د افغانستان برخلیک باید خپله افغانان وټاکي

د سږ کال د اګست ۳۱مه نېټه له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو لومړۍ کالیزه وه، کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې په همدې ورځ د لمانځنې بېلا بېل فعالیتونه ترسره شول. 

دا چې د امریکایانو له وتلو وروسته د افغانانو په ژوند کې څه بدلون راغلی؟
د چین ميډیا ګروپ خبریالې د افغانستان له تجربه لرونکي ایډيټر سالار سره مرکه کړې. 
سالار صاحب د کابل د اشغال پر مهال او له اشغال وروسته د ارزولو په اړه وویل، زموږ لپاره دا غوره او بهتره ده چې د خپل هېواد هر ځای او هرې سیمې ته په ډا ډه زړه سفر کولای شوو، کار کولای شوو او د خپلو خپلوانو پوښتنه کولای شوو. هغه افغانان چې دا شل کاله يې په سره اور کې تېر کړل، د امریکا په هوايي بمباریو کې يې خپل خواږه بچیان، والدین او نور دوستان له لاسه ورکړي، شک نشته چې هغوی دا شل کاله د دې ورځې لپاره په پنځه وخته لمانځه کې دعا کوله چې بهرنیان دې له هېواده ووځي، موږ دې یو خپلواک او امن هېواد ولرو.

نوموړي د «ټپي» په نوم مستند فلم تر کتلو وویل، چې له بده مرغه په افغانستان کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې، په تېره بیا په وروستیو شلو کلونو کې دومره زيات ظلمونه شوي چې د هر افغان پر ژوند یو مستند فلم جوړېدای شي. افغانان جګړو ډېر ځورولي دي، هېڅ داسې کورنۍ په افغانستان کې نشته چې کوم غړۍ او يا نږدې خپلوان دې يې په جګړه کې له لاسه نه وي ور کړی، داسې زرګونه مثالونه شته چې يا ټوله کورنۍ په بمبار کې له منځه تللې او يا يې د کورنۍ يوازې يو غړی ژوندی پاتې شوی دی. 

 د یاد مستند فلم یوه برخه ښوونځي ته د یوې نجلې د تللو په اړه ده، په دغه برخه کې مو لیدلي چې ښوونکي د زده کوونکو د ښې زده کړې لپاره ډېر کوښښونه کوي. صاحب سالار په دې اړه وویل، شک نشته چې د علم زده کړه فرض ده، لازمه ده چې هر څوک پر خپلو بچیانو علم زده کړي، که موږ غواړو چې له نړۍ سره ځانونه سیالان کړو نو یوازينۍ وسیله علم دی.

 په افغانستان کې د امریکایانو له وتلو وروسته په تېر یو کال کې بدلونونه رامنځته شوي، سالار صاحب په دې اړه وویل، چې یو کال مخکې په هېواد کې سیاسي بدلون رامنځته شو، تر ټولو مهم بدلون دا و چې بهرنیان له هېواده ووتل، د جګړو او مرګ ژوبلو کچه ډېره ټيټه شوې ده. 

هغه د افغانستان راتلونکې په هکله وویل، زموږ د هېواد اینده په دې پورې اړه لري چې بهرنیان څومره دې ته ژمن دي چې زموږ په چارو کې مداخله ونه کړي؟ آيا بهرنیان موږ دې ته پرېږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکو؟ لنډه دا چې که بهرنیان په تېره بیا امریکایان د افغانستان په چارو کې مداخلې بندې کړي، افغانستان ته د یوه خپلواک هېواد په توګه قایل شي، نو شک نشته چې موږ به په نږدې راتلونکې کې په خپلو پښو ودرېږو