څنګه مطالعه وکړو او که څه مطالعه کړو؟

ځینې په دې اند دي چې په مطالعه باندې د آموخته کیدو غوره لاره د بیلابیلو ناولونو چې سوژه پکې جنګ، مینه او د پیسو ګټلو لارې چارې غوره شوې وي، غوره ده. 

رښتیا هم ددې کتابونو مطالعه کول انسان ته نسبتاً ذهني سکون بخښي، اما لومړی تر هر څه دا مهمه ده چې مطالعه د ژوند برخه وګرځوو.

کله چې مطالعه زموږ د ژوند یو له مهمو برخو څخه شي، نو بیا باید داسې څه مطالعه کړو چې موږ وهڅوي په هغې برخه کې د میدان ډګر ته ښکته شو او داسې څه وکړو چې په رښتیا هم د همغه مطالعې له امله وي او د هغه نچوړ وي.

زما په اند د ناولونو، لنډو کیسو او شعرونو مطالعه کول یوازې په ژوند کې د انسان د هوښتیارتوب، ځیرکۍ او ذهني خپلواکۍ سبب کیږي. کټ مټ لکه مجلس، چې څومره له نیکو او غوره ذهنیت لرونکو خلکو سره ناسته ولاړه ولرئ، هغومره ورسره هوښیار او ځیرک کیږئ؛ نو سربیره پردې راځئ د مطالعې یو اهم ډول (علمي مطالعه) وکړو، تر څو پرې دنیایي او اخروي چارې سمبالې کړو او ټولنې ته پرې هر اړخیزه رفاء ورکړو.

داسې څه مطالعه نکړو چې زموږ د ذهني کشمکش او ګډوډوۍ لامل کیږي او یا په داسې څه باندې خپل قیمتي وخت ضایع کړو چې یوازې په خپل تیر وویاړو خو څه درس ترې وانخلو، اوسنۍ نړۍ ته په کتو د موضوعاتو مطالعه وکړو او خپل ژوند پخپله رنګین او ښایسته کړو.

که په انګریزي پوهیږئ، د مطالعې د غوره سرچینو د پیدا کولو لپاره لاندې سایټونه دلته درښیم:
Zlib.com

Z library.com
دلته په میلیونونو کتابونه او مقالې پیدا کولای او ښکته کولای شئ، هره ورځ یوازې د پنځو کتابونو او یا مقالو د وړیا ډانلوډولو اختیار لرئ. خپل اپلیکشن هم لري چې په ډیر ښکلي ډول درته د کتاب مطالعه کول ښايي او دا هم درته وايي چې دغه کتاب دې تر دغه ځایه لوستی دی او دومره پاتې دی.

Google scholar
دلته هم کولای شئ بیلابیلې مقالې او کتابونه پیدا او وړیا ډانلوډ کړئ. همداسې کولای شئ چې د نقل قول یا مأخذ Reference په حیث یې هم مستقیماً استعمال کړئ.

Readbooks.com
دلته هم کولای شئ چې بیلابیلې ګټورې مقالې او کتابونه ډانلوډ او یا د اپلیکشن له لارې ولولئ.

freecourses.com
دلته کولای شئ چې آنلاین وړیا کورسونه واخلئ او زده کړې پکې وکړئ.

edX
دغه هم د آنلاین وړیا کورسونو لپاره غوره ویبسایټ دی.

َUdemy.com
دلته هم آنلاین کورسونه شته خو دلته کورسونه وړیا نه بلکې په پیسو دي. که غواړئ له دې هم کورسونه وړیا واخلئ، ددې پاڼې لینک (تړون) کافي کړئ او له کافي شوي لینک نه ددې ویبسایټ نوم لرې کړئ او د Freecourses.com ویبسایټ او یا بل یو چې وړیا کورسونه ولري؛ هلته یې فیسټ او وړیا ښکته کړئ.

Simplilearn
دا د آنلاین وړیا زده کړو لپاره غوره ځای دی، کولای شئ د مختلفو موضوعاتو اړوند کورسونه پیدا کړئ او وروسته ترې وړیا سرټیپیکټ یا تقدیرنامه هم ترلاسه کړئ.