زه د دين په اسانۍ ایمان لرم!

لکه څرنګه چې مونږ پر الله جل جلاله، ملایکو، کتابونو، رسولانو او د اخرت په ورځ ایمان لرو، نو هر مسلمان ته په کار ده چې د دین پر اسانیوو معتقد او ایمان ولري او ځان له ډیر تکلف او تشدد څخه وساتي، ځکه چې د انسان د خوښۍ او خوشحالۍ یو ستر لامل د سپېڅلې دین اساني ده، دیته ورته الله تعالی په قرآن عظیم الشآن کې په کراتو کراتو فرمایلي دي.
ژباړه: "مونږ دا قرآن پر تا د دې لپاره نه ده نازل کړی چې ته په کړاو، تکلیف او تشدد کې اخته او ښکیل شي"
ژباړه: "الله تعالی هیڅ نفس ته د هغه له وسې نه پورته مسؤولیت نه متوجه کوي"
ژباړه: "او په دین کې یې پر تاسې څه تنګي نه ده راوستې"

او همدارنګه حضور پاک صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي.
ژباړه: "بېشکه دین اسان او یو څوک چې له دین سره مقابله کوي، دین پرې غالب کیږي، سمون وکړئ او یو بل ته نږدې شئ او زیری تر لاسه کړئ"

او همدارنګه حضور پاک صلی الله علیه وسلم په دوهم روایت کې فرمایلي دی.
ژباړه: "ستاسې غوره دین هغه دی، چې اسان وي"
نو د پورتنیو آیاتونو او احادیثو څخه معلومیږي، چې دین کاملا اسان او زیری ده، نو هر عالم، دانا او دانشمند ته په کار ده چې مسلمه امت د پوهې او اسانۍ په لوري سوق کړي، ځکه چې پوهه او اساني یو له بل سره لازم او ملزوم دي، یعنی د علم او عمل په څیر مثال لري، کچیرې مونږ د شریعت په سمندر کې د دانا او با عمله حق پرستو عالمانو ژوند او حالاتو ته ځیر شو، څومره ساده او اسان ژوند یې دی او په ډیرې اسانۍ ور سره خپله ستونزه حل کوي او کیدای شي، ځکه هغوي خپل هدف پیژندلی او موخې ته رسیدلي، د هر څه حقیقت ورته معلوم او پیژندلی یې دی، خو د دې په مقابل کې د کم علمه صوفیانو، شیخانو او د دین د نیمچه ټکدارانو ژوند او حالاتو ته وګورو ژوند یې سخت او ستونزی یې لا په سرایت کې دي/ وي. ځکه چې بنسټیز لامل یې د علم کمی او په دین کې سختي کوونکي دي، پر شمار څو مسائل یې لوستي/ زده او له هر اړخیز معلومات څخه یې قسم او پرهیز کړی، بلاخره چې په تمامه معنی له حقیقت څخه لیرې او ورک شوي دي. په پائ کې یې لوړ هدفونه له لاسه ورکړي او له یو ستر اضطراب سره مخامخ شوي، د نړۍ مخکښه او مشهورې څیرې په دې آند دي
(چې پوهه د اسانۍ کونجي " کیلي" ده )
یعنی په دین کې دومره افراطیت هم نه ده په کار، چې خلک له دین څخه لاس په سر کیږي، ځکه د اسلام ستر پيغمبر او رهنمود کله نا کله خندلي او ټوکي ټکالی هم کړي، الله تعالی فرمایلي دي.
ژباړه: "او دا چې همغه وخندول او همغه وژړول"

بناء
حضور پاک صلی الله علیه وسلم له اصحابو سره ټوکی ټکالی، حق، ریښتیا او حتی له أم المؤمنین حضرت عایشې رضی الله تعالی عنها سره یې په منډه کې سیالي هم کړي او له اصحابو سره یې په وعظ او نصیحت کې له اختصار او ورین تندي څخه کار اخیستی او له تکلف، تشدد او له بې ځایه سختۍ څخه یې منع کړي/ کول.

بناء
دا چې د اسلام مبارک دین پر نورو ادیانو ډیرې ځانګړتیاوې لري.
اسلام دین د اعتدال او منځلاریتوب دین دی، له فطرت سره سمون، غوره، اسان، د روح او جسم د خوشحالۍ لپاره دی، دا چې الله تعالی پر مونږ او تاسو یو ستر احسان کړی، یاد احسان خلکو او دین منونکو ته "لطفا" په غضب او نفرت مه بدلوۍ، کوشش وکړئ خلکو سره زیری، خوشحالي او سمون شریک کړئ، له بې ځایه نیوکو او تکفیریدو څخه پرهیز وکړئ، مینه او مهرباني وپاشۍ، تر څو د اسلام دین ورځ تر بلې مینه ناک، قوي او د خلکو په زړونو کې ثبت و قرار ومومي.
ذلک دین القیم
وما علینا الا البلاغ