د یونسکو له لیدلوري د نننیو ښوونکو لس ځانګړتیاوې

۱ ـــ  ننني بریالي ښوونکي چمتو دي، چې ووایي: موږ نه پوهېږو، خو په ګډه یې زده کوو.

۲ ـــ ننني ښوونکي په دې باندې پوهېږي، چې لومړی د زده کوونکو ښوونکي دي، نه د درسي کتابونو ښوونکي.

۳ ـــ  ښوونکي یوازې د پوهې وړاندې کوونکي نه، بلکې د زده کړې د بهیر آسانه کوونکي دي.

۴ ـــ  ننني بریالي ښوونکي پوهېږي، چې په بې انګېزې زده کوونکو باندې اغېز ښندنه هم د دوی له مهمو موخو څخه ده.

۵ ـــ  ننني بریالي ښوونکي پوهېږي، چې د تفریح زنګ او لوبې د ماشومانو بشپړ حق دی.

۶ ـــ  ننني بریالي ښوونکي پوهېږي، چې د درسي ټولګي او ټولنې ترمنځ د دېوالونو لرې کول، د دوی له موخو څخه ګڼل کېږي.

۷ ـــ  ننني بریالي ښوونکي پوهېږي، چې د وروستۍ پېړۍ کیلي، تل زده کړه ده.

۸ ـــ ننني بریالي ښوونکي پوهېږي، چې په زده کوونکو کې د خوندیتوب احساس لپاره مناسب فرصتونه رامنځته کړي.

۹ ـــ  ننني بریالي ښوونکي پوهېږي، چې له زده کړې څخه د هر زده کوونکي برخه ارزښت لري.

١٠ـ ننني بریالي ښوونکي پوهېږي، چې په علمي اړتیاوو سربېره، معنوي او اخلاقي اړتیاوې هم لري.