د سټرس د کمښت لپاره لس مهمې تګلارې

سټرس د بېلابېلو ناروغیو د را څرګندېدو یو له لاملونو څخه دی، چې د نه درملنې په صورت کې کولای شي افرادو ته ډېر زیات زیان واړوي. د سټرس د کچې په راکمولو کې ځینې تګلارې رول لري، چې عبارت دي له:
 
منډې وهل او پلی مزل کول
په منظمه توګه ورزش کول، بدن په سټرس باندې د غلبه کولو لپاره غښتلی کوي، خو حتا کله وخت ځینې کارونه لکه: د اپارتمان په شاوخوا کې قدم وهل کولای شي، اندېښنه مو را کمه کړي.
 
مډیټېشن
له یوه ساده او آسانه تخنیک څخه په ګټه اخیستنې، چې په تدریجي آرامتیا سره مشهور دی، کولای شو، د بدني اندېښنې له کمښت سره، په ډېره چټکه توګه د سټرس د احساس کچه د پام وړ را ټیټه کړو.
 
لامبل
تودې اوبه د سټرس د غبرګون پر وړاندې ګټورې دي. کله چې خپه او غوسه کېږو، زموږ په لاسونو او پښو کې د وینې جریان کمېږي. تودې اوبه د وینې جریان خپل لومړني حالت ته بېرته ور ګرځوي او بدن په دې باندې باوري کوي، چې په ښه وضعیت کې مېشت شي او استراحت او دمې ته چمتووالی ولري.
 
یوګا او مساج
سټرس د ادرنالین د تولید سبب ګرځي، ادرنالین د غړو د را غونجېدو سبب ګرځي او په پایله کې ادرنالین ډېر تولیدېږي، په همدې ترتیب د دې دوران د له منځه وړلو لپاره، تر سټرس لاندې غړو موندنه او د دوو دقیقو لپاره هغو ته مساج ورکول دي.
 
کافي خوب
څېړنکو په خپلو نویو څېړنو کې د نا کافي خوب او خپګان تړاو ته ډېره زیاته اشاره کړې ده او شپنۍ بې خوبي کولای شي، د خپګان احتمال شاوخوا دېرش سلنه زیات کړي.
 
خندېدل (حتا مصنوعي)
د خندا پرمهال، د خپګان احساس په ډېرې سختۍ سره خپل ځان ښکاره کوي او په همدې خاطر په خندا کولو باندې خپل ځان عادت کول، د خپګان د کمښت یوه له لارو څخه ده.
 
د قرآن عظیم الشان تلاوت ته غوږ نیول
د قرآن عظیم الشان تلاوت ته غوږ نیول ډېر زیات مهم دي؛ تاسو ته ډېر ژر بېرته آرامتیا او هوساینه در ګرځوي. تل خپله هم د قرآن عظیم تلاوت کوئ او دغه راز د بېلابېلو حافظانو په غږ کې د قرآن مجید تلاوت ته غوږ ونیسئ. د قرآن عظیم الشان تلاوت کولای شي، چې د سټرس او خپګان په را کمولو او له منځه وړلو کې مثبته اغېزه وکړي.
 
ژوره ساه وباسئ
ژوره ساه ایستنه په خپګان او غوسې باندې د غلبه کولو لپاره یوه پخوانۍ ګټوره تګلاره ده.
 
د کتاب مطالعه
ترسره شوې څېړنې څرګندوي، چې مطالعه د پلي مزل او قهوې په پرتله په سټرس باندې د غلبه کولو لپاره یوه غوره تګلاره ده.
 
مثبت فکر وکړئ، پروګرام جوړ کړئ او موخه وټاکئ
کله چې د یوه کار د ترسره کولو لپاره په خپل ځان باندې ډاډه نه یاست، تر ټولو غوره کار دا دی، چې د یوه بریالي کار یا خپلې یوې تېرې بریا په اړه فکر وکړئ او په دې حالت کې تل خپله پخوانۍ بریا در په یاد کړئ.