرک او د عامه ټولنې له افکارو سره ډېر نږدې دی. له پخوانيو تاریخونو ډېره سخته ده چې د ټولنې ژورو ته لاره پيدا کړو او د هغوی له دردونو، رنځونو، باورونو، رسمونو او رواجونو څخه خبر شو. خو شفاهي تاریخ کولای شي چې د ټولنې د هغو طبقاتو د اذهانو او  افکارو انځورګري وکړي، چې د حوادثو په متن او بطن کې شتون لري، خو تل له پامه غورځول شوي او هير شوي دي. هغه تاریخ پوهان چې د شفاهي مېتود له لارې تاریخي څېړنې کوي، د ټولنې دې ډول طبقاتو داخل ته ننوځي، د هغوی تراخه او خواږه واقعات او تجربې راټولوي او نورو نسلونو ته يې انتقالوي او له همدې لارې د نسلونو ترمنځ اړيکي او پيوندونه رامنځ ته کوي.
 
که څه هم په په نړيوالو علمي او څېړنيزو مرکزونو کې په ډېری تاریخي څېړنو کې له شفاهي مېتود څخه ګټه اخيستنه يو معمول کار ګرځيدلی دی، خو د افغانستان په سطحه تر دې مهاله په دې برخه کې ځانګړي پرمختګونه نه ترسترګو کيږي، بناً ددې څېړنې اصلي موخه داده چې په هېواد کې د تاریخ د حوزي څېړونکي دي ته متوجې شي، ترڅو په خپلو څېړنو کې یاد مېتود ته هم ځانګړې پاملرنه ولري، ترڅو په هېواد کې مو تاریخي څېړنې لاغني شي. ددې برسيره اړينه ده چې په هېواد کې د تاریخ د څېړنې لپاره ځانګړي انجمنونونه او مرکزونه جوړ شي او له دې لارې شفاهي تاریخ برخه پياوړې او غني شي.
 
 د شفاهي تاریخ او د شفاهي مېتود په واسطه د تاریخي معلوماتو د راټولولو لپاره د نړۍ په سطحه ډېر کار شوی دي. د شفاهي تاریخ د انجمنونو، څېړنيزو مرکزونو او انټرنيټي سايټونو برسيره په دې برخه کې ډېر شمېر څېړنې ترسره شوي دي، چې ددې مقالې د (د شفاهي تاریخ مخينه) په برخه کې ورته ځانګړې پاملرنه شوې ده؛ خو په افغانستان کې په دې برخه کې کومه ځانګړې څېړنه نه ترسترګو کيږي، چې د شفاهي تاریخ د مخينې په څېړنه کې ترې ګټه واخيستل شي.
 
د څېړنې مېتود: ددې څېړنې مواد د کتابتوني مېتود له لارې له معتبرو او نويو ترسره شويو څېړنیزو مقالو او کتابونو څخه راټول شوي، توضیح او تحليل شوي دي.
 
د څېړنې اصلي موخه
 د شفاهي تاریخ او په تاریخي څېړنو کې د هغه د ارزښت او ونډې پېژندل.
 
فرعي موخي:
۱- شفاهي تاریخ د مفاهيمو پېژندنه او تعریف.
۲- د شفاهي تاریخ د مخينې پېژندنه.
۳- په تاریخي څېړنو کې د شفاهي تاریخ د مېتود پېژندنه.
۴- د شفاهي تاریخ د ګټو او ارزښت په اړه پوهېدنه.
 
د شفاهي تاریخ تعریف
د خلکو ژبني روايات چې د دوه اړخيز تعامل له لارې د انساناتو ترمنځ په رسمي او غير رسمي ډول صورت نيسي، په مختلفو شفاهي قالبونو او کله هم په مکتوبي شکل ساتل کيږي. د شفاهي سرچېنو د تنوع له نظره کولای شو، چې شفاهي تاریخ ددې سرچېنو يوه تر ټولو اصلي سرچېنه وشمېرو. اوس مهال شفاهي تاریخ په تاریخي څېړنو کې مهم بحث دی او په دې اړه ډېرې څېړنې شوي دي، ډېری پوهانو او ددې برخې متخصصانو کار کړی او د شفاهي تاریخ د مانا او مفهوم په اړه يې خپل نظريات او تعريفونه وړاندې کړي دي(۷: ۳۷).
 
د شفاهي تاریخ مانا او مفهوم په لاندې توګه په يو څو تعریفونو کې رانغاړو:
شفاهي تاریخ هغه مېتود دی چې د پېښو او حوادثو په اړه له خلکو سره د مرکو د ثتبولو ( غږ یا انځور) له لارې تاریخي معلومات راټولوي او ساتي. په بل عبارت شفاهي تاریخ د هغو هڅو ټولګه ده چې د ځانګړو وسايلو او فنونو څخه په ګټې اخيستنې د افرادو او ټولنیزو ډلو له شخصي تجربو څخه تاریخي معلومات راټولوي او ساتي. دا تاریخي معلومات د مرکه کوونکي او مرکه ورکوونکي ترمنځ په منل شويو ځانګړو کلتوري شرایطو او تعامل کې ترلاسه کيږي.
 
شفاهي تاریخ د تاریخ ليکنې يوه ډېره پخوانۍ او يوه ډېره نوې طریقه ده (د شفاهي تاریخ لرغونتوب او نوي والي په اړه د موضوع په مخينه کې بحث شوی دی). انسانانو خپل تاریخ د رواياتو، شعرونو او افسانو له لارې راتلونکو نسلونو ليږدولی دی. د تاریخي انتقال دا طریقه لوی تاریخي شاليد لري، چې د دوهمې نړيوالې جګړې څخه وروسته او په ځانګړي ډول د غږ د ثبتولو په اختراع سره د يوه غوره تاریخي سرچينې په ټوګه ومنل شوه. شفاهي تاریخ تاريخي پېښې او حادثات د شاهدانو او ناظرانو د لېدنو، اورېدنو، نظرونو او کړنو په اساس تر څېړنې لاندې نيسي او دا پروسه د مرکې له لارې ترسره کيږي(۱۳: ۹۸).
 
په ټوله کې شفاهي تاریخ د خبرونو او پېښو د انتقال او د تاریخ ليکنې يو تر ټولو پخواني مېتود دی چې له ډېرو لرغونو زمانو، حتی له لکنيز(مکتوبي) تاریخ ليکنې څخه وړاندې يې هم شتون او ارزښت درلود او نن ورځ هم په مختلفو هېوادونو کې په نوې تاریخ ليکنه کې ترې ځانګړې ګټه اخيستل کيږي. د شفاهي تاریخ مانا او مفهوم د مختلفو پوهانو له خوا تعریف شوی دی، چې دلته ترې یادونه کیږي: شفاهي تاریخ د تاریخي حوادثو په اړه د ژونديو کسانو د شواهدو يوه منظمه ټولکه ده. شفاهي تاریخ له عامه کلتور، شایعاتو، افواهاتو او له مسموعاتو سره توپير لري. د شفاهي تاریخ ليکونکي هڅه کوي، چې خپلې موندنې له علمي لارو تحليل او تجزيه کړي او هغوی په يو مناسب تاریخي تسلسل کې سره پيوند کړي.
 
ويلای شو چې شفاهي تاریخ هغه پروسه ده، چې له خلکو سره د خپلې ماضي د ښې پېژندنې، تاریخي پوهې او درک په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. ددې مانا داده، چې شفاهي تاریخ خلک له خپل تاریخ سره اشنا کوي او په خپل تاریخ کې انتقادي پوهه ترلاسه کوي(۶: ۲۶).
 
د شفاهي تاریخ مخينه
شفاهي تاریخ په تاریخي څېړنو کې يو څېړنیز مېتود او د تاریخي معلوماتو د راټولولو يوه غوره وسيله ده، چې په وروستيو لسیزو کې يې د مختلفو علومو ترمنځ پراختیا کړې ده، په ځانګړي ډول د تاریخي څېړنو په برخه کې يې علمي بنسټونو ته لاره پيدا کړه. د بين الرشتوي ماهيت له امله د مختلفو علومو څېړونکي لکه ټولنپوهان، ارواپوهان، آدب پوهان او تاریخ ليکونکي په خپلو څېړنو کې ترې ګټه اخلي. شفاهي تاریخ پراختيا ددې څرګندونه کوي، چې دا مېتود يو تغير منونکي مېتود دی، په دې مانا چې په مختلفو تاریخي دورو کې يې د ټولنې د بدلونونو او شرایطو ته په کتو سره، په کارونه کې هم بدلون رامنځ ته شوی او په دې توانيدلی چې خپل ځان د وخت او ځای له غوښتنو او اړتياو سره برابر کړي (۲۲: ۸۷). 
 
په وروستيو لسیزو کې د شفاهي تاریخ او د مورخينو ترمنځ اړيکه چې ددې برخې اصلي دعوه کوونکي دي له لوړو او ژورو څخه برخمنه وه. مورخينو د شفاهي تاریخ په اړخونو او د شفاهي سرچېنو له لارې د راټولو شويو معلوماتو پر ارزښت خورا ډېر بحثونه او څېړنې ترسره کړي دي (۲۶: ۲۵).
 
پورتنيو توضیحاتو ته په کتو پوښتنه پيدا کیږي، چې ولې شفاهي تاریخ ارزښت لري؟ او ولې يې په تاریخي څېړنو کې دومره پراختيا وکړه؟ ددې پوښتنو په ځواب کې ويلو شو، چې ژبه د انسانانو ترمنځ د اړيکو د نېولو لومړنۍ وسيله ده او کله چې انسانانو د ځمکې پرمخ ژوند پيل کړی، د خپل منځي اړیکو نېولو احساس ورته پيدا شوی او دې اړيکې د ژبې له لارې صورت نيولی دی. ترڅو چې لیک اختراع کېده، انسانانو د ډېرو اوږدو کلونو لپاره ټولنيزې اړيکې او خپل منځي اړتياوې د ژبې له لارې پوره کولې. د ليک په اختراع سره د انسانانو په ټولنيز ژوند کې لوی بدلون او نوې تاریخي دوره پيل شوه، چې د تاریخي دورې په نوم یاديږي. د ليک په اختراع  سره د يو تمدن ملي او کلتوري برخه ثبت او وساتل شوه او نورو نسلونو ته يې د انتقال زمينه برابره شوه. ژبه او لیک د ټولنيز ژوند په ټول تاریخ کې، د ټولنيز ژوند سمون او د ټولنيز ژوند د اړتياو په پوره کولو کې ونډه درلودله.
 
انسانانو تر دې مهاله درې کلتوري دورې تيري کړي دي:
۱. د شفاهي کلتور دوره.
۲. د کتبي(لیکنيز) کلتور دوره چې د ليک اختراع مهال ته رسيږي او د چاپ ماشين په اختراع سره يې بشپړ رواج پيدا کړ.
۳. انځوريز او تلويزوني کلتور دوره چې معاصره دوره ده.
 
په لرغوني دوره کې شفاهي کلتور رواج درلود او اړيکې د ژبې له لارې نېول کېدې، هغه کلام چې اوس هم د ورځنيو چارو په مخته وړلو کې ترې ګټه اخيستل کيږي؛ خو دا کلام له ادبي کلامونو سره توپير لري. د وخت په تېرېدو انسانانو هڅه وکړه ترڅو کلام يې پايدار او ځواکمن پاتي شي؛ نو ليک يې اختراع کړ. د ليک په اختراع سره شفاهي کلام خپل ارزښت له لاسه ورنکړ؛ ځکه چې شفاهي کلام د ليکلي کلام په پرتله مانا لرونکی، دقیق او جذاب وي. ليکلی کلام بې غږه او خاموش وي، شفاهي کلام معنوي او فکري؛ خو ليکلی کلام محسوس ماهيت لري. شفاهي کلام د ليکلي کلام په وړاندې دا برتري لري، چې شفاهي کلام ژوندی بڼه لري او په مطالعې سره يې د خلکو فکرونه او نظرونه ښه پېژندل کيږي، د سختو مسايلو په ځانګړي ډول فلسفي او عرفاني مسايل چې فني او کتابي ژبې ته اړتيا لري، له متن څخه په آسانه نه شي استنباط کېدای؛ ځکه دا ډول مسايل مختلف تعبيرونه لري. حال دا چې په شفاهي کلام کې دغه ستونزه او سختي نشته.
 
 د ليک په اختراع سره چې د تاریخي دورې په نوم یادیږي، شفاهي تاریخ( سينه په سينه انتقال) له منځه نه دی تللی او شفاهي راپورونه د هیرودوت او توسيدید آثارو لپاره سرچينه او مأخد وګرځېدل. وروسته له هغه چې د عربستان په ټاپووزمه کې اسلامي تمدن رامنځ ته شو او له فتوحاتو وروسته يې ډېره پراختيا وکړه، نو د صدر اسلام د پېښو او وقايعو په راټولو کې له روایانو څخه ګټه واخيستل شوه او ليکلی شکل يې غوره کړ، چې غوره بيلګې يې په ايام العرب، مغازي او علم الانساب کې ليدلی شو(۱۷: ۱۰۸). همدې ته ورته نبوي روايات په ځانګړي ډول د حديثونو راټولول او د اسلامي تمدن په اوج کې د مسلمان تاریخ پوهانو آثار د شفاهي سرچېنو په اساس رامنځ ته شوي دي، چې د شفاهي تاریخ غوره بيلګې شمېرل کيږي(۴: ۶).   
 
په روسيه کې د تزاري رژيم له پرځېدو وروسته له روسيې څخه ډېر شمېر شهزاده ګان، درباريان او دولتي چارواکي امریکا ته وتښتېدل او هلته يې پناه واخيستله. هغوی هلته د تاريخي څېړنو او د انساني علومو په حوزه کې د غږیزو معلوماتو په اساس د شفاهي ارشیفونو د رامنځ ته کولو په فکر کې شول. همدا ډول د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د ناسيونالستي او دیموکراتيکي فکرونو په رامنځ ته کيدو سره، شفاهي تاریخ د تاریخ ليکنې يوه نوې تګلاره ګرځېده، ورو ورو يې پرمختګ وکړ او په ۱۹۴۰م ليسزې په دوران کې د غږ د ضبط په اختراع سره شفاهي تاریخ په نوي مفهوم سره ځان راڅرګند کړ او دوه لسيزې وروسته د يوې پوهنتوني څانګې تر عنوان لاندې رامنځ ته شوه(۹: ۱۲۲).
 
شفاهي تاریخ په رسمي ډول په ۱۹۴۸م کې رامنځ ته او پرمختګ يې وکړ. په دې کال کې آلن نوینز(Allen Nevins) د کلمبيا په پوهنتون کې د شفاهي تاریخ د لومړني ارشیف بنسټ کېښود. په ۱۹۶۰م لسیزه کې د شفاهي تاریخ نړيوال انجمن(OHA) په رامنځ ته کېدو سره د شفاهي تاریخ طلايي دوره پيل شوه، چې په عمل کې يې د شفاهي تاریخ غورځنګ ته لاره برابره کړه. له دې وروسته په تاریخ ليکنه کې له شفاهي تاریخ ګټه اخيستنه د تاریخ پوهانو د کار اړينه برخه وګڼل شوه، تر دې بريده، چې په ۱۹۷۰م را وروسته شفاهي منابع د تاریخي څېړنو لپاره مهمه اړتیا شمېرل کيږي(۱۴:۱۰).
 
تاریخ پوهانو د معاصر تاریخ د دورې په څېړلو کې هغه وخت له شفاهي سرچېنو ګټه اخيستل پيل کړل، کله چې انسان پيژندونکو او ټولنپوهانو په خپلو څېړنو کې له مرکې کولو له مېتود او اصولو څخه ګټه اخيستنه پيل کړه. له دې کار څخه موخه دا وه چې په هغو برخو کې تاریخي پوهه پراختيا پيدا کړي چې په اړه يې مستند اسناد او شواهد ډېر لږ، يو اړخيز او یا بیخي شتون ونه لري. په اروپا کې به په ورځپاڼو کې خبرتیاوې خپرېدلې چې هغه کسان، چې د دولت له ځانګړو سياستونو څخه ترخې تجربې لري، کولای شي چې خپل معلومات په شفاهی او کتبي ډول وړاندې کړي.
 
په شفاهي تاریخ کې د څېړنې مېتود
 هغه څېړونکي چې د معاصر تاريخ په اړه څېړنه کوي مجبور دی چې له معاصرو رهبرانو، چارواکو او د ټولنې له نورو وګړو سره خبرې او مرکې وکړي (۱۸: ۹۱).
 
د شفاهي تاریخ د مطالعه کولو وسيله مرکه ده او ددې تاریخ ليکنې اصلي مخاطبين انسانان دي. شفاهي تاریخ له انسانانو او د هغوی له روايتونو سره کار لري، کوم چې د پېښو او واقعاتو په بطن کې نېغ په نېغه ګډون لري او په حقیقت کې ژوندی تاریخ نندارې ته وړاندې کوي. د شفاهي تاریخ څېړونکی خپلې پوښتنې ته د کره او مناسبو ځوابونو د لاسته راړلو لپاره په پوره دقت او ځيرکتيا وړاندې کوي او هڅه کوي چې هغو پېښو په اړه د هغو کسانو خاطرې ژوندی او بيا ورغوي چې د هغې شاهدان وي. همدا ډول د شفاهي تاریخ څېړونکي په خپلو څېړنو کې له يو ډول مېتود ګټه نه اخلي او په ټاکنه کې يې مختلف لاملونه دخالت لري، نو په دې ډول د څېړنې موضوع ته په پام د هغوی د کار ډول هم توپير لري.
 
څېړونکي د موضوع له ټاکنې وروسته د معلوماتو تر ټولو غوره سرچينې، لکه: ورځپاڼې، مجلې او ارشیفي سرچينې مطالعه او څېړي او مرکه کوونکو د رضايت او موافقت ترلاسه کولو وروسته مرکې ترسره کوي، چې دواړه اړخونه پکې ټاکونکي ونډه لري.
 
په دې لړ کې د پام وړ خبره داده، چې د شفاهي تاریخ مرکه کوونکي د نورو څېړنو په څېر د يوې ځانګړې احصايوي ټولنې استازيتوب نه کوي؛ بلکې د يو ناظر، شاهد او عامل په توګه د يوې تاریخي پېښې بيانولو او نندارې ته د وړاندې کولو په موخه ټاکل کيږي. په دې بهير کې داسې مطالب وړاندې کیږي چې له کومې بلې سرچېنې څخه نه ترلاسه کیږي. دا معلومات نوي او تازه وي. په شفاهي تاریخ کې څېړونکي بايد د ګټورو معلوماتو ته د لاس رسي په موخه دې ته پام ولري چې د مرکې لپاره غوره او مناسب کسان وټاکي او همدا ډول اړينه ده، چې څېړونکی هم د مرکې پر موضوع باندې پوره حاکميت ولري، چې و کولای شي مناسبو پوښتنو په کولو سره د مرکه کوونکي په ذهن کې پخوانۍ پېښې اړ خاطرات راژوندي او هغه د لا ډېرو توضیحاتو لپاره وهڅوي.
 
د یادونې وړ ده، چې دا تاریخي معلومات هغه وخت د تاریخ له علمي ماهيت سره مرسته کولای شي، چې د هغو اړونده پوښتنو ځوابونه ترلاسه کړي، چې له هغې مخکې يې ترې خبرتيا نه درلودله. دا چې مرکې له لارې ترلاسه شوي معلومات ژوندي او نوي وي څېړونکي ورڅخه ډېره ګټه اخلي (۲: ۹۰- ۹۱).
 
    په تاریخي څېړنو کې د شفاهي تاریخ ارزښت
د تاریخ په اوږد کې مؤرخينو په تاریخي څېړنو کې له شفاهي مېتود څخه ګټه اخيستي او پر هغه يې تاکيد کړی دی. د بیلګې په توګه بیهقي وايي: « تير خبرونه په دوه ډوله دي، یا له يو چا اورېدل کيږي او يا له کتاب څخه بايد ولوستل شي» (۷: ۶۶۲).
 
صادق آینه وند د طبري له قوله ليکي چي: « د تيرو قومونو پېښې او جاري خبرونه، له هغو کسانو نه ترلاسه کيږي، چې هغه وخت يې نه وي درک کړی یا په خپله د هغوی ناظر نه وي، بلکې له هغوی کسانو څخه ترلاسه کیږي چې مخبران او د نقل قول ناقلان وي» (۳: ۴).
 
همدا ډول مايکل ستنفورډ ليکي چې د صلیبیي جګړو مورخ(توسيديد) د خپل کار مېتود په دې ډول بيانوي: « کومې پېښې مې چې څېړلي دي یا خپله پکې حاضر وم، یا مې له عیني شاهد څخه ترلاسه کړي دي او دا کار مې په بشپړ دقت او امکان تربريده کنترول کړی دی، حتی د حقیقت مندل له دې لارې هم آسان کار نه و، ځکه چې مختلفو عیني شاهدانو له يو ډول پېښو څخه متفاوت راپورنه وړاندې کول» ( ۱۲: ۲۵۷).
 
د شفاهي تاریخ له لارې کولای شو چې مختلف موضوعات تر څېړنې لاندې ونيسو، چې د څېړنې په موخې او مسئلې پورې اړه لري، لکه: سيمه ییز تاریخ، کسبونه، مهارتونه، نوښتونه، جګړې، عمومي خدمتونه، د فردي او ډله ييزو تفکراتو تګلوری، کورنۍ او بهرنۍ ټولنیزې اړيکې، خواړه او خوراکونه، د کورنيو، قبېلو، نژادي ډلو او له پامه غورځول شويو ډلو لکه د کارګرانو، تورپوستکو او مهاجرينو تاریخ(۷: ۶۷).
 
 ددې برسيره له شفاهي تاریخ څخه ګټه اخيستنه يوازې د پېښو په ثبتولو، حوادثو او احساساتو پورې محدوده نه ده؛ بلکې په لاندې څو ټکو کې کولای شو چې په تاریخي څېړنو کې د شفاهي تاریخ ونډه او ارزښت ارزونه په ښه ډول وکړو:
- له دولتي او رسمي انحصار څخه توليد شويو سندونو خلاصول. په دې سره به د تاریخي مشارکت فرصتونه ډېر شي او د ټولنې معمولي طبقات، لکه ښځې او کارګران به د تاریخ برخه وګرځي. دا تاریخي مشارکت هغه وخت ښه رامنځ ته کيدلی شي چې هغوی د خپل ماضي په اړه حساس او فعال وي او مورخ وکولای شي، چې د هغوی د ژوند بېلابېل اړخونه د هغوی د ماضي په څېر ژوندي ورغوي.
 
- شفاهي تاریخ مختلفو ټولنو ته ددې ښوونه کوي، چې څه ډول ټولنې تاریخي بستر له يو شمېر حقوقو څخه بې برخې شوی دی. هغه ټولنې چې هيڅ ډول مکتوبي اسناد نلري یا په لږ شمېر کې مکتوبي اسناد په لاس لري یا په قصدي ډول ترې بې برخې شوي دي، د شفاهي سرچېنو په څېړلو او راټولولو سره به ډېره ګټه ترلاسه کړي. په ډېرۍ مواردو کې د ټولنې د تاریخ مستند کول ډېر ارزښت لري او د لا ډېرو معلوماتو په راټولولو سره یاد اسناد متعادل او پخیږي. شفاهي تاریخ هغه محرک دی، چې د ویاړ ډکو داستانونو بيا ځلې تعریف او څېړلو سره د ټولنې غرور ځواکمن کیږي. په همدې توګه شفاهي تاریخ د يوې قوي وسيلې په توګه کولای شي، چې د يو قوم ژبه او يا ځانګړی نژاد له ورکېدو او نابودۍ څخه وساتي( ۱۱: ۲۲- ۲۳).
 
- د شفاهي تاریخ له لارې د هغو ټولنو او پرګنو د تاریخ بيارغونه کيږي، چې په لويو ټولنو کې ژوند کوي او د هغوی کلتور او رواجونو له پامه غورځول شوي وي. هغه اقلیتي پرګني، قومونه او نژادونه چې د اکثريت په منځ کې ژوند کوي، معمولاً د هغوی تاریخ او کلتور په مکتوبي آثارو کې ډېر کم منعکس وي. له بله اړخه کډوال (داخلي او بهرني) په کوربه ټولنه کې د حاضرو غړو په توګه غایب وي. که څه هم دوی په کوربه ټولنه کې په خپله د ډېر تحولاتو او بدلونو سرچينه وي، خو د مکتوبي اسنادو په توليد کې چندان ونډه نه لري. له دې امله له دوی سره د تير په اړه په ژوندۍ بڼه بحث او خبرې کول د ډېرو ورکو روایتونو د پيدا کېدو لامل کيږي او د تاریخي تشو په ډکولو کې ډېر اغیزمن تمامیږي(۱۷: ۵۴).
 
ددې ترڅنګ د شفاهي روایاتونو ارزښت له دې کبله نور هم زیاتيږي، کله چې لیکلی تاریخ يوازې د واکمنې ډلې وي، د ولس مبارزه او په تاریخي پروسه کې د دوی رول نه وي روښانه شوی. د بيلګې په توګه، کله چې هند د انګریزانو مستعمره وګرځېد، نو بهرنيو واکمنانو د ولس مبارزه ونه ليکله. تر خپلواکۍ وروسته هيله کېده چې د تاریخ دايره به پراخه کړل شي او د ولس تاریخي ونډه به هم په کې روښانه کړل شي؛ خو درباري مؤرخينو د تاریخ ليکنې هماغه پخوانۍ مېتود خپل کړ او تاریخ يوازې تر واکمنې ډلې پورې محدود پاتې شو (۱۵: ۱۲۱).
همدا ډول شفاهي مېتود له تاریخي څېړنو سره په لاندې برخو کې مرسته کوي:
 
- په تاریخي موقعيتونو کې د هغو افرادو د ژوند د پېښو په اړه معلومات راټولیږي چې د ټولنې په بطن کې رامنځ ته شوي وي(۲۱: ۵۳).
 
- په ټولنه کې د فرد ژوند ته مفهوم ورکول کیږي او د مشارکت لپاره د اسانتياو رامنځ ته کیږي(۲۳: ۱۱۵).
 
- د خلکو ژوند ته تاریخ داخلیږي او له تاریخ سره يو ځای کیږي(۲۰: ۲۵).
 
- د شفاهي تاریخ له لارې ټولنه د مورخ په لاس ليکل شوي تاریخ او هغه تاریخ ترمنځ چې دوی يې غواړي درک او پوهه ترلاسه کولای شي(۲۴: ۱۹۲).
 
- د شفاهي تاریخ له لارې د پوهنتوني مؤرخينو او عادي خلکو ترمنځ اړيکه رامنځ ته کیږي(۲۵: ۴۸).
 
بايد یادونه وکړو چې د شفاهي مېتود له لارې د معلوماتو راټولول يوازې په تاریخي څېړنو کې ګټور نه دي؛ بلکې شفاهي مېتود بين الرشتوي ماهيت لري او په ځانګړي ډول په انساني علومو کې لکه ادبيات، ټولنپوهنه او ارواپوهنه کې ترې ډېره ګټه اخيستل کيږي.
 
پایله
له دې څيړنې څخه دې پايلې ته رسيږو، چې شفاهي تاریخ د تاریخ ليکنې لپاره د يوې غوره سرچينې ترڅنګ د تاریخي څیړنې لپاره يو غوره مېتود هم دی. لکه څرنګه چې تاریخي څېړنه تیر تاریخي واقعيتونه او شواهد په تاریخي سرچېنو بدلوي په همدې ډول شفاهي تاریخ هم کولای شي چې تاریخي شواهد په تاریخي سرچېنو بدل کړی. که چيرې په تاریخ ليکنه کې دې مېتود ته پاملرنه ونه شي، نو ويلای شو چې بشري حافطه مو له پامه غورځولې ده؛ ځکه چې شفاهي تاریخ د يوې ټولنې هغه تجربې، مهارتونه او رواجونه چې د هېرېدو په پوله ولاړ وي ساتي، ارزښت ورکوي، د پېښو او واقعاتو پټ اړخونه راڅرګندوي.
 
د شفاهي تاریخ مېتود په مرکه او خبرو اترو ولاړ دی. په نننۍ نړۍ کې د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره ددې مېتود کارونه پراخه شوې ده او ارزښت يې ورځ تربلې زياتيږي. دا مېتود کولای شي چې د پېښو پټ اړخونه را څرګند او تاریخي واقعیتونو ته ډېر نږدې کړي.
 
ددې لپاره چې د نورو علمي څانګو په منځ کې شفاهي تاریخ د يوه غوره څېړنیز مېتود په توګه مطرح شي، بايد په علمي او پوهنتوني مرکزونو کې له هغه څخه د ګټې اخيستنې زمينه برابره شي.
 
 دا کار هغه وخت شونی دی چې استادانو او محصلانو ته څېړنیزې پروژي وسپارل شي او هغوی محبور شي چې د موضوع اړوند شفاهي سرچينې پيدا، تحلیل او پایلې يې له نورو سره شريکي کړي. واقعيت دادی چې که پوهنتوني مؤرخين وغواړي او يا ونه غواړي، ورځ تربلې د شفاهي سرچېنو توليد د پراختيا په حال کې دی. په دې برخه کې به د دوی فعال شتون په تاریخ ليکنه او د تاریخي څېړنو پر بهير باندې ډېرې مثبتې اغيزې وکړي او بله دا چې له غير پوهنتوني تاریخ لیکونکو سره به د هغوی اړيکې پياوړې شي.
 
وړانديزونه
لکه څرنګه چې شفاهي تاریخ په تاریخي څېړنو کې ډېر اړين دی او ددې لپاره چې د شفاهي تاریخ له لارې خپل تاریخ پياوړی کړو؛ نو ددې لپاره لاندې وړانديزونه کیږي:
 
۱-  شفاهي تاریخ دې د يوه غوره څېړنيز مېتود په توګه مطرح شي، په علمي او پوهنتوني مرکزونو کې دې له هغه څخه د ګټې اخيستنې زمينه برابره شي، استادانو او محصلانو ته څېړنېزو پروژو په ورکولو سره د شفاهي تاریخ په مخ د پوهنتونونو دروازې خلاصي شي، ترڅو استادان او محصلان د يوه لابراتوري عمل په توګه شفاهي سرچينې په خپله توليد، تحليل او نتایج يې ترلاسه کړي.
 
۲- د تاریخ استادان دې خپلو محصلانو ته داسې څېړنيز موضوعات وسپاري چې تر ډېره برېده شفاهي معلوماتو ته اړتيا ولري.
 
۳- تاریخ څانګې ته وړانديز کيږي چې خپلو استادانو ته سپارښتنه وکړي، چې د څېړنو او ترفیعاتو موضوعات يوازې په کتابتون پورې ونه تړي، او د شفاهي تاریخ له مېتود څخه هم پکې ګټه واخلي.
 
۴- لوړو زده کړو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او نورو کورنيو او نړيوالو تعليمي موسساتو ته وړانديز کيږي، چې په دې برخه کې اړين عصري وسايل (کیمرې، د غږ د ثبتولو آلات، کمپيوټرونه.....) د استادانو او محصلانو په واک کې ورکړي.
 
۵- تاریخ ليکونکو ته وړاندیز کیږي چې په محلي کچه د تاریخي مسايلو په اړه څېړنه او څپړنه کړي.
 
Oral History and Its Rule and Importance in Historical Researches
Senior Teaching Assistant: Saifullah Gharwal Sheikh Zayed University, Faculty of Social Science History and geography Department.
Abstract
Historical research is not limited to libraries, archives and documents circulated, which are available in governmental organization or other ancient objects. Rather, it can use a variety of methods and sources to gather data and evidences, in which one of the best is oral resources. Oral history is a tool for collecting past human experiences, therefore, the closer the research to social history and the people, the greater the value of oral resources are. Due to oral history, information can be obtained about events that have not yet been recorded. This method is used in face-to-face interactions with the interviewee, and when the written form of the interviewer's words and opinions with historical knowledge are selected and analyzed that become a historical text. This article enfolds oral history and its role in historical research. The material has been collected and analyzed from the authentic books and academic articles published in scientific journals through the library method. Furthermore, this article defines oral history, its background, method, the role and value of it in historical research.
Key words: Oral History, Oral sources, Background of oral history, Oral history research method, the importance of oral history.
 
ماخذونه
۱- القرآن الکريم.
۲- آبادي، نهيه سنګين. (۱۳۹۸). قلمرو و جایګاه تاریخ شفاهي در تاریخ نګاري، مجله پژوهش و مطالعات علوم اسلامي، سال اول، شماره ۸. http://ensani.ir/fa/article/422127-Pdf
۳- آئینه وند، صادق. ( ۱۳۶۰). علم تاریخ در اسلام. تهران : وزارت فرهنګ و ارشاد .
۴- الویری، محسن.(۱۳۸۵). درآمدی بر مفهوم، فرایند و ویژگی های تاریخ نگاری شفاهی- نامه تاریخ پژوهان، سال دوم،شماره 1،  ص1. https://www.magiran.com/paper/475671-Pdf
۵- بهیقی، ابوالفضل. ( ۱۳۵۰). تاریخ بهیقي، تصحیح علی اکبر فیاض. مشهد: دانشګاه مشهد 
۶- توکلي، فایزه. (۱۳۹۶). تاریخ شفاهي) مبانی نظري، روش شناسي(. تهران: سوره مهر
۷- حسن آبادي، ابوالفضل. (۱۳۹۰). جایگاه تاریخ شفاهی در تحقیقات تاریخی، نشریه اسناد بهارستان، ۱، ۳۶۹. https://www.magiran.com/p1380988-pdf  
۸- د افغانستان د سترو علماو يوه ډله. (۱۴۱۴). د قرانکريم ترجمه او تفسير په پښتو ژبه کې.( کابلي تفسير- ج، ۱). بيا کتنه: سيد عبيدالله شاه. د حرمينو شریفينو د خادم پادشاه فهد د قران کريم د طباعت لپاره. ( ب، ط)
۹- رسولي پور، مرتضی. (۱۳۸۷). مروري بر تاریخ نګاري معاصر و لزوم توجه به تاریخ شفاهي. پژوهشګاه علوم انساني و مطالعات فرهنګي، شماره ۴۵. http://ensani.ir/fa/article/83084-pdf
۱۰- رضائیان، علی. (۱۳۷۹). مدیریت رفتار سازمانی. تهران: سمت
۱۱- سامر، باربارا. (۱۳۹۷). راهنمايي تاریخ شفاهي، ترجمه: رضا مهاجر، تهران: سازمان اسناد و کتابخانه ملي جمهوري اسلامي ایران.
۱۲- ستنفورد، مایکل. (۱۳۸۸). در آمدي بر تاریخ پژوهشي، ترجمه مسعود صادقي، تهران: انتشارات سمت.
۱۳- شارقي، سيما. (۱۳۸۸). آينده ارشيو و تحقیقات تاریخي، فصلنامه ګنجینه اسناد، سال نوزدهم، دفتر چهارم، صص ۹۵- ۱۰۲. http://ganjineh.nlai.ir/article_1133.html#ar_info_pnl_fl-pdf
۱۴- فاطمي  مقدم، زهرا.( ۱۳۸۸). بررسی میزان اعتبار استفاده از منابع شفاهي در تحقیقات تاریخي با تکيه بر مصاحبه های انجام ګرفته در خصوص انجمن پیروان قرآن. نشریه الکترونیکي سازمان کتابخانه ها و موزه ها و مراکز اسناد آستان قدرس رضوي، دوره ۱، شماره ۲.  http://shamseh.aqr-libjournal.ir/article_49687.html-pdf
۱۵- مبارک علی. (۱۳۸۵).تاریخ او د تاریخ فلسفه. ژباړه: محمد نويد. کوټه: صحاف نشراتي مؤسسه
۱۶- ملايي توان، عليرضا. (۱۳۸۶). درآمدي بر روش پژوهش در تاریخ. تهران: نشر نی.
۱۷- نوراني مرتضی؛ ابوالحسني ترقي، مهدي.(۱۳۸۹). مقايسه تحلیلي خاطره نګاری با تاریخ شفاهي، فصلنامه ګنجینه اسناد، ۲۰(۴): ۹۶- ۱۲۲. ganjineh.nlai.ir/article_1283_7eee3223062fab89953880ac47a00c2a.pdf
۱۸- نوراني، مرتضی. (۱۳۸۶). روندی برای مکتوب سازي تاریخ علوم اجتماعي، سوره انديشه.
۱۹-  نیک نفس، شفیقه. (۱۲۸۶). قدیمي ترين نوع تاریخ،  ماهنامه فرهنګي تحليلي سوره ا، شماره ۳۶.( (http://www.oral-history.ir/?page=post&id=1029- PDF
20- Gerber, D. A. (1979). Local and community history: Some cautionary remarks on an idea whose time has returned. The History Teacher, 13(1), 7-30. 
21- Hoopes, J. (2014). Oral history: An introduction for students. UNC Press Books.
22- Nevins, A. (1966). Oral History: How and way it was born, pp87-94.
23- O'Brien, S. (1998). A Short Reflection on Teaching Memoir and Oral History. The oral history review, 25(1), 113-118.
24- Samuel, R. (1987). Local history and Oral history. In History workshop, No 1, p.192.
25- Scholte, B. (1987). The Literary Turn in Contemporary Anthropology, p.48.
26- Thompson, p. (1999). Vice of the Past (Oral history and Historian), Oxford university, pp25-81
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال په اړه: پوهنمل سيف الله غروال، شيخ زايد پوهنتون، ټولنیزو علومو پوهنځی، تاریخ او جغرافيې څانګې علمي کادر غړی