سود د الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم لخوا په کلکه منع دی. ځکه چې الله تعالی وايي چې تاسو ته مو سود حرام او بیع حلاله ګرځولې.
سود په معاملاتو کې د مدیون (پوروړي) د بدبختۍ عنصر او د قرض ورکوونکي ظلم دی. کله چې قرض اخیستونکی په قرض له یو چا پیسې واخلي او پرې کاروبار پیل کړي، که له دې کاروبار ګټه وکړي خو ښه، او که تاوان وکړي هم په دواړو صورتونو کې د مشخصې شوې سلنې مطابق به خپل داین ته سود ورکوي.
چې په دې سره قرض اخیستونکی به نه یوازې له تاوان سره مخ شوی وي، بلکې له پخواني قرض سره یو ځای به نور هم قرضدار شوی وي او په دې به باالاخره مجبور شي تر څو د دیوالیه کیدو وثیقه جوړه کړي. چې په اوسني وخت کې ې پاکستان غوره بیلګه ده چې اوس یوازې د خپلې بودیجې ۲۵ سلنه یوازې د تیرو اخیستل شوو پورونو سود د پیسو نړیوال صندوق ته ورکوي.
خبرونه اورم چې اروپايي بانکونو یو ځل بیا خلکو ته په سود باندې د زیاتو قرضونو ورکړه پیل کړې، د اقتصادي چارو کار پوهان په دې اند دي چې ګواکي د تیر په څیر به یو ځل بیا اروپايي بانکونه له دیوالیه توب سره مخ شي، ځکه چې ددې قرضونو ورکړه اکثر بیا هغې قرضونو ته چې په اروپا کې د بحران لامل شول؛ ورته دي چې دوی به د قرضې د بیرته ورکړې تضمین د بیمې له لویو شرکتونو څخه اخیسته، چې اوس هم ورته عمل تر سره کیږي.
په هر صورت، په اروپا کې د اقتصادي بحران په پیښیدو سره ټولو بانکونو خپل اعتبار او حیثیت له لاسه ورکړ خو یوازې غیر سودي او یا اسلامي بانکونو نه یوازې چې اعتبار یې له لاسه ورنکړ، بلکې د لویو مفادو او ګټې برخمن شول.
مسلمانان خپل قرضونه د قرض حسنه په ډول پرته له دې چې کوم اضافه څه په بدل کې ترې واخلي؛ ورکوي.
او یا اسلامي بانکونه د مضاربې بیعې او مشارکې بیعو له لارې خپله ګټه ویشي، که په مضاربت کې تاوان پیښ شي، د مضارب (د مضاربت د مال کاروونکي) یوازې د کار خواري له منځه ځي او نور تاوان به رب المال (د مضاربت د مال خاوند) په غاړه اخلي او د ګټې سلنه د مضاربې د عقد په وخت کې ددوی د خوښې مطابق ټاکل شوې وي.
مشارکه بیا اسلامي بانکونه د ګډو فنډونو له لارې پانګونه کوي او ګټه خلکو ته د هغوی د پانګې په نسبت ورکوي، چې په دې سره د ټولنې ټولې هر اړخیزه ګټې خوندي وي او د یو پکې ډير تاوان او بل په کې د ډیرې ګټې مستحق نه ګرځي، بکلې منځلاریتوب غوره کوي.
د اسلام یوه برتري هم د نورو دینونو په پرتله همدا ده چې حقونه پکې په عادلانه ډول ویشل کیږي.
اوس غیر اسلامي نړۍ هم په خپلو بانکونو کې د اسلامي بانکوالۍ لپاره څانګې خلاصې کړې او له هغه څخه پوره ګټه لاسته راوړي. ځکه په دې پوهیدلي چې د سود مسئله یوازې د ټولنې په زیان، بې عدالتۍ او په خود غرضۍ باندې راڅرخي.
موږ مؤمنانو ته بویه چې په اسلامي اصولو او قواعدو پوره ځان پوه کړو او د ژوندانه په چارو کې ترې پوره ګټه واخلو.
وروستي