په دې ٢٢ جملو د ماشوم په ځان باندې باور زیات کړﺉ

۱ ـــ  د کورنۍ د غړو په منځ کې یې حضور مهم وګڼئ د بېلګې په توګه ووايئ: کله چې الله (ج) ته موږ ته راکړې، نو هغه (ج) په دې باندې پوهېده، چې موږ څه څیز ته اړتیا لرو.
۲ ـــ  وبښئ ګرانه، کولای شې د هغه کار په خاطر مې وبښې، چې ترسره مې کړ؟ 
۳ ـــ  زه تا بښم او نوره دا موضوع نه یادوم، سمه ده؟ 
۴ ـــ  نن شپه غواړم، چې یوازې له تا سره وخت تېر کړم، کوم کار دې خوښېږي، چې ترسره یې کړو؟ 
۵ ـــ  هو نن شپه هغه خواړه پخوم، چې ستا خوښېږي.
۶ ـــ  زه په تا باندې باور لرم.
۷ ـــ  له تا څخه منندوی یم.
۸ ـــ  له مثبتو صفتونو څخه ګټه اخیستنه. باور نه شم کولای، چې ته څومره ..... يې.
۹ ـــ  په تا باندې ویاړم.
۱۰ ـــ  په مېز باندې مې پیسې درته ایښي دي.
۱۱ ـــ  په خبرو دې باور کوم.
۱۲ ـــ  په تا باندې ویاړم، سره له دې چې ښه نه وې، دغه راز درباندې ویاړم.
۱۳ ـــ  پوهېږم، چې په دې وروستیو کې مو مخامخ خبرې نه دي کړي، خو غواړم پوه شې، چې تا منم، حتا که له تا سره همغږی ونه اوسم او هڅه کوم، چې زما او ستا ترمنځ اړیکه ښه شي، ترڅو دواړه وکولای شو یو بل ښه درک کړو.
۱۴ ـــ  ستا لپاره مې ډېر ښه څیز اخیستی دی.
۱۵ ـــ  په یوه ځانګړې موضوع کې د هغه له وړتیاوو څخه ستاینه وکړﺉ. په دې وروستیو کې مې ولیدل، چې په فلانۍ برخه کې دې ډېر ښه پرمختګ کړی دی.
۱۶ ـــ  د فلاني څیز د جوړولو له کبله دې ستایم، زه کولای شم، په دې برخه کې له تا څخه ډېر څه زده کړم.
۱۷ ـــ  ډېره ښه او هوښیارانه ټاکنه وه.
۱۸ ـــ  ته واقعاً یو ښه نارینه یا یوه ښه مېرمن کېږې، نه پوهېږم، چې څومره هیجان را پارونکې خبره ده.
۱۹ ـــ  پوهېږم، چې په فلانۍ قضیه کې څومره وځورېدې، واقعاً خواشینی یم، نه پوهېږم، چې د دې موضوع زغمل څومره درته ستونزمن کار دی، پوهېږم چې سختې شېبې دې درلودې.
۲۰ ـــ  ته تل زما زوی یې او زه تل تا بښم او درسره مینه به ولرم.
۲۱ ـــ  ځه تر سبا سهاره پورې ویده شه، استراحت وکړه او د کوم څه په اړه فکر مه کوه.
۲۲ ـــ  فکر مې نه کاوه، چې فلانی کار به ترسره کړای شې، واقعاً زه دې تر اغېزې لاندې راوستم.