که تر غور دمخه ټاکنه وکړئ، پښېمانه کېږئ

که موږ او تاسې په ټولنه کې ژوند کوو، دا په دې مانا ده چې د یو ښکاره هدف شا مو نیولې ده، هغه سکون دی، روښانه او پر ځان بسیاه راتلونکی دی، مینه او سلوک دی، ورورولي او اتفاق دی او تر هر څه ډېر ارزښتمن په ریښيتني ډول د ژوند پېژندل دي.
دا چې ټولنیز ژوند د ډېرو نېکمرغیو او بدیو سره تړلی دی، فلهذا دا منل شوی حقیقت دی، چې د هرې تیارې پسې رڼا راځي، هر تور تم لیرې کېدونکی دی، په هره وچه ویاله اوبه هرو مرو راځي، په هر خزان پسې پسرلی هرو مرو راتلونکی دی؛ نو له همدې کبله دا اړتیا ده چې د ژوند په رنګینیو او خوښيو میئن شو، بدمرغي وشړو، کرکه او نفرت ترې وکړو او په ټوله کې خپله هم د هوسا او آرام ژوند هیله ولرو او نور هم ورته سوق کړو.

 د ټولنې هر نېکمرغه او بختور غړی تل دا هڅه کوي، چې د ځان لپاره مثبته اوغوره ټاکنه وکړي، خپله هم لاس تر زنې نه کیني، او د کورنۍ نور غړي هم تل خپلو چارو ته سوقوي.

 د ټولنې زياتره وګړي مختلف فکرونه لري، څوک په ټولنه کې د ځان لپاره تعليم او تحصيل پرمختګ غواړي او څوک د کاروبار په برخه کې د کاروبارلا پرمختګ غواړي. که بزګرانو ته فکر وکړو او وګورو هغوي هم د ټولنې د نورو غړو په څېر په خپل حرفوي ژوند کې پرمختګ غواړ او دا هیله لري، که سږ فصل یې تر تېر کال ښه ثابت شو، راتلونکی کال به دوه چنده ډېره ځمکه د کر کیلې لپاره نیسي، له همدې کبله په همدې امید خپل ژوند ته هیلې وربښي، خپأه هم خپل کار ته پام نیسي او د کورنۍ نور غړي هم هڅوي.

 د ژوند د ښه والي لپاره اړ یاست چې هرلوري ته لاس وغځوئ، څو مخته تګ وکړئ، د مخته تګ لپار بدلون شرط دی  او د بدلون لپاره بیا اړ یاست چې نوي څه زده کړئ.

 نو موږ ته پکارده چې د پرمختګ او انکشاف سره سر ه نوښتونه او بدلونونه وکړو، داسې نوښتونه او بدلونونه چې د ټولنې له چوکاټ بهر ونه وځي او په ټوله کې دا بدلون ستاسې د ژوند، شخصیت او کاروبار د مخته تګ او بریالي کېدو پیلامه ګرځي؛ نو نوښتګره اوسئ او تل ښه ټاکنه کوئ.

پوهان په دې باور دي، چې درد مو پیاوړي کوي، هوډ مو غښتلی کوي، د ژوند تجربه مو سېوا کوي، د ماتې پر خلاف مو زړه او بدن لا په قوت کې ساتي، د درد دومره انتها چې ستاسې له سترګو اوښکې وبهوي، دا چاره مو زړو کوي، که زړه مو یو چا در مات کړ، دا چاره هم تاسې هوښیاروي او تر بل هر څه مو ډېر محتاطوي، نو د ښه راتلونکي لپاره اړ یاست، تېر هېر کړئ.

پوهان وايي، ځينو خلکو ته له حده ډېره مینه ورکول، ښه چال، چلند ور سره کول زړه ورکول، نیکي او احسان ورسره کول که په غور ونه شي، داسې وي، لکه مصنوعي ګلانو ته چې اوبه ورکړې، په مصنوعي ګلانو اوبه هېڅ تاثیر نه کوي او نه پرې د اوبو ښه والی او تازه والی معلومیږي، مصنوعي ګل بیا هم ګل وي، ستا د هڅې کومه پروا نه ساتي، له همدې کبله باید هر څه ته له بېلابېلو زاویو او حاشیو وګورئ، ژر پرېکړه مه کوئ، لومړی ښه غوره وکړئ او بیا ټاکنه، که برعکس لومړی غور ونه کړئ او ټاکنه وکړئ، دا چاره مو ډېر ژر پښېمانه کوي او دې ته اړ کېږئ، څو دا غځېدلی تار ژر پرې کړئ او کیسه یې ور وتړئ چې دا چاره ستاسو په روان منفي اغېزه لري، نو تل غور کوئ او بیا ټاکنه.
پای