خپل شخصیت هیڅکله مه هیروۀ!

له آدم علیه السلام څخه نیولې تر ننه هیچا هم په دې اړه کوم اختلاف نه دی کړی، چې دوه کسان په یوه صورت او سیرت نشي موندل کیدای، نو بیا هغوي په اخلاق، کردار، او وړتیا کې څه ډول یو شان کیدای شي؟

او همدارنګه تر ننه هیڅوک هم د مشهود په ډؤل نه دی پاتي شوي چې ما پلان بن پلان د پلان په صورت او سیرت لیدلی...

بناء
د نورو پېښې او تقیلد مو کم ارزښته کوی او ستاسو شخصیت له پامه غورځوي، ډیر خلک مې لیدلي او لیدل شوي چې په دا بد مرغه ناروغۍ کې را ښکیل شوي/ دي په پای کې ترې ځان ورک او ټولنې ته بې ارزښته معرفي شوي...

دوي غواړي چې په خپلو کړنو،  ویناو او حتی کردار او شخصیت کې د نورو تقلید او پېښې وکړي خو، نه پوهیږي چې شخصیت یې له منځه ځي او یو نوعه مرض باندې مبتلا کیږي...

بناء
ته بل څوک یې حتی له ټولې نړۍ څخه بدل او د بشر په تاریخ کې ساری نه لری، له احمد، حامد او محمود څخه بدل او هیڅ ساری نه لری، هڅه وکړه د نورو تقلید او پېښې مه کوۀ د خپل فکر او مفکورې مطابق ژوند وکړۀ او له ښو ښه اوسۀ...

الله جل جلاله فرمایلي دي
ژباړه: "د هر چا لپاره یو مسیر (لوری) دی چې دی ورته مخ ګرځوي. نو تاسې د نیکۍ لور ته په منډه شئ"

له همدې امله په خپل خوی، بوی او رنګ تل پاتې شۀ، هیڅ اړتیا نه لرې چې د بل غږ، رنګ، خوی او بوی خپل کړې، کوم خوند او رنګ چې الله جل جلاله در کړی په هماغه کې تل پاتې او حق لرې چې ځان خلکو او ټولنې ته ښکاره او را څرګند کړی، ځکه ستا فطرت همدا دی چې خلک دې پرې پیژني...

د جمله انسانانو خویونه، رنګونه او خوندونه د میوو په څیر دي، چې په دوي کې ترخه هم شته او  خوږه هم، کیله نشی کولای چې د مڼې بوی، رنګ او خوند په ځان کې پیدا کړي.

نو هر انسان ته په کار ده چې په خپله ژبه، رنګ، خوی، وړتیا او طاقت کې ځان را څرګند کړي، ځکه چې زمونږ په ژبه، رنګ، وړتیا او طاقت کې اختلاف د الله تعالی د قدرت له نښو څخه دی، پر خپل شخصیت کار او د بل له شخصیت سره مخالفت مه ښيیۀ.
"کوشش وکړۀ له ښو ښه اوسۀ"
وما علینا الا البلاغ