حیرانوونکي مالومات؛ د زړه ناروغۍ د منځته راتلو وختونه  

ویې ویل: څرنګه چې زه د  زړه د ناروغیو متخصص یم نو په نړیوالو غونډو، سیمینارونو او کنفرانسونو کې د ګډون بلنې راځي. که څه هم چې په دې سیمینار کې له بلنې پاتې شوی وم، خو سیمینار په داسې موضوع و، چې زه یې ګډون کولو ته مجبور کړم. عنوان داسې و...چې د ناروغیو رامنځته کېدلو لپاره هم څه وختونه دي، دماغي شریانونو شکیدلو او دماغي سکتې وخت، شوګر( شکره) ناروغي کله رامنځته کیږي یا د زړه دوره کله راتللی شي. 

آیا د یوې ناروغۍ د رامنځته کېدلو لپاره هم یو وخت وي؟
دا هغه څه وو چې زه یې ګډون کولو ته وهڅولم.
ما ویزه ولګوله، ټکټ مې واخیستلو  او د جرمني ښار (Dusseldorf) ته مې ځان ورسولو.

په سیمینار کې د ګډون کولو سره مې هڅه دا وه، چې ټولو موضوعګانو کې به ګډون کوم، مګر د زړه ناروغیو پروګرام ته به ځانګړې پاملرنه کوم. د سیمینار په لومړنۍ ناسته کې یو جرمن ویناوال   چې د هر مذهب والا و  خو مسلمان نه و، خبرې یې پیل کړې او داسې یې وویل " د ټولې نړۍ څخه د راجمع شوو مالوماتو پر بنسټ متخصصین غواړي چې مالومه کړي چې د زړه زیاتره ناروغۍ او ستونزې، د شریانونو بندښت یا دماغي ناروغۍ، د دماغي شریانونو بندیدل یا شکیدل، د سهار اته بجې شا او خوا رامنځته کیږي
آیا تاسو په دې  هکله وضاحت غواړئ؟

زه یې وایم.: " کله چې مونږ د شپې اوده کیږو،زمونږ وینې دوران سستيږي، که شریانونه له مخکې هم تنګوالی ولري، نو د وینې د جریان مخکې خنډونه نور هم زیاتیږي، چې دا  coagulate  clots یعنې وینه مو جم کیږي، بڼه غوره کوي، خالق تعالی زمونږ جسم داسې جوړ کړی دی، چې شریانونه مو الاستیکي حالت لري چې دا د شریانونو د شکیدلو څخه مخنیوی کوي، خو کله د وینې دوران کې د وینې جم کیدل (امبولی او ترومبس) رامنځته شي نو د وینې دوران کې خنډ رامنځته کیږي، نو د زړه د حملې یا دماغي شریانونو د شکیدلو لامل ګرځي.

جرمن ویناوال د چا چې زمونږ  دین اسلام سره هیڅ تړاو نه و، هغې وویل چې له دې ستونزو هغه څوک بچ کیدلی شي چې سهار پاسیږي، که د خوب بیا اړتیا وي نو که ساعت وروسته بیا ويده کیږي نو ويده دې شي.

په دې سره زمونږ د وینې دوران نورمال او طبيعي حالت ته راګرځي، او پورته یادو شوو ستونزو مخنیوي کیږي.

مقرر خبرې کولې خو زه فکر کې شوم، دا مې ګڼله چې ویناوال  ماته دا وایي او پوه کوي مې  چې "الصلات خیرمن النوم" چې لمونځ د خوب نه غوره دی، لمونځ له خوب نه غوره دی.  خو د هغې سره مناسبې کلیمې نشته.

وګورئ!
الله تعالی اړتیاوې او خواهشات پیژني، تاسو داسې ونه ګڼئ چې سهار پاسیدل خو یو تکلیف او عذاب دی.

ځکه مونږ د خپل جسم د روغتیا په هکله نه پوهیږو. زمونږ خالق خبیر  دی. زما کلینیک ته چې غیر مذهب عیسایي یا نور خلک راشي هغوې ته د سهار پاسیدلو توصیه کوم.
د سهار پاسیدلو ګټې او نه پاسیدلو زیانونه ساینس ثابت کړي دي.