د ویزې اخېستو لپاره د سن کم ښودلو زیانونه او ګټې

هغوی چې عمرونه یې له شلو کلونو زیات پورته وي، خو اروپا کې د ویزې(اسنادو) اخېستو لپاره خپل عمر ۱۶ یا ۱۷ کلونه ورکوي؛ دوه زیانونه لري.

لومړی دا چې که د پناه غوښتنې مرکز کې درباندې شک وکړي، نو ستاسې د عمر ټېسټ کوي او مکلف یاست چې له دغې مرحلې تېر شئ. که په ټېست کې له اتلسو کلونو ښکته ومنل شوئ، نو د زېر سن حقوق ترلاسه کولی شئ، خو طبي ټېسټونه مو دومره کم عمره نه راباسي چې ستاسې په ګټه وي، ښایي له اتلسو کلونو مو یو یا دوه کلونه ښکته وښيي، خو اکثریت حالاتو کې ستاسې عمر اتلس راباسي چې د زېر سن حقوق نه شئ ترلاسه کولی.

دویم دا چې که ستاسې عمر ۲۴ وي او د اروپایي هېوادونو د پناه غوښتلو مرکزونو کې ځان کم عمره (له اتلسو کلونو ښکته) وښیئ، خو له طبي ټېسټونو وروسته ستاسې عمر پوره اتلس یا نولس کلونه وټاکل شي، نو ستاسې د تقاعد سن لپاره ضرر در رسوي. دا په دې مانا چې تاسې به له خپل اصلي عمره پینځه شپږ کلونه زیات کار کوئ.

د بېلګې په توګه که تاسې ۶۵ کلنۍ ته ورسېږئ، نو باید تقاعد شئ، خو دا چې ټېسټ کې ستاسې عمر پینځه کلونه کم ښودل شوی او اسنادو کې د ثبت شوي عمر له مخې ۶۰ کلن یاست، نو باید پینځه کلونه اضافي کار وکړئ چې د تقاعد سن ته ورسېږئ. د تقاعد په مهال به ستاسې اصلي عمر ۷۰ کلونه وي.

له داسې ۳۳ کلن او ۳۲ کلن افغان ځوانانو سره مخ شوی یم چې دلته یې عمرونه ۲۵ یا ۲۶ کلونه ثبت شوي دي چې نه یې د زېر سن حقوق ترلاسه کړي او نه به پر خپل وخت د تقاعد حقوق ترلاسه کړي.

افغان ځوانان دغه کار(د عمر کم ښودل) د دوو موخو لپاره ترسره کوي:
دوی د لویدیځې اروپا هېوادونو ته د رسېدنې لپاره له څو نورو اروپایي هېوادونو تېرېږي چې هغو هېوادونو کې د دوی د ګوتو نښانونه ثبتېږي. د ډوبلېن (Dublin) قانون له مخې باید دوی هغه لومړي اروپایي هېواد ته د پناه غوښتنې د قضیې پر مخ وړلو لپاره واستول شي چې ګوتې یې ترې ثبت کړې وي، خو دا چې عمر مو له اتلسو ښکته وي، نو ډېر کم یا هېڅ چانس نه شته چې تاسې له دغه وروستي هېواده وګرځوي (ډیپورټ کړي).

دویمه خبره دا ده چې زموږ ډېری ځوانان چې بې سواده دي او کیس (هغه قضیه چې دی یې له امله په خپل هېواد کې له مشکلاتو سره مخ کړی) نه پېژني، نو د اسنادو یا ویزې ترلاسه کولو لپاره عمر کم ورکوي.

بله دا چې یو شمېر ځوانان خپل عمر د دې لپاره کم ورکوي چې وکولی شي خپل مور او پلار او له اتلسو کلونو کم عمره خویندې او ورونه په اروپا کې له ځانه سره یوځای کړي او په اسانۍ سره ویزې ترلاسه کړي.