ښې ځانګړنې څنګه خپلې کړئ؟

که په ټولنه کې ژوند کوو، نو هرومرو به له داسی انسانانو سره هم مخامخ کیږو، چې هغوی داسې کړنې یا ځانګړنې لري، چې تاسو ورسره نه خوښ یاست. تر هر څه دمخه باید غور وکړئ او په دې ځان قانع کړئ چې هغه څوک چې تاسې ورسره اړیکه جوړول غواړئ او دا هیله لرئ چې ډېر وخت ورسره پاتې شئ او بالاخره یې خپل ملګری جوړ کړئ، بیا یې باید لومړی ښه په ځیر سره مطالعه کړئ.
 
دا ژوند داسې دی، لکه د جامو بټنې/توکمې؛ چې کله هم لومړۍ توکمه ناسمه وتړئ، تر پایه به ناسم مخته روان یاست او که لومړۍ توکمه په سم ډول وتړئ، بیا پوهه شئ چې تر پایه به ښه او بریالي مخته روان یاست.
 
ښه ده او غوره ده چې لومړی خپل لیدلوری سم کړئ، ځانګړی پلان او مهالوېش ورته ولرئ، بیا په دې فکر وکړئ چې څنګه مخته روان یاست، باید ډاډمن اوسئ، چې بریالي کېږئ.
 
پوهان وايي، خپل ملګری دې مطالعه کړه، خپل ملګری دې ولوله، د خپلو ملګرو مثبت او منفي اړخونه وسنجوه، که په ټولنه کې د داسې ملګرو په څېر یې د ژوند تګلاره خپله کړې وه، چې منفیات یې پاشل، ښې ځانګړنې یې نه درلودې، په اصطلاح یو ښه انسان نه و، بیا ولې ورسره اړیکه کې شئ؟ ښه ده چې هېڅ ورسره ونه پالئ.
 
که ملګری مو مثبت لېدلوری درلود، په اسلامې او وطنۍ مینه سنبال شخص و، د ټولنې د خدمت لپار يي سینه پراخه وه، لوړ عزم او پیاوړی هوډ یې درلود، د ښه حوصلې څښتن و، مینه ناک او مهربان چال چلند یې کاوه، بیا باید ورسره اړیکه کې شئ.
 
دا ستر حقیقت دی، چې یو ښه ملګری یو ښه مشاور هم جوړېدی شي. که تاسې د میاشتو میاشتو راهیسې د یو ښه ملګري په لټه کې یاست او لا مو هم نه وي موندلای، تر هغه چا ډېر بختور او ځیرک یاست چې څو تنه ملګري لري، خو حساب – کتاب پرې نه شي کېدی، عملا ورته ژمن نه وي ثابت شوي، د اړتیا پر وخت یې ورته د (نه) ځواب ویلی وي او تر بده لا دا چې همېشه د درک قوه منفي وي.
 
دا منل شوی حقیقت دی چې د ځان اصلاح د ټولنې اصلاح ده، که لومړی خپل ځان اصلاح کړو، همداسې د ټولنې ټول وګړي ځان خپله اصلاح کړي، نه به ټولنه زیان وویني، نه به له ستونزو او ننګوونو سره مخ شئ او نه به هم د ناخوالو خبر شئ. د دې لپاره چې هوسا ژوند ولرو، د بریالیتوب تر پړاوونو دې ورسیږو، ټولنه د نېکمرغۍ او ښېرازۍ پر لور روانه کړو، بیا باید ژمنتیا او صداقت ته لومړیتوب ورکړو، کله چې دا چاره ترسره کړو، بیا په ټولنه کې هېڅ ډول، ربړه، ننګوونه، لوړې – ژورې او زیان او ستونزې نه رامنځته کېږي.
 
پوهان په دې باور دي، چې د نړۍ تر ټولو خوږه اړیکه هغه اړیکه ده چې کله هم د ملګرو، د دفتر د همکارانو او یا هم په ټولنه کې د شته خلکو ترمنځ زړه بداوی رامنځته کېږي، په یوه بښنه او مُسکا هر څه بېرته نورمال حالت ته را وګرځي، دا اړیکه تر ټولو خوږه، بریالۍ او نېکمرغه ده.
 
 مینه ناک او مهربانه چال چلند د یو ښه انسان ځانګړنه ده، دا ستر حقیقت دی، خو اساسي خبره دا ده چې موږ ټول باید دا غوره ځانګړنه خپله کړو، که دروغ او دوکې ته لومړیتوب ورکړئ، بیا مو په لوی لاس د ملګرتیا تار وڅيرلو، پوهه شئ چې دا اړیکه ډېر ژر لمنځه تلونکې ده.
 
د ملګرتیا د ارزښت په هکله که هر څومره لیکنې وشي، کمه ده، خو باید په لنډو یې ووایو، چې ژوند د ستونزو او ننګوونو سره مخ دی، وخت نا وخت به مخته روان یاست، وخت ناوخت به مخ په ځوړ روان یاست، ښه او بختور خلک هغه دي چې د ستونزو او ننګوونو پر وخت د داسې ملګرو څښتن وي، چې تر بل هر چا یې ژر لاسنیوی کوي او په بدرګه یې ستونزې ژر ور هواروي.
 
که دا او دې ته ورته نور مثبتې ځانګړنې ولرئ،  دا حتمي ده چې د ملګرتیا دروازه به مو تل پرانېستې وي، او هر څوک به دا هیله لري چې تاسې ته ښه راغلاست ووايي.
 
 نو؛ په ملګرتیا کې باید ژمنتیا، ریښتیینې او امانت وبولو، که دا چاره ترسره کړو، پوهه شئ چې یوه خوږه اړیکه مو پاللې، داسې اړیکه چې تلپاتې وي، فرېب او دوکې څخه لیرې وي او تر ټولو ښه دا چې د ژوند په خوږو به مو پوهه کړي.
پای