د زړه بې دروازې دهلیزونه

خدای زړه ته دهلیزونه ورکړل، د وینې او مینې خونه یې کړه خو د دغو خونو او دهلیزونو دروازې یې ور نه کړې، د  غړو ترمنځ د اړیکو اورشتو ساتلو لپاره یې رګونه-تارونه ور وغځول. خو پیل یې هم له زړه کړل او ختم یې هم بیرته پر همده کړل.

مینه، لوروینه، پیرزوینه او ټول هغه حواس چې موږ  اخلاص، ښه خوی او سالم انساني چلند ته رابولي هغه د ژوند او ژوندیو سره د ګډېاستوګنې اصول ټاکل شوي.

د اردو د نوي عصر ځوان شاعر تهذیب حافي وایي؛ مینه او اړیکې هغه موضوعات دي چې تر ډیر پرې ژور بحثونه نه کیږي، چې بایدوشي. له بده مرغه یې یا خلک شرم ګڼي یا پرې کم پوهیږي؛ زموږ د انتساب په کتابونو کې چې په وړوکوالي کې موږ ته کومې غزلې راولوستل شوې، د سترو مینه پالو شاعرانو چې هغوی پکې بحث د ژوندیو ترمنځ د اړیکو او د مینې کړی و، موږ ته ښوونکو ددې لپاره چې په “اخلاقي دایره” کې پاتې شو، وویل چې دا یې د حقیقي مینې یا د خدایي مینې او یا د پلار او مور په خطاب کې لیکلې دي.

د مینې او اړیکو په تعریف کې موږ ټول پوهیږو چې حقیقي مینه او له ژوند او ژوندیو سره مینه څرګند وضاحت لري.

له یوه فلسفي یې وپوښتل چې؛ علاقه یا اړیکه څه ده؟ هغه ورته وویل زه درته دا نه وایم چې مینه یا علاقه څه ده، زه درته دا ویل شم چې له چا سره مینه څه ده!!

فیلسوفان، شاعران، لیکوالان، د انساني خواصو څیړوونکي، ارواپوهان. ټول په دې ستړي دي چې د انساني اړیکو او مینې مفهوم په سالمه توګه ولیږدوي او د زړه ترمنځ د رشتو راز تر یوه حده رابرسیره کړي خو پای یې نه دی موندلی.

حافي یو ځای کې وایي؛ هر هغه څه چې انسانونو ته څرګند شي او پوره پوهه یې پرې حاکمه شي نو نور ورپسې نه ګرځي او نه یېچیړي خو، انساني اړیکې، مینه او علایق هغه څه دي چې خلک یې په تجسس کې مړه کیږي، پسې ورکیږي، ځان پسې خواروي خوپریږدي یې نه، لا یې لټوي او پلټي یې ځکه تر اوسه ورته دا مجهوله او معمایي کیسه ده چې مینه، پیرزوینه او انساني اړیکه څه ده؟

ځینې لویدیځ او د لرې ختیځ لیکوالان وایي مینه هنر دی، چې ځان پسې محوه کړې نو یې پیدا کړې. د هر بل هنر په څیر چې ورځ اوشپه پسې یوه کړې نو بیا یې مومې.

ځینې وایي دا یوه جذبه یا یو حس دی؛ نو د انسان ټول حواس له دې حسه سرچینه اخلي. که غوسه ده، که خوښي ده، که خفګان اوسوځیدل او ځوریدل.. د انسان په وجود کې کابو تر دیرشو حواس دي چې ټول په مستقیم او غیر مستقیم ډول له زړه سره تړلې دي او پیلاو پیلامه یې شاید مینه وي.

انساني چلند او انساني اړیکې او زړه سره د زړونو نښلیدل لایتناهي راز او معما ده او لکه ګرداب چې څومره په دغه راز کې ډوبیږې نوورکیږې او ښایي کله کله یې څه نا څه درک هم کړې. لږه دې ترې پوهه خړوبه شي خو د دغه ګرداب تر تله لا څوک نه دي رسیدلي. 

استاد وفا سمندر به ویل؛ مینه په کولو کیږي، مینه په کولو نمانځل او پالل کیږي.

نو د انساني اړیکې او زړونو لوستلو لپاره مینې او زړه ته کوزیدل پکار دي، کول یې پکار دي! د وچې لامبو وهل نه دي.

خدای ج هم زړه ته تر ذهنه او بل هر غړي ډیر ارزښت ورکړی، د ایمان، توکل، عقیدې او اُنس مرکز یې ګڼلی چې څوک یې ګمراه یاد کړینو په زړه یې ورته د پردې خوریدو خبره کړې. 

د خلکو ترمنځ اوس هم دا معما پاتې ده چې ذهن که زړه ؟ او د تجسس دا لړۍ به لا دوام لري!! او د زړه په بې وره دهلیزونو کې به ګرځیدل او لټون روان وي او مینې، پیرزوینې او اړیکې به پالل کیږي خو ددې ټکو مفهومونه به لا ورک وي، او لا ورک ښه دي چې خلک یې په لټون کې مئین شي، انسان پالنه دوام وکړي، ژوند پرې اباد وي. ځکه که څوک یې تر پایه ورسیدل او پرې پوه شول نو ښایي نور یېپریږدي او ورته شا کړي.