د مدیریت طبيعي استعداد

که تاسې لاندې ځانګړنې لری نو د مدیریت (اداره کولو) طبيعي استعداد لرونکي ياست. 

1ـ منظم (Organised) یی؟
که مو کړنې مرتبې، مسلسلې څنګه چې پکار ده ترسره کوئ، هر څه ته فکر او سنجش کوئ، په لږو امکاناتو له سیالاتو سره رقابت کوئ، هر ډول شرایطو سره ځان عیاره وی  نو تاسې د لومړی خاصي لرونکې یی. 

2ـ اصلاح کوونکی (Reformer) یی؟
دا ډول خلک نیمګړتیاوې ژر پیژني، کمیو او کاستیو ته متوجه کیږي. ښه خو لا دا ده چې سمدلاسه د سمون اقدام کوي، که په لار، کور، دفتر او نورو ځایونو کې د ګډوډیو پر واړندې لومړی کس یی چې لاس پکاریږي نو ته دا دويمه ځانګړتیا هم لرې. 

3ـ نوښتګر (Creative person) یی؟
خارق العاده کارونه د دې خلکو مشهود صفت ده. د اموراتو ترسره کولو او د ستونزو د حل لپاره نوې لارې لټوي، معماوو په حل کي برلاسي دي، ګونګ او مبهمو حالاتو کې د نظر او رایې خاوندان دي. دا خلک د اصولو او قوانینو کامله پیروي نه کوي. په خودي فکر ډاډه او عمل کوي. که د ستونزو پر مهال نه پوهیږي څه وکړی منجمد ولاړ ياست حرکت نکوي نو تاسې د دې ځانګړتیا لروونکي نه ياست.