په ناټو کې د اوکراین غړیتوب او پایله به یې څه وي؟

د اوکراین او روسیې د روان کړکېچ په پایله کې د روسیې ولسمشر پوتین په رسمي توګه د روسیې تر حاکمیت لاندې د اوکراین څلور سیمې (دونیڅک، لوهانسګ خرسون او ژاپورزیا) د روسیې په قلمرو او حاکمیت پورې مربوط وګڼلي او هغوی ته یې د روسیې د تابیعت ورکولو ژمنه وکړه، یاده یې کړه چې له دې وروسته به په یادو سیمو کې د روسیې د قوانینو په اساس پرېکړې عملي کېږي.

نن چې اوکراین په یو لوی بحران کې ښکېل دی او یا هم ورسره مخ کېږي د امریکا د شومو اهدافو پر اساس خصوصاً د اوکراین د سیاسي مشرانو د غلطو طرحو او پالیسیو پر اساس به اوکراین د تجزیې طلبۍ سره مخ شي او عملً دا دی اوکراین ورسره مخ دی، په دې سره به د امپریالیزم مفکوره د قدرتمندو هېوادونو په وجود کې په ترشح پیل وکړي او په وروسته پاتې هېوادونو باندې به حملې او یرغلونه کوي، ترڅو خپل سیاسي او فزیکي قلمرونه لا پراخه کړي چې موجوده نړیوال نظام به د ځبرځواکونو د سیاسي لوبو او ناندریو په اساس له ستر ګواښ سره مخ شي، چې د هېوادونو دا ډول تعاملات د سترې جګړې اماده کوونکي عناصر شمېرل کېږي؛ که حالات همداسې په چټکۍ سره ورځ تر بلې خرابیږي ممکن یو ځل بیا په نږدې یا لري راتلوتکي کې د ځمکې په کره یوه خونړۍ جګړه مشاهده کړو، اوکراین ته مناسبه نه وه چې د نا_ټو او امر_یکا غېږ ته دې نیږدې شي، ځکه چې اوکراین د داسې یو هېواد ګاونډیتوب لري، کوم چې د امر_یکا سره یې د جګړې په برخه کې ځانګړی تاریخ موجود دی؛ روسیه هېڅ کله د خپل ګاونډي سربېره د سیمې په سطحه هم دا ډول سیاسي تعاملات او جوړښتونو ته اماده نه ده، چې پر اساس یې د جګړې پخوانی تاریخ راژوندی شي او د امر_یکا سره یوې بلې لویې جګړې ته اماده شي.

د دې پرځای چې اوکراین خپل نظامي قوت او اقتصادي قدرت لا پیاوړی کړی وای باید د روسیې سره یې اړېکو کې ښه والی راوستی وای او د روسیې سره یې ایتلاف کړی وای هم به روسیه او هم به اوکراین له احتمالي خطراتو او موجوده چیلنجونو څخه په امان وای.

له دې وروسته به روسیه د خپلې پراختیا غوښتنې له پاره څومره چې ممکن وي، کار کوي د نا_ټو غړو ته به خنډونه ایجادوي او د نا_ټو د پراختیا د مخنیوي له پاره به له هر ډول اقداماتو څخه استفاده کوي چې دا په خپله د امر_یکا او نا_ټو له پاره یو ستر چیلنج او د خطر زنګ دی، دا ځکه چې امر_یکا یو هیجمونیک قدرت دی او هغه څه چې امریکا غوښتل له کوم خنډ او ځنډ پرته یې ترسره کولی شول، کله چې د نا_ټو له خوا اوکراین ته د غړیتوب مسئله مطرح شوه اوکراین هم ورته خوشبیني ښکاره کړه، ځکه د امر_یکا له خوا اوکراین ته هر ډول ډاډ موجود و یعنې د نا_ټو د غړیتوب هغه اصل چې په غړي هېواد برید په ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږی، د همدې اصل په ډاډ سره اوکراین هم دې ته زړه ښه کړ ترڅو د روسیې سره ځان ښکېل کړي. د نا_ټو غړیتوب تر لاسه او د هغه له مزایاو څخه برخمن شي، خو دا هرڅه دوی (اوکراین) ته برعکس تمام شول.

د هر هېواد قدرت او نفوذ د اړوند سیاسینو د پالیسیو پورې مربوط دی، دولتمشران کولی شي چې خپل هېواد ته هم امنیت ورپه برخه کړي او هم یې د جګړو په میدان بدل کړي، باید چې هېوادونو د خپلو سیاسي پالیسیو په اساس د قدرتمندو او ځبرځواکونو له ښکېلاک څخه ځانونه و ژغوري.

د روسیې یواځینی مدنظر هدف چې په اوکراین یې یرغل وکړ هغه د ناټو له غړیتوب څخه د اوکراین لري ساتل و چې خپل هدف کې بریالي هم شول او په دې سره د نا_ټو نورو غړو ته هم یو لوی ګواښ متوجې کیدونکی دی او په امر_یکا باندې د دې تړون غړي تر ډېره اوس بي باوره شوي دي.

اوس نو په نا_ټو کې اوکراین ته غړیتوب ورکول ډېر ستونزمن شوي دي یعنې غړیتوب ورکول یې د یوې سترې جګړې د اعلان په معنی دی، که چېرې اوکراین ته د نا_ټو غړیتوب ورکړل شي په دې سره به د نا_ټو ټول غړي د منشور د پنځمې مادې پر اساس عملً د روسیې سره د جګړې میدان ته ښکته شي، داچې د روسیې او چین ترمنځ اړېکې اوس تر هر بل وخت ښې شوي دي له روسیې څخه به ملاتړ وکړي او په دې سره به د جګړې بڼه په یو نوي شکل صورت و مومي او د نړۍ تر ټولو لوی ځبرځواکونه به عملً جګړه کې سره ښکېل شي، د جګړې د ګټلو یواځینۍ لار د اتوم بم استعمال دی چې د هر یو لورې له خوا استعمال شو ممکن هغوی د دې جګړې ګټونکي شي؛ چې نړیوال امنیت او ثبات به له منځه لاړ شي او یوه لویه بي نظمي به رامنځ ته شي.

چې له همدې فرصت څخه په ګټنې سره که چېرې چین هم اوس و غواړي کولی شي چې د تایوان په مسله کې خپل پوځي او قهریه اقدامات ترسره کړي، له نورې نړۍ به ورته هېڅ وېره متوجې نه شي او تایوان به په مستقیم ډول د خپل قلمرو برخه وګرځوي چې دا په خپله د امپراتوریو د دور د بیا احیا او راژوندي کولو په معنی دی.