د یوه مړه شوي ولس بیا حیات -لومړۍ برخه

یو وخت د مسلمانانو شاهانه واکمنۍ په اروپا او د نړۍ په اکثرو هیوادونو خپلې وزرې غوړولې وې. د هسپانیې  ځمکې او سړکونه د تکبیر نارو پر سر اخیستي وو. هغوی چې دا باور یې درلوده: هر ملک ملک ماست که ملک خدای ماست.(اقبال) نو څنګه به د دښمن پر مقابل کې سره یو موټي نه و ؟
 
یو وخت د مسلمانانو شاهانه واکمنۍ خپل شاهانه غرور درلوده او په اکثریته نړي، بلخصوص په اروپا یې راج درلوده. او د قدرت، حیثیت او عزت څښتنان و، ځکه چې هغوی دا غرور نه درلوده، چې ځانونه یوه قوم ته منسوب کړي او یا دې په ژبو، نژادونو ځانونه وپلوري. یو وخت مسلمانان د نړۍ د هر شي واکمنان ول او علوم یې تولیدول.
 
یو وخت مسلمانان د خپل حیثیت پابند و او هر څه یې د خدای تعالی (ج) د رضا لپاره کول. او په خپلو ارزښتونو ټینګ ولاړ و. په پرمختګ مین ول او په مسلمانانو مین ول. په هغه څه مین ول، چې بل مسلمان ته پکې خیرښیګڼه وه. 
 
یو وخت مسلمانانو یوازې د خدای تعالی (ج) او د حق او صداقت لپاره یې غلامي کوله؛ مګر یو وخت نه، بلکې اوس هغه مسلمان - مسلمان نه دی پاتې شوی. اوس یو مسلمان د بل مسلمان د بدۍ لپاره دی او د هغه د شر لپاره دی. او په نوم مسلمان دی او نور اسلام نه شته پکې. دا تاوان مسلمان ته هغه وخت ورتر غاړې شو، کله چې د سر خلک او د هغوی لپاره حکومتونه د کفارو او د هغوی د مبتذلو نظریو د پاشولو لپاره غوره شول. او همدا کفري دولتونه او د هغوی پالیسۍ د مسلمانانو لپاره سرطان شوې، نو په دې وجه حق او صداقت سر وخوړو.
 
زه د مسلمانانو په دې حالت سخت خواشینی یم، کله چې دوی یو د بل سره په فروعاتو، نوافلو او شرارتونو کې ژوند کوي. او د یوه مسلمان په شهادت کفارو ته مبارکي ورکوي.
 
زه د مسلمانانو دغو پرسوده ذهنیتونو سخت ورخطا کړی یم، چې دوی به لا نور څومره په ځان ظلم کوي. هغوی چې په نورو مسلمانانو حسد کوي دا په ځان ظلم کوي، ځکه چې دین د متحد او په مسلمان د خیرښیګڼې امر کوي او که دا امر پلی نه کړي، انسان په شر کې دي او دا د انساني ژوند تر ټولو لوی تاوان دی. د مسلمانانو ترمنځ یوازیني مسله چې کفار پرې دا ډېرکلونه غالب دي، تفرقه او بدنیتي ده.
 
کفار هغه خلک دي، چې موږ یې ولوستلو او بیا یې زموږ لپاره نظریې جوړې کړې او زموږ د افکارو نه په استفادې یې پر موږ راج کیښوده. بغير د الهي دین له مطالعې پرمختګ نا شونی دی، مګر مسلمانانو خپله لاره پريښوده او د هغوی لاره یې تعقیب کړه، هغوی علوم په عصري او عملي شکل رامنځته کړل، مګر موږ د هغوی جهالت را ونیوه.
 
دا ښکاره خبره ده، چې خدای تعالی (ج) د هرې زمانې د خلکو د ذهنیت مطابق او د هغوی د پوهې سره سم الهي قوانین وضع کړي او پر پیغمبرانو یې را نازل کړي دي.
 
له صحیفو یې راواخله، معجزې، کتابونه او بیا د خدای تعالی (ج) د بشپړې لارې د مطابعت تکمیل او ان د انساني ژوند تر پایه انسان ته د ښوونې او روزنې لپاره قران کریم د یوې معجزې په توګه پر روسول اکرم (ص) باندې را نازل کړ او ټولو مسلمانانو، حتا په نوم انسان ته یې د اسلام پیغام ورسولو.
 
دا دین په یوې داسې مرحلې کې راغی، چیرته چې انساني ژوند په حیوانیت بدل شوی و، نجونې ژوندۍ خښیدې. او هر څه د جهالت او تورتم خوراک و. انسانانو ته ښې لارې معلومې نه وې، بدوي دودونو د خلکو ژوند تیاره کړی و، بت پرستانو او د کلیسا پاپانو خپلې نخرې په بشرمۍ د خلکو په ذهنیتونو خورې کړې وې. کله به چې د سیمې خلک خبر شول، چې د مسلمانانو پوځ د دوی پر ملک برید کوي، نو له خوښۍ به یې د سیمو خلکو اتڼونه کول، ځکه چې خلک له خپلو دولتونو، دودونو او حاکمانو سخت تنګ راغلي ول او چیرې به چې کومه سیمه فتحه شوه، هورې به سوکالي او ارامۍ حد وکړ او په زرګونو خلک به مسلمانان شول او اسلام په ټوله نړۍ کې راڅرګند شو. هر ځای یې بدبختۍ ووژلې.
 
د مسلمانانو دغه واکمن حالت له هیچا پټ نه دی او حتا د دوی د علماو خپل نظریات دي، چې ددې مبارک دین په اړه یې ویلي دي: مهاتا ګاندي ویل، چې  د محمد احادیث د ټول بشریت لپاره یوه معجزه ده. همدا راز ګراهام ویلي دي، چې ۵۰۰ کاله اروپایانو مسلمانانو ته پلتۍ وهلې وې، چې زده کړه ځینې وکړي.(۴۴)
 
هغو بدنیتو خلک چې موږ یې ولوستلو او بیا یې زموږ لپاره نظریې جوړې کړې، نن هغوی پر موږ واکمن دي او زموږ د افکارو په لوستلو یې پر موږ راج کیښوده او پرمختګ یې وکړ.
 
خو په تعصب سره به وویل شي، چې زموږ ژباړونکو او محقیقینو د رینسانس پیل یوازې د کلیسا په مقابل کې راپورته شوې نادرسته فلسفې بهیر مطالعه ده او خاص بریا همدې ته منسوبه ګڼل شوې ده؛ مګر خپله غربي عالم ګراهام په دې اعتراف کوي، چې یوناني تمدن د مسلمانانو د افکارو او الهي احکامو څخه بیخي زیات غني و، او مسیحیانو به د دوی کتابونه سوزول.
 
یانې یوناني تمدن کې چې څومره ونډه د مسلمانانو وه، د هغه نه کمه د مسیحیانو وه، مګر اوس رینسانس د مسلمانانو په افکارو پرده اچوي او یوازې د مسیحیانو د نظریاتو سرچینه رینسانس ګڼي. یو غربي عالم ګراهام په دې عقیده دی، چې : دا یو وحشتناک راز دی، چې د رینسانس افسانه یې د پټولو هڅه کوي.))( ) یانې کله چې یو الهي دین په هره زمانه کې شتون ولري او قران کریم یې بشپړ او پوره دین وي؛ نو ضروري خبر دا ده، چې په نړۍ کې انسان بغیر له دې چې الهي وحې څخه الهام واخلي؛ پرمختګ نه شي کولای.
 
په نړي کې طب، ساینس، موسیقي، پوهې، خواړه، ریاضیات، جامې، شعر، روغتون، ښوونځي، فلسفه او ... یوازینۍ اختراع کوونکي مسلمانان دي او رینسانس د همدې په لوستولو پرمختګ وکړ او په مسلمانانو یې د بریا معراج خپل کړ، مګر مسلمانان یې په ډلو، هیوادنو، ژبو، مذهبونو او قومونو وویشل. 
 
یانې په هره زمانه کې، چې چا د خدای تعالی (ج) او د هغه د پیغمبر پیروي او د هغه د افکارو/لارو پلیوني کړې ده، هغه مسلمان دی او مسلمان ان له ادم تر دې دمه مسلمان پاتې شوی دی او و.
 
یانې تاریخونه په دې شاهدي ورکوي، چې د یونان د تمدون په راختو کې د مسلمانانو ونډه د کفارو څخه زیاته وه، ځکه چې کفار جاهل و او د مسلمانانو اثار به یې سوزول. او حتا جراحي پکې ممنوع وه.
 
په قرطبه او اندلس کې د مسلمانانو اثار ورکول او مسجدونه په کلیسا بدلول، تر دې دمه، چې اوس په ټوله هسپانیه کې د مسلمانانو هیڅ ارزښتمن اثار نه شته. او دا ددې وحشتناک راز یوه غټه ښکارنده ده، چې مسلمانان باید په هیڅ وخت کې د کفارو په دوستۍ او ملګرتیا باور ونه کړي.
 
حتا سیمو نومونه، چې په عربي لیکل شوي ول، په هسپانیه کې یې په تصرف سره تغیر ور کړ. له دې دا ښکاري، چې د کفارو دوښمني له مسلمانانو سره ذاتي او فطري ده، لکه څه ډول، چې شیطان له انسان سره دښمني لري، داسې کفار له مسلمانانو سره دښمني لري او دا هیڅ وخت د اخوت درجې ته سره نه شي رسیدای، ځکه چې شیطان د انسان او کافر د مسلمان سره د دښمنۍ لپاره پیدا شوی دی. او دا تر ټولو لوی امتحان دی، چې موږ یې خدای تعالی (ج) ته ورکوو، لکه څه ډول چې دشیطان سره مبارزه فرض ده، داسې دکافر سره په مسلمان بدي فرض ده. 
 
یانې د مسلمان لپاره کفار د شیطان په څیر دي، چې دایم ور سره دښمني پالي او په بیلابیلو وسیلو او اسبابونو یې په مسلمانانو راج موندلی دي. اوس باید مسلمان د وسایلو د لا غښتلتیا لپاره او د هغوی له غلامۍ د راوتو لپاره، باید په تعلیمي او علمي برخو کې په ګډه کار او اتحاد وکړي.
 
مګر مسلمانان پر ځای ددې، چې متحد شي؛ په خپلو منځونو کې تفرقې جوړوې او کمزوري کیږي. نن هر اسلامي هیواد د غلامي حکومتونه لري، حتا عربان، چې د خدای تعالی (ج) د لارې او د هغه د رسول اکرم (ص) او خلفای راشدین لارې یې پرېښودې دي او غربي انډیوالۍ یې هوسونه سپي کړي او اخته دي داعیشیزم پیاوړې کوي او سیکلریزم ته کار کوي. نن هغوی هم د غلامۍ حکومتونه لري. عقیدې او ایمانونوه یې په ډالرو پلورلي او د کفارو د خوښې حکومتونه یې ورته جوړ کړي او پیسې  ورکوي.
 
اوسنیو اکثره دولتونه، چې د مسلمانانو په هیوادونو کې دي، مومن فرهنګ نه لري، خلک باید جهاد ور سره اعلان کړي، ځکه هغه دولتونه د کفارو لپاره کار کوي او د مسلمانانو دولتونو ترمنځ اتحاد نه رامنځته کوي، په اسلام کې تفرقې اچوي. یانې کله چې دولتونه د مسلمانانو د ارزښتونه و نه ساتي، نو پوه شئ، چې هغه دولتونه د کفارو په لاس جوړ شوي دي.
 
 یانې کله چې مسلمان د مسلمان په مقابل کې ودریده او کفارو د دوی د سپوټ لپاره پیسې او دولتونه ساز کړل. بار بار کفارو پر مسلمانانو تجاوزونه وکړل او د هغوی لپاره یې حکومتونه ساز کړل.
 
نو که اوس چیرې په یوه اسلامي نظام راټول نه شو، او د مسلمان په خلاف جګړه بس نه کړو، نو هیڅ وخت به د کفري نړۍ له غلامۍ ونه وځو.
 
اصل کې اوسني مسلم هیوادونه باید اختلافات سره وغورځوي. او که چیرې یو مسلمان هیواد د مسلمانانو په خلاف و، نو خلک یې مسلمانان دي او حکومت یې مسلمان نه دی او باید ولس یې د حکومت په مقابل کې راپورته شي.
 
که چیرې کوم نظامونه د مسلمانانو خلاف ول او د مسلمانو د خیر ښیګڼې خلاف ول، هغه کفري او د کفارو جاسوس نظامونه دي، چې ځینې بې ضمیره یې په غلامۍ ورته نیولي وي. د داسې نظامونو پر وړاندې بغاوت فرض عین دی.
 
هغه وخت، چې هارون رشید د دولتدارۍ ټول مکتوبونه او د علم او تعلیم سندونه په کاغذ لیکل، کفارو درې پېړۍ وروسته کاغذ جوړ کړ.
 
د مامون رشید په وخت کې صوفیانو د تعلیم هر باب او حتا خپل پیغامونه په کاغذونو لیکل او په ټوله نړۍ کې د علم، فرهنګ، تمدون او سیاست ستر مرکزونه مسلمانانو جوړ کړي ول. هغه وخت چې بغداد د ستر تمدون مرکز و، کفارو په تیارو کې ژوند کاوه او هیڅ علمي او صنعتي پرمختګونه پکې نه ول. مګر موږ بیرته د کفارو جهالت ته وکوچیدو، زموږ دولتونه او مشران، چې کله په خپلو ارزښتونو ولاړ پاتې نه شول او د پرمختګ پر ځای یې په دربارونو کې عیاشۍ غوره کړه، نو بدوي او مبتذل شول او ټول مسلمانان یې د کفر غلامي ته مجبور کړل.
 
اوس پکار ده، چې مسلمانان خپل دغه ضعیف حالت تجربه کړی وي. او هغه څه وکړي، چې له دې غلامۍ ځان وباسي. که موږ په علمي لحاظ بسیا نه شو، نو یقیني ده، چې موږ له دغه حالته نه شو وتلای. زموږ دولتونه باید پوره په دې یقین ولري، چې موږ باید په سیاست کې خپل ارزښتونه وساتو او پرمختګ وکړو.
 
اوومه میلادي پېړۍ په کفارو کې جراحي ممنوع وه، مګر په مسلمانانو کې د کپړۍ عملیات کیدل. د ښځو پوره نرسانې او ډاکټرانې یې درلودې. د سترګو د ناروغیو مخصوص واټونه یې درلودل. د ګرمۍ او ساړه د راوستو سیستمونه او وسایل یې درلودل. په بغداد کې لوی لوی روغتونونه ول. او د مسلمانانو د پرمختګ هڅې وې، چې طبابت یې په ساینس بدل کړ.
 
هغه مهال چې ابن اسحاق د جالینوس طبي ژباړې پای ته رسولې وې، مسلمانانو د روم او یونان طبابت خپل کړی و.
 
مګر نن زموږ سیاسونو په لوی لاس دغه پرمختګ  بهیر پريښوده او د کفارو جهالت یې را ونیولو. یانې هغه وخت، چې مسلمانانو د زده کړې لپاره دا حدیث درلوده، چې علم زده کړه ولوکه په چین کې وي، نو نن د همدې نظریې په پريښودو مامور شوي یو.
 
دا د ولس ضرورت دی، چې په دین پوه شي او تعلیم وکړي. هغوی چې په پرمختګ نه پوهیږي او دین یې مخکې کړی وي، هغو مسیحیانو ته ورته دي، چې په اروپا کې یې مذهبي بنسټپالنې تور جهالت را مخکې کړی و.
 
یانې دمشق، قاهره، بغداد، اندلس او د مسلمانانو لوی د علم او فرهنګ مرکزونه ول، کفار په جهالت کې ول، نن مسلمانان په جهالت کې دي او کفار په پرمختګ کې دي. هغه وخت کفار زموږ غلامان ول، مګر نن موږ د دوی غلامان یو. حیف څه افسوسناک حکومتونه مو تېر کړل، چې موږ یې غلامۍ ته مجبور کړو.