څنګه یو ښه پلار واوسو؟

معمولاً میندې کولای شي، له خپلو ماشومانو سره د ورځې په اوږدو کې ډېر وخت تېر کړي، هغوی  که په کور کې وي ټول وخت او که چېرې دنده ولري، ژر کور ته را ګرځي او خپل وخت له خپل ماشوم سره تېروي او معمولاً کله چې پلرونه له کوره بهر ځي، ماشوم ویده دی او کله چې بېرته را ګرځي، چې د ماشوم د خوب وخت نږدې دی. ډېر داسې حالت رامنځته کېږي، چې پلرونه وایي، ښه اوسېدل، زحمتونه او کړاوونه یې د ماشومانو له سترګو څخه پټ پاتې کېږي، پلرونه کولای شي د ډېرو آسانه او ساده کارونو په ترسره کولو، له ماشومانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د خپلو ماشومانو وجودي ارزښت هغوی ته ور ښکاره کړي. 

لومړنی او تر تولو مهم کار، چې پلرونه یې کولای شي ترسره کړي، دا دی چې خپلو ماشومانو ته یو خاص وخت ځانګړی کړي، په دې باندې ځان پوه کړي، چې ماشومان مو ستاسو دنده ایزې لوړتیا (ترفیع) او یا ستاسو د ګټې کچې ته نه متوجه کېږي او دا موضوع د ماشوم لپاره د هغه د ژوند تر ټولو بې ارزښته څیزونو یوه برخه ده، حتا که تاسو د هغوی لپاره تر ټولو غوره جامې او د لوبو وسایل واخلئ، خو که چېرې هغوی ته وخت ځانګړی نه کړئ، د ماشومانو له نظره د پلار رول مو په ښه توګه نه دی لوبولی. 

د خپل ماشوم ترڅنګ یو وخت خواړه وخورئ، پلرونه له کور څخه بهر د بوخت اوسېدو او دغه راز د کارځای د لیرې اوسېدو له امله، نه شي کولای، چې درې وخته خواړه د خپلې کورنۍ ترڅنګ وخوري، په همدې دلیل یو وخت خواړه، چې هم ستاسو او هم د ماشوم لپاره مناسب وي، وټاکئ او د خپلې کورنۍ او ماشوم ترڅنګ خواړه وخورئ، په هغه خوړنیز وخت کې تاسو مهربان پلار خپل ماشوم ته د هغه خواړه ورکړئ، کېدای شي خوړنیز وخت سهارنۍ وي او خپل ماشوم ته یو ګیلاس شیدې یا یوه مړۍ ډوډۍ او پنیر ورکړئ، یا دا چې کولای شئ ماښامنۍ وټاکئ او د خپل ماشوم پلیټ له ډول ډول خوړو څخه ډک کړئ. 

د اوونۍ وروستۍ ورځ تفریح ته ځانګړې کړئ، په دې برخه کې له خپل ماشوم سره مشوره وکړئ او له هغه څخه یې نظر وغواړئ او له هغه سره ژمنه وکړئ، چې د اوونۍ وروستۍ ورځ له هغه سره په ګډه هغه ځای ته ځئ کوم چې ورسره ژمنه مو کړې ده او خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شئ. 
کتاب لوستنه له ماشومانو سره د اغېزناکې اړیکې یوه له لارو څخه ده، تاسو کولای شئ، لږ تر لږه یوه یا دوې شپې هغه د خوب لپاره کوټې ته یې بوځئ او له خوب څخه مخکې کتاب ورته ولولئ، یا یوه کیسه ورته کړئ. 

د اوونۍ په اوږدو کې له خپلو ماشوم سره یو لړ ژمنې وکړئ، همدا راز له خپل ماشوم سره ملګرتیا وکړئ او د دې لپاره، چې ماشوم ته ور ښکاره کړئ، چې هغه ستاسو لپاره ځانګړی ارزښت لري، له هغه سره کوچنۍ ژمنې وکړئ، د بېلګې په توګه: له هغه سره ژمنه وکړئ، کله چې له کاره را وګرځېدئ په ګډه به کاردستي جوړه کړئ، د دوشنبې په ورځ د کاردستي له وسایلو سره کور ته لاړ شئ او خپله ژمنه عملي کړئ، دا ژمنه په خپل موبایل یا جنتري کې یاددښت کړئ او له خپلې ژمنې سره سم له ماشوم سره اړیکه ونیسئ. 

د هر ماشوم لپاره جلا وخت په پام کې ونیسئ، که د ماشومانو شمېر مو له یوه څخه زیات دی، نو پام مو وي، چې د هره یوه لپاره یې جلا وخت په پام کې ونیسئ، په خصوصي ډول له هغو سره خبرې وکړئ، د زړه خبرو او کیسو ته یې په جلا توګه غوږ ونیسئ او له هر یوه څخه په جلا توګه وغواړئ، هغه پېښې، چې د ورځې ورسره مخامخ کېږي، په اړه یې تاسو ته کیسه وکړي. 

په یاد ولرئ، چې ماشومان د هر پلار و مور پانګه ده او له ماشومانو سره د وخت تېرول، له هغوی سره د والدینو د اړیکو د نږدې کېدو او پیاوړتیا سبب ګرځي او په پایله کې دا اړیکې د ځوانۍ او تنکۍ ځوانۍ د حساس دوران د اړیکو د ټینګښت سبب ګرځي.