هغه منفي جملې، چې نباید خپل ځان ته یې ووایئ

خپل ځان ته د منفي جملو ویل، د دې سبب ګرځي، چې منفي ذهنیت پیدا کړئ او دا ذهنیت ستاسو په کار باندې هم اغېزه کوي، نو په دې اساس، دا جملې له ځانه لیرې کړئ.
 
ځینې کسان داسې عادت شوي دي، چې په ځینو منفي جملو سره خپل ځان ته سزا ورکړي، ناخبره له دې چې همدا جملې او عبارتونه به د دوی په لیدلوري باندې بدل شي، هغه لیدلوری، چې د خپل ځان په اړه یې لرئ، کولای شي، ستاسو د بریا یا ماتې سبب شي. که خپله بریا غواړئ، نو خپل ځان ته د دې پنځلس منفي جملو له ویلو څخه ډډه وکړئ.
 
۱ ـــ ای کاش چې دومره بد چانسه نه وای
هرڅومره چې ډېر فرصتونه وڅارئ، نو ښه چانس به ولرئ. که غواړئ کوم څه ته لاسرسی پیدا کړئ، نو لاړ شئ او ترلاسه یې کړئ. بریا په دوام ورکولو، څارلو او ثابت قدمه اوسېدو سره تر لاسه کېږي، نه په چانس سره.
 
۲ ـــ زما لپاره ډېره ناوخته شوې ده، ولې خپل ځان ته تکلیف ورکړم؟
په ژوند کې د بدلون رامنځته کولو لپاره هېڅکله ناوخته نه ده، حتا هغه کسان، چې ماتې یې خوړلې ده هم کولای شي، یو ځل بیا له خپل ځایه را پورته شي او د خپل ژوند واک په خپل لاس کې واخلي. خپل عمر ته د یوې پانګې په سترګه وګورئ او په دې باندې پوه شئ، چې د عمر په ډېرښت سره، تجربه او په عین حال کې پوهه به مو زیاته شي او بریا ته رسېدل ډېر درته آسانه کېږي.
 
۳ ـــ نور به زما په اړه څه فکر وکړي؟
په دې کې بوختېدل، چې نور ستاسو په اړه څه فکر کوي، یوازې ستاسو د سټرس د کچې د ډېرښت سبب ګرځي. هېڅکله  د دې لپاره خپل رښتینی شخصیت مه قربانوئ، چې نور د خپلې اغېزې لاندې راولئ، که ملګری مو د ساتلو ارزښت ولري، تاسو د هغه څه په خاطر، چې یاست ستایي، نه د هغه څه په خاطر، چې هغوی فکر کوي، چې واوسئ.
 
۴ ـــ زه ډېر ناپوه یم
هېڅوک د ټولو پوښتنو په ځواب باندې نه پوهېږي، نو تاسو هم د داسې یو څه په لټه کې مه اوسئ، ځکه موږ ټول خپلې ځانګړې وړتیاوې او مهارتونه لرو، د ځینو مهارتونو نه لرل، تاسو ناپوه او ناتوانه کوي نه.
 
په خپلو کمزورو ټکو باندې د تمرکز کولو او د خپل ځان ځورولو پرځای، د خپلو پیاوړو ټکو په ودې باندې تمرکز وکړئ او تر کومه ځایه، چې کولای شئ، ترې ګټه واخلئ. هر هغه کار، چې د خپلو مهارتونو په برید کې یې ترسره کړئ، په نفس باندې اعتماد به مو زیات کړي.
 
۵ ـــ هېڅوک راسره مینه نه لري او د هیچا نه خوښېږم
تاسو له دې موضوع څخه څنګه خبر شوئ؟ که په کور کې کېنئ او په دې اړه فکر وکړئ، چې نور ولې له تاسو سره مینه نه لري (د دې پرځای، چې بهر لاړ شئ او له بېلابېلو کسانو سره ناسته پاسته وکړئ) یوازې وضعیت به لاپسې خراب کړئ.
 
که په کور کې کېنئ، هېڅکله نه شئ کولای، چې د خپل ژوند شریک پیدا کړئ، که غواړئ له کوم چا سره آشنا شئ، لپاره یې هڅه وکړئ او د خپل مور او پلار او لویانو په ټاکنو او وړاندیزونو باندې اعتماد وکړئ.
 
۶ ـــ زه نه شم کولای، چې دا کار ترسره کړم
مخکې تر دې، چې لوبه پیل شي، خپله ماتې مه منئ، د درې سترو څیزونو په اړه، چې په خپل ژوند کې مو ترلاسه کړي دي، فکر وکړئ، دا کولای شي، له پوهنتون څخه فارغېدل، دنده ایزه لوړتیا یا د یوه وېبلاګ جوړول وي.
 
اوس چې دا درې څیزونه مو پیدا کړل، له خپل ځانه وپوښتئ: «دې  لاسته راوړنو ته د رسېدو لپاره مې له کومو مهارتونو څخه ګټه واخیستله؟» د دې هریوه څیز لپاره یو ځواب ولیکئ.
 
۷ ـــ فکر نه کوم، چې راسره مینه ولري، ځکه چې زما ټیلیفون، پیغام او برېښنالیک ته یې ځواب ورنکړ
د دې جملې پایله په شاوخوا نړۍ کې په فرد باندې یو ډول تمرکز ښیي او د دې سبب ګرځي، چې د خپل ژوند له اصلي موخې یانې بریا ته له رسېدو څخه لیرې شئ.
 
۸ ـــ ژوند عادلانه نه دی، ای کاش، چې اوضاع ښه وای
ژوند عادلانه نه دی. تل د ژوند په هره شېبه کې ښې او بدې پېښې رامنځته کېږي، چې زموږ له کنټرول څخه بهر دي، په پایله کې باید وې منو، خو دا چې په ښه برخه باندې تمرکز وکړو یا بده، په بشپړه توګه په موږ پورې تړاو لري.
 
تاسو کولای شئ د هغو بدو څیزونو په خاطر، چې له کنټرول څخه مو بهر دي، ډېر زیات سټرس وزغمئ، خو پوه شئ، چې دا کار به ستاسو د ښه احساس سبب نه شي. په مثبته برخه باندې تمرکز وکړئ او مهمه نه ده، چې اوس په کوم وضعیت کې یاست، ځکه په راتلونکې کې به په بشپړه توګه وضعیت ښه شي.
 
۹ ـــ له خپل بدن څخه کرکه لرم یا زه له خپل بدن څخه راضي نه یم
هېڅکله داسې مه وایئ، توپیر نه کوي، چې ډېر چاغ او یا هم ډېر ډنګر واوسئ، بدن مو یو ارزښتمن څیز دی، چې د دې دنیا هر ځای ته وغواړئ تاسو بیایي، نو پرې پام کوئ، ترڅو هغه هم په تاسو باندې پام وکړي، په هغه څه کې ډوبېدل، چې ورته د عیب په سترګه ګورئ، د وخت بېځایه تېرول او د انرژۍ بېځایه مصرفول دي.
 
په خپل بدن کې د هغو ځانګړتیاوو په لټه کې مه اوسئ، کومې چې نه مو خوښېږي، بلکې په خپلو هغو ظاهري ځانګړتیاوو باندې تمرکز وکړئ، چې فکر کوئ، ښکلې، په زړه پورې او جذابې دي.
 
۱۰ ـــ زه د هغه په برید کې نه یم
د سطحې او برید په نامه کوم څه شتون نه لري، چې تاسو وغواړئ پکې دننه یا ترې بهر واوسئ، له دې امله، له خپل ځان سره منفي خبرې کول پرېږدئ، که کوم چا ته جذب شوی یاست او غواړئ، چې ورسره ناسته پاسته ولرئ یا له هغه څخه مرسته وغواړئ، په مستقیمه او روښانه توګه ورته ووایئ.
 
۱۱ ـــ باور نه شم کولای، چې هغه دې زما پرځای ټاکل شوی وي
کینه او حسادت یو ورانونکی احساس دی، چې ډېر زیات زیان در اړوي او هېڅ ګټه نه لري. که یوه همکار مو دنده ایزه لوړتیا ترلاسه کړې ده، هغه ته هیله ولرئ او ملاتړ کوونکی یې واوسئ.
 
احتمالاً هغوی هم ستاسو په کچه د دې لوړتیا وړ ول، (حتا که داسې نه وي، هېڅ دلیل شتون نه لري چې ورسره حسادت وکړئ، په ډاډ سره ویلی شم، چې دا د هغوی ټاکنه نه وه).
 
د نه ټاکل کېدو پرمهال، تر ټولو غوره کار، چې کولای شئ ترسره یې کړئ، په مثبتو احساساتو باندې د منفي احساساتو بدلون دی، آیا داسې فکر کوئ، چې دا لوړتیا ستاسو حق و؟  په اړه یې خبرې مه کوئ، په بدل کې یې ثابته کړئ.
 
۱۲ ـــ زه ډېر شرمېدلی او خجالت یم، ای کاش، چې ورک شوی وای
موږ ټولو لږ تر لږه یو ځل د خوړو لوښی مات کړی دی، مخامخ مو له دېوال سره ټکر کړی دی یا په لاره د تللو پرمهال غورځېدلي یو؛ نو تاسو یوازینی کس نه یاست، چې له دا ډول پېښو سره مخ کېږئ.
 
که د ډېرو خلکو پر وړاندې مو یو تېروتنه وکړه او مخ مو سور واوښت، یوه ژوره ساه وباسئ او خپل ځان ته ووایئ: «دا کومه خاصه مسئله نه ده». د دې لپاره، چې شرایطو ته بدلون ورکړئ، یوه ساده او صمیمي ټوکه وکړئ، ترڅو ښکاره کړئ، چې مسئله دومره جدي نه ده.
 
۱۳ ـــ ډېره سخته او ستونزمنه ده
آیا پوهېږي، واقعاً کوم کارونه ستونزمن دي؟
ـــ دا چې په ۷۲ کلنۍ کې په دوی مارټن کې ګډون وکړئ.
ـــ دا چې د ۵۳ ساعتونو لپاره په سمندر کې په ساعت کې د ۱۷۷ کیلومترو په چټکتیا لامبو ووهئ.
ـــ په یوه یخ وهلي موټر کې د دوه میاشتو لپاره په -۳۰ ° C کې پاتې شئ.
ښه په دې وضاحت سره، له دې مواردو څخه هېڅ یو کار سخت نه دی. دې ټکي ته پام وکړئ، که په کوم څه باندې باور ولرئ، نو ور به رسېږئ، حتا که ناشونی یې تصور کړئ.
 
۱۴ ـــ نه شم کولای، چې په نورو باندې باور وکړم، ځکه ډېر زیان مې لیدلی دی
اعتماد کولو په اړه په زړه پورې ټکی دا دی، چې هر څومره لږ په نورو باندې اعتماد وکړئ، هغوی به هم په تاسو باندې ډېر لږ اعتماد وکړي، آیا ټول کسان د اعتماد کولو وړ دي؟ د دې پوښتنې ځواب په بشپړه توګه منفي دی، خو ټول افراد یو شان نه دي او تاسو هم په احتمالي توګه یو مناسب فرد نه دی پیدا کړی او په همدې دلیل اعتماد مو له لاسه ورکړی دی.
 
۱۵ ـــ ښایي زه هم تسلیم شم
ژوند یوې ویډیوي لوبې ته ورته دی، مهمه نه ده، چې څو ځله ماتې خورئ، ځکه بیا هم کولای شئ، چې دوام ورکړئ، تر کله چې تسلیم شوی نه یاست، ماتې به ونه خورئ، په پایله کې لوبه مه پرېږدئ او خنډونه لیرې کړئ او د بریا لپاره له هېڅ څیز څخه درېغ مه کوئ.
 
که غواړئ په ژوند کې د انرژي لرلو احساس وکړئ، باید د خپل ځان لپاره یو ساده انګېزه بښونکی سیستم جوړ کړئ.