د ښوونکي د ورځې په مناسبت

د یو هيواد او ملت د پرمختګ راز په علم او پوهه کې دی. علم او پوهه په خلکو کې شعور او منطق پیدا کوي، چې با شعوره ټولنه خپلو ټاکلو موخو ته رسیږي، چې هغه پرمختګ، سوکالي او د سیالانو سره سیالي ده، دا چې په خلکو کې شعور پیدا شي،  نو د علم او پوهې رڼاګانې لګول پکار دي.

د علم او پوهې رڼاګانې د ښوونکو په لاسونو کې دي، ښوونکي د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو بنسټګر دي، ترڅو چې ښوونکي خوشاله، اسوده ژوند ونه لري، تر هغې د هیواد او ټولنې د پرمختګ خبرې نیمګړي دي، دا چې زمونږ هیواد د موجوده اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو خلاص شي،  نو له دې لپاره اړینه ده، چې زمونږ د تعلیم او تحصیل ډګرونه اصلاح شي، نو د دې په خاطر لاندې ګامونه اړین دي.

۱. د موجوده ښوونکو د ظرفیت لوړول او د ستونزو اصلاح کول
۲. د معیاري او غوره ښوونکو ټاکنه
۳.  په لومړنیو ښوونځيو کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو د نصاب همغږي کول 
۴. د ابتدایه ښوونځیو تقویه او معیاري کول 
۵. د ښوونې او روزنې پوهنځیو معیاري کول او د طب پوهنځيو په شان ارزښت ورکول
۶. ښوونکو ته د ژوند ښه امکانات برابرول
۷. دښوونکو لپاره مناسب معاشات ټاکل 
۸. د تعلیمي، تخنیکي او تحصیلي بنسټونو لپاره عادلانه معاش ټاکل.
د مثال په توګه د معارف اړوند  جدیدالتقرر ښوونکو ته 20000 افغانۍ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو جدیدالتقرر ښوونکو ته 25000 افغانۍ او د لوړو زده کړو  اړوند تحصیلي بنسټونو ( پوهنتونونو) ښوونکو ته 30000افغانۍ ټاکل 
۹. په ټولو تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې څیړنیز مرکزونه جوړول او د څیړنې تر عنوان لاندې مضامین لازمي کول، عملي تدریس لازمي کول
۱۰. نوښتکرو ښوونکو ته که هغه معارف اړوند وي او که د لوړو زده کړو وزارت اړوند وي،  ځانګړي امتیازات ورکول
۱۱.  د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د څارنې او نظارت په خاطر پوهه، باشعوره او عادل کادرونه ګمارل
که چرته پورته کړنې عملي شي.
نو په راتلونکو یوه لسیزه کې به د ډیر پرمختګ شاهدان وسو.