د امریکا راتلونکي انتخابات او اهداف یې

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته درېږي. 

نوموړي د خپلې انتخاباتي مبارزې لپاره سر له اوسه کمپاینونه شروع کړي دي، او په خپلو خبرو کې د نرمښت څخه استفاده کوي، داسې ادعاء کوي چې د بریا پۀ صورت کې به له نړیوالو سره د بندیزونو او زور - ځواکۍ پر ځای د ډیپلوماسۍ او د مذاکراتو له سټیج څخه په کارونې به د نړیوالې سولې او همکاریو له پاره په ګډه کار کو.

زما په نظر اوسنیو کړکېچنو حالاتو یعنې د روسیې او اوکراین کړکېچ د چین او تایوان ترینګلې مسلې ته په کتلو سره داسې اټکل کیدای شي چې له دې وروسته په نړیواله کچه امریکا د خپل پرستیج او نړیوال حیثیت ساتلو او لاسته راوړلو له پاره له نرمښت او سازش څخه کار واخلي، په دې معنی که چېرې اوس وخت کې امریکا په سیاسي صحنه کې معمولې غلطي هم وکړي، او یا هم په خپل سیاسي لیدلورې کې له نورې سخت دریځۍ او د ناټو د پراختیا غوښتنې له پاره هلې ځلې ګړندۍ کړي لرې نه ده چې یوځل بیا په سیمه ایزه او نړیواله کچه د ایتلافونو د رامنځ ته کیدو لامل شي، او د یو لوی ناورین او بحران د رامنځ ته کېدو او د درېمې نړیوالې جګړې شاهدان اوسو.

خو اوسنیو شرایطو ته په کتو سره امریکا به د یوې داسې فارمولې څخه استفاده کوي چې له یوې خوا له نورو قوتونو (روسیې—چین) سره په مستقیم ډول مخامخ نه شي ځکه چې اوس وخت کې روسیه هم د پخواني شوروي د راژوندي کیدو خوبونو تعبیر په حقیقت بدلول غواړي؛ اوس وخت کې روسیه په هر ډول پرمختللو وسلو او مډرنې تکنالوژۍ سمباله ده که څه هم له اقتصادي نګاه له امریکا څخه په کم توپېر سره وجود لري.

له بل خوا چین هم په اقتصادي او تکنالوژیکي لحاظ تر ټولو پیاوړی بریښي چې د دې دواړو هېوادونو (روسیې —چین) مشترک هدف دا دی چې په نږدې یا لرې راتلونکې کې امریکا له هیجمونیک قدرت څخه ګوښه او له دوی دواړو څخه یو د امریکا ځای ناستی شي؛ چې په خپله به بیا د دې دواړو قدرتمندو ترمنځ هم د دې واک په سر دوامداره ناندرۍ او مشکلات جاري وي، او د یو بل ضد کړنې به تر سره کوي چې دا بیا هم د نړیوالې سولې او امنیت له پاره د خطر زنګ دی.

د دا ډول احتمالي خطراتو د رفع کولو په خاطر به همدا فارموله [د سختۍ پرځای نرمښت] څخه اعظمي استفاده کوي، چې دا په سیاست کې د اهدافو د متمرکز کولو او لاسته راوړلو لپاره د یوې قوي فارمولې او ستراتیژۍ په عنوان پېژندل کېږي.

چې د دې اهدافو د ترلاسه کولو له پاره به د کانګرس له لخوا یو بل لوبغاړی که هغه پمپیو او یا د هغه نور سیالان وي، خو همدا تګلاره به پرې په عمل کې پیاده کوي.

د امریکا متده ایالاتو ولسمشران د کانګرس له خوا ترتیب شوي برنامې او تګلارې عملي کوي، او له هغې پرته بله تګلاره دوی په خپله نه شي ټاکلی.

د مثال په ډول کله چې اوباما ولسمشر شو خپله تګلاره یې د ملي یوالې او متحدوالې له پاره طرحه کړې وه، چې سپین پوستې، تور پوستې نژادي او نور تعصبونو ته یې د پای ټکی کېښود او امریکا یې سره یو موټی کړه.

کله یې چې ټرمپ رامخې ته کړو په داسې حال کې چې د هغه بل سیال ګټونکی و، خو د خپلو پالیسو د عملي کولو په خاطر یې ټرمپ رامخ ته کړو چې د هغه له پاره یې دا طرحه او پالیسي ډیزاین کړې وه چې امریکا په اقتصادي لحاظ تر هر بل هېواد پیاوړې شي، او ټرمپ د دې پالیسۍ په عملي کولو کې بریالی هم و، که فکر و کړو د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې امریکا تر هر بل وخت په اقتصادي لحاظ ډېره واکمنه شوه.

د جوبایډن طرحه او پالیسي بیا د هغوی برعکس د جګړې او سولې په برخه کې طرحه شوې وه، یعنې د ده له پاره دا طرحه وړاندې شوې وه چې د سیمې او نړۍ په کچه جګړه بنده کړي، ترڅو نړیواله سوله او امنیت قایم شي. که څه هم په دې برخه کې د امریکا یو څه اهداف ترلاسه شول خو ولې برعکس په دې طرحه کې بایډن ناتوانه شو او په افغانستان کې یې غاښ ماتونکی شکست و خوړ ځکه امریکا چې په نړیواله کچه کوم حیثیت او موقف درلوده له لاسه ورکړو؛ ځکه د نړۍ تر ټولو لویې قضایاوې به د امریکا په خوښه فیصلې کېدلې، اوس برعکس کله چې امریکا په افغانستان کې ماته و خوړه؛ نو په دې سره لومړی روسیې او بیا چین د خپلو امپراتورۍ د بیا احیا کولو خوبونه ګوری. 

عملً یې په دې برخه کې خپل کوټلې ګامونه پورته کړل چې عملي بیلګه یې روسیې په اوکرین سره له دې چې امریکا هلته نظامي حضور درلوده، په مستقیم ډول د ځمکې او هوا له لارې د جګړې میدان ته یکه تاز راودانګل چې امریکا جمعه ناټو ورته په مړو سترګو کتل او ورڅخه دفاع یې هم نه شوه کولی. چې دا په خپله د امریکا او ناټو په بیوسۍ او ماتې دلالت کوي، او هغه موقف چې دوی په ځان کې لیده هغه د لاسه ورکړ ځکه ناکامي داسې نه ده چې یو څوک دې په عملي توګه په میدان کې د مقابل جانب له خوا په ځمکه و لویږي، بلکې هغه څه چې مخکې دې ترسره کولی شول او اوس یې د ترسره کولو توان نه لرې په ناکامۍ دلالت کوي.

همدارنګه چین بیا په تایوان د یو لوی او خونړي برید خبرداری ورکړ او عملً یې د ځمکې، هوا او بهر له لارې محاصره کړ، دا کړکېچ هغه وخت لا ګرم او حساسو حالاتو ته داخل شو کله چې د امریکا له خوا لوړ پوړې امنیتي چارواکې تایوان ته د نظامي همکارۍ او ډاډ په خاطر راغلي وه، چې په دې سره چین دا ورته په ډاګه کړه که چېرې د تایوان په مسله کې هر کوم بل هېواد دخیل شي نو ډېر درنه به ورته تمامه شي.

بایډن پسې به یو بل لوبغاړی سیاسي صحنې ته را دننه کوي ترڅو خپل اعتبار پرې ترلاسه کړي، خو اما دا په عمل کې اوس ډېره ستونزمنه ده، ځکه امریکا په خپلو تعهداتو کې تر ډېره پاتې راغلې او نه شي کولی چې په اسانۍ سره د لاسه ورکړی اعتبار خپل کړي.

ځکه جو بایډن وایي په نړۍ کې د امریکا اعتبار او اثر رسوخ د له منځه تلو په حال کې دی، او د دې کار پړه په ټرمپ اچوي وایي: ټرمپ زمونږ د دښمنانو حوصله افزائي کړې ده، بایډن وایي چې د شمالي کوریا څخه راواخله بیا تر ایرانه، له شام نه تر افغانستانه او بیا وېنزویلا پورې، امریکا چې د سلامتیا له اړخه کوم امتیازات درلودل هغه له خاورو سره خاورې شوي دي، او د هغې لاسته روړل اوس وخت کې ډېر ستونزمن شوي، ځکه امریکا یې د ټولې نړۍ له پاره یو ستر رقیب او دښمن معرفي کړ.

امریکا افغانستان ته د جوړولو له پاره نه وه راغلي، او نه هم پرې پيسې زياتې شوي وې دلته یې اوږد مهاله اهداف لرل او هغه یې تعقیبول او د لاسته راوړلو له پاره یې هر ډول قربانۍ ورکولې.

امریکا چې د هر هېواد څخه وتلې ده نو هغه هېواد یو ولاړ دیوال هم روغ نه دی پریښی چې ښه مثال یې عراق دی کله چې دوی له عراق څخه وتل نو جوړ عراق یې له خاورو سره خاورې کړ چې اوس هم د هغې له اثراتو خالي نه دی.

اما له افغانستانه څخه چې دوی وتل په مادي لحاظ نه خو په معنوي لحاظ یې ډېره سخته ضربه افغانستان ته واړوله یعنې خپله مفکوره یې په افغانانو تحمیل کړه، او زیات افغان یې د خپل فکر په ټال کې و زنګول او د هغې مفکرې څخه د افغانانو راویستل یوه ډېره ستونزمنه خبره ده. ځکه فکر جوړونه څو لسیزي وخت نیسي