له ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا (مقبوضه افغانستان) زموږ ناموس دی

له ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د پنجاب د استبدادي پوځ خلاف د حق ناره پورته کول د پاکستان په تاریخ بې ساري، حتا نه لیدل کېږي.

د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ له وزیرستانه پیل شو او ناره یې پورته کړه چې د پنجاب پوځ دې نور د پښتنو وینه نه تویوي او د پښتنو پر وړاندې د ترهګرۍ په نامه جګړه دې پای ته ورسوي.

دا چې دغه غورځنګ د پښتون ژغورنې په ملاتړ سپېڅلی بغاوت پیل کړی، باید هر افغان یې قوي ملاتړ وکړي او ناره یې ورسره بدرګه کړي.

یو شمېر نیوکه کوي چې ولې افغان حکومت په ښکاره د دغه غورځنګ ملاتړ نه کوي او د ډیورنډ کرښې د بطلان په اړه له پاکستاني حکومت سره نه کېني او یا ملګرو ملتونو شکایت نه کوي، ورته وایم چې اوسني شرایط او وضعیت یې نه ایجابوي.

موږ ته اوس څه پکار دي؟
تر هغې به فکري مبارزه جاري ساتو چې موږ له اقتصادي، سیاسي او پوځي لحاظه پر پښو ودرېږو. تر هغې چې پخپله د یوې مړۍ روزۍ څښتنان شو او بل ته لاس و نه غځوو.

خاوره او ولس (پښتونخوا او پښتانه) له موږ څوک نه شي وړلای او نه څوک دومره ستر ولس او خاوره هلاکولای شي. هر څه خپل اصل ته ورګرځي او پښتونخوا به که نن وي او که سبا له خپلې مور افغانستان سره یوځای شي. د برلین دېوال چې ړنګ شو، نو د اغزن تارونو ویجاړول خو دومره ستره خبره نه ده.

لر او بر لا هم یو دی!
د فخر افغان باچا خان له مبارزو وروسته پښتانه تقریباٌ د سکوت له مرګ سره مخ شول او چا دا جرئت نه شو کولای چې د پاکستان د پوځ خلاف دې یو اقلیت خو مېړنی قوم د حق ناره پورته کوي او د حق غوښتنې سپېڅلی بغاوت دې پیل کړي. پښتنو د پاکستاني پوځ خوبونه وتښتول او داسې ټکان یې ورکړ چې حتا نړیوالو رسنیو رسنیو ورته له حیرانتیا ډک سرټکي ولیکل.

منظور پښتین په یوې ویډیو کې وايي چې ''ّ پښتانه د احمدشاه ابدالي او میرویس خان بچیان دي، پښتانه د باچا خان اولاد دي.'' له دې مالومېږي چې پښتنو له لسګونو کلونو جدایۍ سربېره بیا هم خپلې کلتوري او تاریخي لارې نه دي جلا کړي او د یووالي فکر له ځانه سره لري. د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډو کې د ''لر او بر یو افغان'' شعارونه ډېر ویل کېږي چې دا د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته افغانانو د یووالي نښه ده، خو د جبر کرښې سره بېل کړي دي.

موږ دې نه یو کنه!
خاوره زموږ ده او راتلونکي نسلونه باید په دې اړه هغه وخت د یوځای کېدو تصمیم ونیسي چې موږ له هره لحاظه پیاوړي شو؛ زموږ مسوولیت او مکلفیت بیا دا دی چې خپلو اولادونو ته د ځمکنۍ بشپړتیا مینه په مغز کې پیچکاري کړو.

اوس بې وسې یو!
اوس د نړۍ استخبارات دلته خپل زور ازمایي، داسې ورځ به نه وي چې د سرتېري، طالب او عام وګړي په نامه د افغان وینه تویه نه شي. له ویرجنو خبرونو سربېره کورني سیاسي کړکېچونه لرو، ګاونډیان مو ارام نه پرېږدي، اقتصاد مو ضعیف دی او نورې ګڼې ستونزې پرتې دي.

تعلیم د بریا شرط دی!
بس تعلیم به کوو، ځانونه به د عصر مطابق عیاروو او له اوسني کړکېچن وضعیت به ځانونه باسو. تر هغې چې موږ د ټکنالوجۍ تر پولو الوت و نه کړو، فکر نه کوم چې اوسنی وضعیت دې بدلون ومومي او په سیمه کې د یو باثباته ولس او هېواد په توګه ژوند وکولای شو.

هاخوا خاوره زموږ ده، دا چې پاکستان هر ځل له افغان واکمنانو غواړي چې ډیورنډ کرښه دې ورسره لاسلیک کړي، مانا دا چې خاوره زموږ ده او افغانان د دغې قضیې یو حقوقي اړخ دی.
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار