د انګلستان په شاهي تاج کې د کوه نور الماس!

ياد الماس په اصل کې د مغلي مسلمان بادشاه"شاه جهان" د تاج الماس دي، چې له هغه را وروسته بيا نورو د هند بادشاهانو ته په ميراث کې پاتې شوي وو.

کله چې ايراني بادشاه نادر افشار د افغانستان له لارې په هندوستان هجوم يوړو، د هغه ځاى خلکو ته يې ماتې ورکړه او د ډېرو غنيمتونو ترڅنګ يې د کوه نور الماس هم د ځان سره ايران ته راوړل.

بيا کله چې نادرافشار مړ شو او احمد شاه بابا په ډېره مېړانې سره د نادر افشار له کورنۍ څخه دفاع وکړه او ويې ژغورله، نو هماغه وو، چې د نادرافشار د کورنۍ لخوا احمدشاه بابا ته د کوه نور الماس په ډالۍ کې ورکړل شول.

له احمدشاه بابا وروسته چې د سدوزو او بارکزو ترمنځ کوم اخ وډب رامنځته شو، پدې وخت کې شاه شجاع برتانوي هند ته چې هغه وخت کې يې هندوستان استعمار کړى وو، ورته نږدې شو او د دوستانې او برتانوي هند ته د لا ډېرې وفادارۍ د ګټلو په منظور يې د کوه نور الماس برتانويانو ته وسپارل.

او انګلستان هغه الماس په خپل تاريخي تاج کې چې ټول د نړۍ غلا شوي قيمتي غمي پکې لګولي، د کوه نور الماس هم ولګول.