ځان چاسره مه پرتله کوئ!
مریم په یو ساعت کې لس کیلومتره فاصله ووهله...
حارث همدا فاصله په یو نیم ساعت کې ووهله ...
نو په دواړو کې کوم تیز ځغل وهوونکی او صحت مند شو.
یقیني زمونږ ځواب به دا وي، چې "مریم"
که مونږ ووایو...
چې مریم دا فاصله په هوار تیار میدان کې وهلې ده، او حارث په کاڼیزه لاره باندې وهلې ده...
نو بیا خو به زمونږ ځواب دا وي، چې "حارث" خو که مونږ ته معلومه شي، چې د مریم عمر ۵۰ کاله او د حارث عمر ۲۵کاله دی. نو بیا به مو ځواب دا وي.
چې "مریم"
که چرته بیا مونږ ته دا هم معلومه شي، چې د حارث وزن ۱۴۰کیلوګرام او د مریم وزن ۶۵ کیلوګرام دی.
نو بیا به مو ځواب وي چې "حارث"
تر کومه چې مونږ د مریم او حارث په هکله زیات معلومات ترلاسه کوو، او په دې، پوهیږو چې په هغوې کې کوم غوره دی.
نو زمونږ پریکړه او فیصله بدلیږي. مونږ زر او په سطحي ډول نظر او رایه ورکوو، چې له همدې امله مونږ ځان او نورو سره انصاف او عدالت نه شوکولی.
همدا ډول ځان د نورو سره پرتله کولو له کبله مونږ مایوسه کیږو، په داسې حال کې چې د هرچا چاپیریال مختلف دی، ستونزې مختلفې دي، وسایل او فرصتونه مختلف دي، په ټوله کې زمونږ ژوند مختلف دی.
که تاسو د کوم همځولي او ملګري څخه په کوم کار کې وروسته اوسئ! د دې دا مطلب نه دی، چې هغه کامیاب او تاسو ناکام یاست، هغه تکړه او تاسو کمزوری یاست.
کیدای شي کوم چاپیریال، فرصتونو او ستونزو سره چې تاسو په کوم حالات کې قرار لرئ! بیا هم د هغې غوره اوسئ!
د ژوند په منډه او ځغل کې د کمترۍ احساس مه کوئ! ځکه چې د کمترۍ احساس د ماتې لومړی پوړ دی.
وروستي