فیسبوکي اختر

هغه څنګه يې ښه ویلي چې (اولډ ایز ګولډ) تېر وختونه رښتیا هم ډېر ښه وه، اختر به رښتیا هم اختر وه، خپل، خپلوان، چم ګاونډ، کلیوال، دوستان، ملګري، انډیوالان او داسې نور به سره يوځای کېدل، اختر مبارکیانې به وې، نیمه ورځ به په جومات کې تېره شوه (اختر دې مبارک شه، تراویح لمونځونه  او عبادتونه دې قبول شه، داخل د حاجیانو غازیانو کې حساب شې) جوماتونه به ډک وو، همدارنګه خنداګانې، ټوکې او ټکالې، خوښي، ناسته ولاړه به وه، اختریز پروګرامونه به وو، دا فکر به یې نه کاوه چې څوک دي پېژنم یې که نه خو بس اختر مبارکي به یې ورسره کوله، یو بل به یې کلک نیولي وو چې نن زما اختر دی او نن زما اختردی، اختر به د درېیو ورځو پر ځای به پنځه ورځنی شو، هغه وخت هم خلکو دندې او مصروفیتونه درلودل خو د اختر د لماځلو لپاره به یې هر څه شاته غورځول، دا ځکه یوه مینه، اخلاص، رښتینولي، احترام موجود وه چې دا خلک یې سره په یوه ځای کې په یوه دسترخوان راغوڼډ کړل او د یو بل خفګانونه به یې سره هېرکړل. که څه هم اقتصاد کمزوری وه بیا هم د زړونه د اخلاص څخه ډک وه، (تور توتان له تا قربان) هر څه به چې وه د خوند او خاص خوند نه به ډک و، د یو بل په درد او خوښې کې به تر هرچا وړاندی ولاړ وو، ښه وخت وه.

 اوس راشه ګوره، داسې نه ښکاري چې اختر وي، دری ورځې مخکې په فیسبوک کې ولیکي چې د ټولې نړی مسلمانانو ته او په خاصه توګه ټولو هېواد والوته د کوچنې اختر مبارکې وایم، خدای دې وکړی چې دا اختر زمونږ د هېواد لپاره د سولې اختروی او نور، د دې سره له ګوګل نه د عید مبارکی انځور هم ورپورته کړي، مخکې له مخکې دې پوه کړې چې زما کورته رانشې، بیا د اختر په ورځ د خطبې نه هم مخکې پاڅیږي، جومات نه هم پټ راوځې بیا چې کور ته لاړشې او فیسبوک ته کیني خپل ورپورته شوي اختریز پیغام لایکونه او کمنټونه شماري یا خپل څو د اختر انځورنه ور پورته کړي او ورسره ولیکي چې د اختر اول ورځ یا څنګه ښکارم یا وايي چې زړه راته وویل چې ټول انځورنه پورته کوي راځه ته يې هم ور پورته کړه نو زه له چا کم یم څه یا یو څو سلفی او داسې نورې اوتې بوتې.

که لږ ورته نژدې ملګری وی نو بیا ورته پر مبایل پیغام واستوي، که چیرې په اختر کې د چاسره اختر مبارکې کوې نو درته وایې به چې ما و تا خو پر فیسبوک اختر مبارکې کړی ده، خیر اوس چې ته غواړی نو بیا به یې سره وکړو، هر چا ځان ته آسانه کړې ده، بس فیسبوکي اختر ورته ښه بریښي. په هر کور کې دسترخوان غوړیدلی وي، د الله تعالې د نعمتونو کمې نه وی خو هغه اخلاص چې غواړی نشته، هغه خوند چې باید احساس کړی نشته، ځکه دا هر څه یوه نمونه يې راقابت دي چې خلک يې یو بل سره کوی، خفګان، حسد، کینه، نه خپلوي، ضد او داسې نور فکري او شیطانې لاملونه شته چې نه مو پریږدی، چې چاته ورشو یا درته راشې. هرڅوک یې ځان ته ډنګوی، مشران نه دي معلوم، حقدار نه دی معلوم بس په هر څه په فیسبوک درخلاص کړی. ځکه دا یوه ښه هینداره ده د اوسني عصر او فیسبوک داسی یو مرکزی نښلول شوې ډیټابیس دی چې د خلکو څخه يې کلتور، دستور، اسلامې رسومات، افکار، مینه، خلوص، رښتینول خوړلې او د ددې د تحلیل او تجزيې له مخې يې ټول حقایق راته په بنیادي توګه مجازي کړې دي. 

زه اوس شکر پرځای کوم چې یو نقطه خو شته چې سره پري راغونډ یو، ګرانو راځئ دغه را روان لوي نیکمرغه اختر چې اسلامې ورځ، د انعام ورځ، د بښنې ورځ، د اختر ورځ، د خلوص ورځ، د مینې ورځ ، د قربانی ورځ په خوښیو رنګینه کړو؛ خفګان، حسد، کینه، ضد، بغض، عداوت هېر کړو او دروازه یې د تل لپاره ور وتړو او د ورورولې په رنګینه فضاء کې یو بل ته غږ ورکړو چې اختر مو مبارک شه، ترڅو د الله تعالی له فضل و کرم او مغفرت څخه برخمن شو.