جي سېون ( G7 ) او د نړۍ اوسنی بحراني اقتصادي وضعيت!

له هر څه لومړی بايد د ۷ ډله  (جي سيون) په سازمان او غړو هېوادونو وغږېږو چې دا څه ډول سازمان دی، کوم هېوادونه یې غړيتوب لري ، ولې (جي سيون) ورته وايي ، کومې دندې پرمخ وړي او له کومو ننګونو سره مخ ده؟
 
د ۷ ډله یا (جي سيون) د نړۍ د سترو ۷ اقتصاد لرونکو هېوادونو  څخه جوړ يو سازمان دی چې (کاناډا، فرانسه، جرمني، ايټاليا، جاپان، برتانيا او امريکا متحده ايالات یې غړي هېوادونه دي.
 
په ۱۹۷۵ زېږدي کال کې د لومړي ځل لپاره د ددې ډلې غړي شپږ هېوادونه د اوږده اقتصادي بحران څخه د نړۍ د وتلو لپاره  ( د پلانونو او ممکنو نظرو د تبادلې) په موخه سره  لومړی ځل کېناستل، او بيا وروسته ، روسيه او کاناډا هم په دې ډله کې شامل شول.
 
د (۷ ډلې) هرغړی هېواد  په دوراني ډول د يو کال لپاره د جي سيون مشري پرغاړه اخلي او هر کال یې د مشرانو ناسته د دوو ورځو لپاره ترتيب شوې وي، د همدې ۲۰۲۲ کال ۴۸ مه ناسته یې په جرمني کې د جون له ۲۶ مې تر ۲۸ مې ترسره وشوه، د ناستې اجنډا  یې د روسيې پر وړاندې د اوکراین د ملاتړ ، نړیوال خوراکي خوندیتوب، د جنډر مساوات او د اقلیم، انرژۍ او روغتیا په اړه "په ښه راتلونکي کې د پانګونې" په اړه خبرې وې. راتلونکې غونډه به یې د ۲۰۲۳ کال په مې کې په جاپان کې ترسره شي.
 
که څه هم د (۷ ډله) تر نيوکو لاندې ده ، خو په يو څه برخه کې لکه د ايډز، ملاريا او سل ناروغيو پر وړاندې يې له ۲۰۰۲ څخه کارونه يو څه موثر واقع شوي او  په نړۍ کې یې له دې شر څخه د ژغورلو کوششونه يې يوه اندازه محسوسېږي.
 
چين د نړۍ له دويم ستر اقتصاد سره سره ددې ډلې غړی هېواد نه دی ځکه دوی استدلال کوي چې نفوس ته په کتلو یې د سړي سر کلنی عايد لوړ نه دی نو ځکه په (جي ۷) ډله کې نشي شاملېدلی.
 
روسيه له ۱۹۹۸ څخه ددې ډلې غړی هېواد و ، او ددې سازمان نوم هم له جي۷ څخه (جي ۸ ) ته واوښت خو د اوکراین د مسئلې له امله په ۲۰۱۴ کې ددې ډلې له غړيتوب څخه ويستل شو او بيرته دا ډله (جي ۷) ته واوښته. که څه هم ډونالډټرمپ ددې کار مخالف و او دی.  په خپلو مرکو کې یې په ځلونو ویلي وو چې له روسيې سره بايد د مېز پر سر ددې ستونزو په اړه خبرې وشي په يو اړخيز ډول د جي ۸ له ډلې څخه د روسيې ايستل  مناسب او سم کار نه ګڼي.
 
دا ډله په خپل منځ کې ژور اقتصادي مخالف نظرونه هم لري، د مثال په توګه يې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نورو غړو هېوادونو د پلانونو ښکاره مخالف و او د هغه د ولسمشري پر وخت ددې ډلې په غونډو کې په وارداتو د مالياتو مسئلې،  نړيوال چاپیريال او اقليمي تغييراتو په برخه کې د ګروپ د ټولو غړو څخه ټرمپ برعکس نظر درلود او په ښکاره یې ددې ناستې د نورو غړو هېوادونو پرخلاف ځانګړې بيانيه ورکړه، سربېره پر دې د اوسني سياسي  او اقتصادي نړيوال حالت  له امله هم د جي سيون ډله تر نيوکو لاندې ده.
په ورته وخت کې د افريقا له لويې وچې ، لاتينې امريکا، او جنوبي نيمې کرې څخه یو هېواد هم ددې ډلې غړی نه دی ، د هند او برازيل په تيزي سره مخ پر وده اقتصاد ته په کتلو دا دواړه هېوادونه هم هيڅ استازي په دې غونډه کې نه لري.
 
د نړۍ د اقتصادي چارو د کارپوهانو د وړاندوينې له مخې دا اقتصادونه چې موږ یې يادونه وکړه او د جي سیون غړي نه دي، تر ۲۰۵۰ کال پورې له جي ۷ څخه مخته کېږي.
 
جي ۷ ډلې په خپلې سږنۍ  ناسته کې چې د جون له ۲۶ مې تر ۲۸ مې په جرمني کې جوړه شوې وه ،هوکړه کړې چې د روسیې د تېلو لپاره نرخ وټاکي ترڅو یې روسيه تېل په لوړه بيه ونه پلوري او په دې سره د اوکراين په جګړه کې د ماسکو وړتيا ته له مالي اړخه زيان ورسوي.
 
خو په مقابل کې یې د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: هغه شرکتونه چې په نرخونو محدودیت وضع کوي د روسیې تېل به ترلاسه نه کړي. اروپايي اتحادیه پلان لري چې د دسمبر له ۵ څخه د روسیې په خام تېلو بندیز ولګوي.
 
تر بل هر وخت نن سبا د نړيوالې سوداګري بنسټيز اصول تر ډېره حده له منځه تللي دي ،د سوداګري لومړی قاعده دوه اړخيزه ګټه وه خو اوس په يو اړخيز ډول هرډول سياسي کمکش کې اقتصاد قرباني کېږي او هيڅ شی د دقيقې وړاندوينې وړ نه دی، په هروخت کې د نړۍ په اقتصاد کې نن سبا هرڅه پېښېدلی شي او ستر هېوادونه لکه امريکا ، اروپا،جاپان او نور هرڅه د خپلو سياسي ، اقتصادي او نظامي ګټو قرباني کولای شي.
 
امريکا او اروپا او په ځانګړي ډول (جي سېون) پلان لري  راتلونکی اوونۍ د روسيې د نفتو لپاره اندازه تعيينه کړي چې بايد له روسيې څخه هره بوشکه نفت په ۶۰ ډالر وپېرل شي ، خو روسيې بيا بيا خبرداری ورکړی دی چې هر هېواد چې د امريکا او دهغه د همګټو هېوادونو پر پل ږدي پر هغو به يو څاڅکی تېل هم ونه پلوري او د روسيې د ستر نفتي شرکت ګازپرو مشر اليکسي مېلر وويل چې  د اروپايي اتحادیې لخوا د تېلو پر بيو يو طرفه محدوديت له اروپا سره د قرارداد او په عموم کې د نړيوال تجارت له اصولو  بشپړه سرغړونه ده.
 
له بلې خوا د اقتصادي چارو د نړيوالو کارپوهانو په خبره د روسيې د نفتو لپاره د جي سيون لخوا د بيو ټاکل ددې سازمان د ضعف ښکارندوي کوي او دا د دوی د قدرت نښه نه ده، ځکه چې په لومړيو کې په بشپړ ډول د روسيې د نفتو د بندولو خبره شوې وه خو اوس ورته بيه ټاکل کېږې او له دې معلومېږي چې لويديڅ څومره د روسيې منابعو ، تېلو او ګازو ته اړتيا لري او له هر ډول افتصادي او ډييلوماټيکو لارو هڅه کوي چې د پېر لپاره يوه بديل لاره پيدا کړي.
 
لويديځ د روسيې او اوکراين د کړکېچ له پیل څخه يانې له فبروري څخه پر روسيې فشارونه ډېر کړي دي او دا ددې لامل شوي دي چې د برېښنا، سون توکو او خوراکي موادو لپاره په اروپااو متحده ايالاتو او ان په ټوله نړۍ کې سخت  اقتصادي بحراني حالت رامنځته شي او د پوتين په خبره له دې بنديزونو څخه د لويديځ هدف د هغو  ميليونونو کسانو د مرګ کندې ته ورغورځول دي چې لا له وړاندې د ژوند ښې اسانتياوې نه لري.
 
که په لنډ او خلاصه ډول یې ووايو اروپا د (روسيې – اوکراين ) د کړکېچ تر ټولو اصلي بايلونکې ده، امريکا وکړای شوای د روسيې ارزانه بيه انرژي، معدني ، غذايي او کيمياوي سرې څخه د اروپا لاسونه پرې کړي او په دې سره د اروپا اقتصاد ضعيف کړي ، په پايله کې یې په اروپا کې په زرګونو لويې او کوچنۍ کارخانې او فابريکې وتړل شوې او ځينې یې امريکا ته وکوچېدې، د يورو ارزښت ريکارډ کچې ته راوغورځېد، د کار روزګار د نه شتون له امله په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې لاريونونه او مظاهرې روانې دي،  امريکا له اروپا څخه د اوسپنيز نظامي او اقتصادي دېوال تاوولو په لټه کې دی اوکله چې د بالټيک هېوادونو او ان فنلنډ تر سرحدونو پورې د هغوی د نظامي ملاتړ په پلمه پوځي لاس چاپېر کړي ، نو په سياسي ، نظامي او اقتصادي لحاظ به اروپا بشپړه ځانته ته محتاجه کړي بيا به له روسيې سره د اتومي وسلو د کمولو په هدف هڅې پيل کوي او په ځان بسيا اروپا به په هره برخه کې د ځان محتاجه او اړمنه کړي. او لکه څنګه یې چې د نورډ سټريم  نل ليکو ته یې د برتانيا په مرسته  چاودنې ورکړې دا يو روښانه ثبوت دی چې امريکا غواړي اروپا د ځان لاسپوڅې او د ځان اړمنه کړي او هڅه کوي له هرې لارې یې له روسيې سره له مرستې راوګرځوي. اوس امريکا اروپايانو ته روسيې ته د بيرته ورګرځېدلو هيڅ پوزه نه ده ور پرېيښې او دا چې اروپايي مشران پوهېږي چې بله لاره د بيرته تګ نشته نو یې د ملامتيا او چادونو پړه بيرته پر روسيې ور واچوله. روسیې د نل ليکو د چوشتو په بندولو سره ګاز بند کړی دی او هيڅ اړتيا یې نه لرله چې خپلې نل ليکې چې د خپل هېواد لپاره یې د وینې د رګونو په شان اهميت لري منفجرې کړي، اوس اروپا په بشپړ ډول د امريکا غېږې ته ورغورځېدلې او دا چې څومره نوره به یې امريکا د ځان محتاجه کړي وروسته به معلومه شي.