بریالي او غوره ښوونکي د تدریس او له زده کوونکو سره د اړیکې لپاره ځانګړي قوانین لري، چې د هغوی د بریا سبب شوي دي، د دې قوانینو وړاندیز د نویو ښوونکو لپاره کېږي.
د دې لپاره آسانه او ساده قوانین او اصول، چې د غوره ښوونکو برخه شئ
په تدریس کې د بریا لپاره هېڅ لومړنۍ طرحه شتون نه لري، پرځای یې د تدریس لپاره یو میلیون تګلارې په لاسرسي کې دي. په عمومي توګه دوه ښوونکي یو بل ته ورته نه دي، لکه څنګه چې دوه ښوونکي په تدریس کې یو بل ته ورته نه دي، په هر صورت، یو لړ ځانګړي قوانین شتون لري، چې په تدریس کې د بریا لپاره یې باید په یاد ولرئ.
په دې لیکنه کې د قوانینو په یوې ټولګې باندې رڼا اچول کېږي، چې ښوونکي باید پرې پوه شي او پر بنسټ یې پرمخ لاړ شي، په دې قوانینو کې د تدریس ټول اړخونه شاملېږي، څه په ټولګي کې او څه له ټولګي څخه بهر او له زده کوونکو سره ستاسو د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې ستاسو وړتیاوې او اغېز ښندنه زیاتوي.
د نویو ښوونکو لپاره د غوره او بریالیو ښوونکو وړاندیزونه
۱ ـــ د خپل زده کوونکي د غوره لېوالتیا پر بنسټ عمل وکړئ
تل داسې چلند وکړئ، چې د زده کوونکو لپاره مو غوره دی، ځکه د هغوی ګټې لومړیتوب لري. هر کله مو چې تصمیم ونیوه، له ځانه وپوښتئ: "آیا دا د زده کوونکو په درد خوري؟" که نه شئ کولای کوم ځواب ترلاسه کړئ، نو په خپل تصمیم باندې له سره کتنه وکړئ.
۲ ـــ مهمې اړیکې ټینګې کړئ
په ښوونځي کې له زده کوونکو او نورو افرادو سره ښې او ګټورې اړیکې رامنځته کړئ. له زده کوونکو، همکارانو، مدیر او له والدینو سره د پیاوړو اړیکو رامنځته کول به مو کار آسانه کړي.
۳ ـــ د خپلو قوانینو او هیلو په اړه پرېکنده واوسئ
د ښوونځي په لومړۍ ورځ خپل قوانین، اصول او هیلې په روښانه توګه تنظیم کړئ او وروسته له زده کوونکو سره شریک او پرې وغږېږئ، ځکه زده کوونکي نه پوهېږي، چې څنګه ستاسو د هیلو پر وړاندې ځواب ویونکي واوسي، له دې امله، ټینګ، انصاف لرونکی او دغه راز سمون لرونکی واوسئ، ترڅو د ټولګي چارې په هوساینې سره پرمخ لاړ شې.
۴ ـــ عادل او ثابت قدمه واوسئ
زده کوونکي په دې اړه ډاډه دي او په چټکه توګه توپیرونه درک کوي، هغه وړتیا او اړیکې، چې د رامنځته کېدو لپاره یې تاسو ډېره هڅه کړې ده، د هغوی ترمنځ د توپیرونو په منلو یا د له بریده زیات تعصب په ښودلو سره یې مه کمزوري کوئ.
۵ ـــ چمتو واوسئ
چمتو اوسېدل بریا نه تضمینوي، خو د چمتووالي نه شتون یې احتمال کموي. د خپل چمتووالي لپاره وخت په پام کې ونیسئ، ترڅو زده کوونکي مو بوخت نه کړئ او د درس وخت ونه نیسئ، د هرې ورځې درس مخکې تر مخکې چمتو کړئ او له بشپړ چمتووالي سره ټولګي ته ننوځئ.
۶ ـــ هره ورځ نوی څیز زده کړئ
تدریس د زده کولو لپاره ډېر زیات فرصتونه ستاسو په واک کې درکوي، له دې کبله باید تاسو د نویو څیزونو له زده کولو سره مینه او لېوالتیا ولرئ. باید هڅه وکړئ، چې هره ورځ د خپل تدریس بڼه آپډېټ کړئ، حتا که کلونه کېږي، چې د تدریس چارې پرمخ وړئ.
۷ ـــ شخصي ستونزې مو ښوونځي او ټولګي ته مه داخلوئ
هېڅکله خپلې شخصې ستونزې او مسایل ټولګي ته مه داخلوئ، زده کوونکي باید په دې باندې پوه نه شي، چې څه څیز تاسو ځوروي.
۸ ـــ کورنۍ ښکېل کوئ
والدین کولای شي، د خپلو اولادونو د زده کړو په بریا او ناکامۍ کې رول ولري. تاسو د یوه ښوونکي په توګه باید خپلې دندې په سمه توګه پرمخ یوسئ او والدین د هغوی د اولادونو د زده کولو په بهیر کې ښکېل کړئ، ډېر زیات فرصتونه رامنځته کړئ، ترڅو والدین په زده کړو او د ټولګي په فضا کې، له تاسو سره همکاري ولري.
۹ ـــ له خپلو زده کوونکو څخه ساتنه وکړئ
په هره بیه، چې وي باید له خپلو زده کوونکو څخه ساتنه وکړئ، دا ستاسو دنده ده، چې د هغوی له خوندیتوب څخه په هر وخت کې ډاډ ترلاسه کړئ، د خوندیتوب اصول تل په ټولګي کې تمرین کړئ او هېڅکله اجازه مه ورکوئ، چې زده کوونکي بې پروا چلند ولري. له ښوونځي څخه بهر د خوندي چلندونو په اړه یې هم خبر کړئ.
۱۰ ـــ له خپل ځان څخه ساتنه وکړئ
یو ښوونکی نباید خپل ځان په داسې ځای کې مېشت کړي، چې دندې یا خپله ده ته زیان ورسېږي، تاسو باید له خپل شاوخوا چاپېریال څخه خبر واوسئ او هېڅکله اجازه مه ورکوئ، چې اعتبار مو تر پوښتنې لاندې راشي. په هوښیارۍ سره کولای شئ، چې هر وخت له خپل ځان څخه ساتنه وکړئ.
۱۱ ـــ له مدیر سره هوکړې ته ورسېږئ
له مدیر سره د ښوونکو ښې اړیکې، ښوونیز چاپېریال ګټور او ترې ملاتړ کېږي، د مدیر تصمیم ته درناوی وکړئ او درک یې کړئ، ځکه هغه ډېر زیات مسؤولیتونه لري.
۱۲ ـــ خپل زده کوونکي وپېژنئ
یو وخت په پام کې ونیسئ، ترڅو پوه شئ، چې زده کوونکي مو له کوم کار سره لېوالتیا لري او لېوالتیاوو ته یې په خپل درس کې ځای ورکړئ، دا کار نه یوازې هغوی په زده کړو او زده کولو کې بوختوي، بلکې د دې سبب ګرځي، ترڅو له هغوی سره اړیکه ټینګه کړئ او ښکاره کړئ، چې په ښوونځي کې له کړنو څخه یې زیات هغوی ته ارزښت ورکوئ.
۱۳ ـــ ښه اورېدونکی واوسئ
تل لېوالتیا ولرئ، ترڅو د نورو، په ځانګړې توګه د خپلو زده کوونکو خبرو ته غوږ ونیسئ. د هغوی له فیډبک څخه د خپلو کړنو د ښه والي لپاره ګټه واخلئ، ځواب ویونکي ښوونکي وخت په پام کې نیسي، ترڅو د نورو له خبرو څخه زده کړه وکړي، ځکه پوهېږي، چې هېڅوک بشپړ نه دی او خپله به هم یو لړ بدلونونو ته اړتیا ولري.
۱۴ ـــ د خپلو تېروتنو مسؤولیت ومنئ
تېروتنې مو ومنئ او اصلاح یې کړئ، ځکه ښوونکي هم تېروتنې کوي. تېروتنو ته په پام او له هغو څخه پند اخیستنه، د خپلو زده کوونکو لپاره یوه مثبته بېلګه واوسئ.
۱۵ ـــ له نورو ښوونکو څخه لارښوونې ترلاسه کړئ
همکار ښوونکي کولای شي، د زده کړو لپاره، ستاسو سرچینې وي، له هغو تجربو او مطالبو څخه هم ګټه پورته کړئ، کوم چې هغوی یې شریکوي.
۱۶ ـــ نرم او انعطفاف منونکی واوسئ
له همغږي اوسېدو او بدلون سره لېوالتیا ولرئ، تل نوي څیزونه شتون لري، چې وې ازمویئ او داسې موارد شتون لري، چې باید ښه والی پکې رامنځته شي، ځینې غوره ښوونیزې شېبې، خپل ځان ته له انګېزې ورکولو څخه دي، له دې امله د بدلون پر وړاندې د مقاومت کولو پرځای یې ومنئ.
۱۷ ـــ هېڅکله زده کوونکی مه شرموئ
هېڅکله زده کوونکي، په ځانګړې د همزولو پر وړاندې یې مه شرموئ، که غواړئ هغوی ته له یوې موضوع څخه یادونه وکړئ، یا سزا ورکړئ او یا هم دغه راز اصلاحات رامنځته کړئ، دا کار په خصوصي او هوښیارانه توګه ترسره کړئ. ستاسو موخه داده، چې د ښویېدو پرمهال هغوی ته زده کړې ورکړئ او ورته لارښوونه وکړئ، نه دا چې په هغوی کې د ګناه او بدۍ احساس رامنځته شي.
۱۸ ـــ هڅوونکی واوسئ
د خپلو زده کوونکو تر ټولو غور هڅوونکی واوسئ، هېڅکه هغوی د کوم کار له ترسره کولو څخه مه ناهیلي کوئ، د زده کوونکو له ځانګړو اړتیاوو سره آشنا کېدل او د بریا په تګلوري کې د هغوی مېشت کول، موخو ته د هغوی د رسېدو بهیر چټکوي، د اړتیا په صورت کې، کولای شئ هغوی سم لارې ته را وګرځوئ.
۱۹ ـــ د خپلو زده کوونکو په کارونو کې ځان ښکېل کړئ
غوره ښوونکي د زده کوونکو په فعالیتونو، لکه: ورزش، او کنسرت کې ګډون کوي، ترڅو یې حامي او ملاتړ کوونکي واوسي، دا کوچني اقدامات ستاسو د زده کوونکو لپاره مهمه مانا لري.
۲۰ ـــ پرله پسې مثبت فیډبک رامنځته کړئ
هڅه مه کوئ، چې یوازې په نمرو پورې ونښلئ او هېڅ دمه رامنځته نه کړئ، کله چې یو کار ستړی کوونکی شو، خپل ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې جوړونکي او مثبت فیډبکونه په اوږد مهال کې کولای شي، ډېر زیات ارزښت ولري، ځکه زده کوونکي د خپلو کړنو په اړه د بیا کتنې لاندې راتللو پرمهال، بېلابېل څیزونه په ښه توګه زده کوي.
۲۱ ـــ له خپل کار څخه خوند واخلئ (له خپلو زده کوونکو سره ښه وخت تېر کړئ)
له خپل کار او له خپلو زده کوونکو څخه، چې تاسو ته پام کوي او ستاسو له اوامرو څخه پیروي کوي، خوند واخلئ. زده کړه ښایي، لږ بې نظمه، بې ترتیبه او ګډوډه وي، خو غوره ده، چې دا ټولې پېښې ومنئ او دا سختۍ له بریده زیاتې جدي مه نیسئ.
۲۲ ـــ تل خبر واوسئ
تل خبر واوسئ او په عمومي تګلارو او سیاستونو باندې پوه واوسئ، که د کوم څه په اړه ډاډه نه یاست، غوره ده، چې پوښتنه وکړئ او تل د خپلو فرضیو پر بنسټ چلند مه کوئ، باید د تدریس په قوانینو باندې پوه واوسئ او تل ترې پیروي وکړئ؛ دقیقاً لکه څنګه چې هیله لرئ، زده کوونکي هم د ټولګي په قوانینو باندې وپوهېږي او له تاسو نه پیروي وکړي.
۲۳ ـــ له ښوونځي وروسته یو وخت د خپل ځان لپاره ځانګړی کړئ
یو وخت د خپل ځان لپاره ځانګړی کړئ، ترڅو له کاري او د ښوونځي له فشار څخه بهر شئ، هر ښوونکی بوختیاوې او تفریح ته اړتیا لري، چې هغوی ته د دې شونتیا ورکوي، د ښوونځي له سټرس څخه واټن واخلي. ښایي تدریس ستاسو د ژوند لویه برخه ونیسي، خو نباید ټول ژوند مو ورته ځانګړی شي.
وروستي