د افغانستان د درې څلویښت کلنې جګړې او د بې ثباتي پیل او تداوم

په ۱۹۴۵ کال کې کله چې دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسید، نو په نړیواله کچه دوو زبرځواکونو ظهور وکړ، چې یو یې د امریکا متحده ایالات وو او بل یې شوروي اتحاد په همدې اساس نړۍ په دوو بلوکونو وویشل شوه، ختیځ بلوک او لویدیځ بلوک او د دوی ترمنځ سره جګړه پیل شوه، په دې وخت کې نړیوالو مبصرینو او شنونکو هغه هېوادونه ته چې د امریکا په محوریت راټول ول د لومړې نړۍ خطاب وکړ، او کوم هېوادونه چې د شوروي په محوریت راټول ول، دوهمه نړۍ او هغه هېوادونه چې په بېلابېلو برخو کې کمزوری وو او یا ځان يې د امریکا او شوروي سره تړلې نه وو، هغوی ته د دریمې نړۍ خطاب وکړ .
 
ددې ویش پراساس افغانستان ته هم دریمه نړۍ ویل کېده، د ظاهر شاه په دوران کې کله چې داود خان صدراعظم وو، نو د پورته ذکر شوو زبرځواکونو ترمنځ تعادل حفظ وو، او په افغانستان کې ولس فزیکي او روحي امنیت درلود، د امریکا متحده ایالاتو ته ویلې وو چې تاسې په ختیځ او جنوب کې د بیاروغونې پروژي پلې کړی او شمالي ولایاتو کې شوروي اتحاد ته د صنعت او بنسټیزو پروژو د ترسره کولو اجازه يې ورکړی وه .
 
په ۱۳۵۲ کال کې کله چې داود خان د یوې کودتا په پایله کې واک ته ورسید، کما فی سابق ونشو کړی چې توازن د زبرځواکونو ترمنځ وساتي او شوروي سره يې ډېرې ښې اړیکې رامنځته کړ، او ځوانان به یې د بورسونو له طریقه شوروي ته د زده کړو په خاطر لېږل، ددې څخه غافل چې په دې افرادو کې یو شمیر زیات شوروي د خپلو راتلونکو برنامو د تحقق لپاره جذب کړی دی.
 
کله چې د یو شمیر مسایلو له کبله د داود خان اړیکې د شوروي سره کرکیچنه او التهابي شوی او امریکا سره یې اړیکې نږدې کړ، شوروي د ګواښ او خطر احساس وکړ، د خپلو جاسوسانو او نفوذې کسانو له طریقه يې د داود خان نظام يې نسکور کړ.
 
کله چې نور محمد تره کي واک ته ورسید، ددې وخت څخه تر د ډاکټر نجیب د حکومت نسکوریدو پورې شوروي اتحاد د افغانستان د حکومت په چارو او اساسي پریکړو کې دخیل وو، ټول صلاحیت او اختیارات هغوی سره وو، دی حکومتونو د زبرځواکونو ترمنځ د توازن ساتل او لویدیځو هېوادونو سره د اړیکو پاللو ظرفیت او لیوالتیا نه درلود، اخصاْ کله چې به ۱۳۵۸ کال کې د امریکا ډیپلوماتان په کابل کې د ستم ملي ډلۍ له خوا برمټه کېږی او د هغه وخت د حکومت تصفیوي عملیات په پایله کې د امریکا ډيپلوماتان وژل کېږي، دغه پیښه سبب کېږي چې د امریکا اړیکې د افغانستان د هغه وخت نظام سره تعلیق شي او امریکا د سعودي عربستان له طریقه په پاکستان کې د جهادي ګوندونو سره خپلې مرستې پیل کړ.
 
علاوتاْ د داود خان وروسته کوم حکومت چې د کمونیسم د لیدلورې پر اساس رامنځته شوی وو، دغه لیدلورې د اکثریتو افغانانو د عقایدو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وو، ځکه چې کمونیسم د مارکسیزم او سوسیالیسم لویه څانګه دی، دوی ماټریالیستي افکار لري یعنې هر هغه شی چې په سترګو نه لېدل کېږی، نه لمس کېږي او ځای نه اشغال کوي، هغه نه مني لکه خدای، روح...... او د افغانستان ۹۹۰۹۹ سلنه خلک مسلمانان وو، دغه حکومتونو ونشو کړئ، چې د نړۍ د دوو زبرځواکونو ترمنځ توازن وساتي، استقلالیت يې نه درلود او غوښتل چې غلطه ایډیالوژۍ په افغانستان کې نهادینه کړی.
 
دا مسایل ددې سبب شو چې افغانستان د نړۍ دوو زبرځواکونو د سیالۍ  ډګر شی، ولې قرباني يې افغانان وو، کله چې د ډاکټر نجیب الله حکومت رنګ شو نو په عمدي ډول امریکا او ختیځو هېوادونو افغانستان یوازې پريښود، امریکا، پاکستان او ایران کوم نفوذ چې په جهادي ګوندونو کې درلود، د هغه په وسیله کورنې جګړه يې پيل کړ چې په پایله کې اوویا زره کابلیان په شهادت ورسید، زرګونه نور ټپیان او کابل رنګ شو په دې ډول جهادي ګوندونه يې هم بدنام کړ.
 
البته په دې مقطع زماني کې د پاکستان او ایران علني لاسوهنې دلایل درلود، لکه ویل کېږي چې په ۱۸۹۲ کال کې د امیر عبدالرحمن خان او مور ټایمر ډیورند ترمنځ د ډیورند  فرضي کرښې سند لاسلیک شوی، خو د افغانستان تاریخ پوه ارواښاد حسن کاکړ په دې اړه کوم معتبر اسناد د کابل، دهلي، پاکستان او لندن آرشیف کې پیدا نکړ.
 
په ۱۹۹۲ کال کې کله چې مجاهدین واک ته ورسید، دا ویره پاکستان سره وه که چېرې د مجاهدینو نظام ځواکمن کېږی او پايښت پیدا کوي نو دا حکومت په راتلونکې کې کېدای شی د ډیورند بحث راپورته کړی او په دې وخت کې د ډیورند فرضي کرښې سل کاله پوره شوی وو، ددې ترڅنګ د کنړ او د پکتیا د مچلغو اوبو د مدیریت برنامې به هم په لار واچوي، چې دا کار کوی شي چې د پاکستان حکومت او ولس چالشونو سره مخ کړئ.
 
همدا راز ایران ته د افغانستان د غرب حوزې اوبه( د سلما بند) ورځي، چې ددې اوبو په اړه موسی شفیق په خپل وخت کې ایران سره مذاکرات هم کړی وو، ایران د خپلو ملي ګټو او د خپل ولس رفاه لپاره د افغانستان په چارو کې د داود خان وروسته علني او مخفي لاسوهنه پیل کړ، څو په افغانستان کې یو ځواکمن نظام رامنځته نشی، ځکه چې د افغانستان ژیوپولتیک د ایران او پاکستان جغرافیي بشپړ کوونکې دی
 
د مجاهدینو حکومت وروسته هم لېدل کېږی، چې په افغانستان کې کوم نظامونه چې رامنځته  شوی دی، د نړۍ ځواکمنو هېوادونو د شومو  برنامو ښکار شوی، او د ګوندیانو لاسوهنه خاصتا د پاکستان او ایران په کې محسوس او لیدل کېږي.
 
بل دا چې دغه نظامونه نه دې توانیدلې د ولس ملاټر ځان سره وساتي، توازن د هېوادونو ترمنځ په نړیواله کچه حفظ کړئ، ولس ته کاري فرصتونه مساعد کړي، ولس سره د تقابل پرځای تعامل وکړئ........ همدا راز تعلل او سهل انګاري ددې حکومتونو د چارواکو له خوا او شخصي ګتې په ملي ګټو ترجیح ورکول، ددې سبب شوی چې دا نظامونه هم ونه ځلیږي.
                    په درنښت