رښتيني دوستان دې زنده باد وي

له بده مرغه د روانې جون میاشتې د ۲۲مې نېټې سهار وختي د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د خونړۍ زلزلې له امله زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او زرګونه کورونه وران شول.

د دې زلزلې زيانونه تر هغه ډېر زيات او پراخ دي چې په رسنيو کې خپاره شوي.
د رسنيو د معلوماتو له مخې له زر تنو زيات یوزاې مړي دي، له ۲۵۰۰ ډېر ټپيان دي او له ۴زره کورونو ډېر نړېدلي دي.

خو حقیقت دا دی چې د زلزلې په سيمو کې هغه کورونه چې له زلزلې روغ پاتې شوي هم دي، هغه ټول تخريب دي او د اوسېدو وړ نه دي.

دغه راز د مرګ ژوبلې په اړه هم چې کوم راپورونه خپاره شوي، هغه پر خپل ځای، خو حقیقت دا دی چې د يادو سيمو ټول کسان ترې اغېزمن شوي.

داسې چې که څوک ظاهرا روغ هم دی، خو دومره وېرېدلی چې رواني وضعيت يې ښه نه دی او ډېری کسان له نورمهال حالت څخه وتلي او عصبي ستونزې ورته پيدا شوې.

هو! په حقیقت کې د دې زلزلې  درد په مستقیم ډول د افغانانو پر تن تېرېږي، خو ورسره د افغانستان دوست هېوادونه او د انساني خواخوږۍ په ګاڼه سمبال انسانان هم ودردېدل او د افغانانو مرستې ته يې راودانګل او افغان ولس ته يوځل بيا خپل واقعي دوستان معلوم شول او ځای لري چې په دې برخه کې د چين هېواد نوم واخيستل شي.

زه غواړم په دې اړه لږ وضاحت وکړم او هغه دا چې افغانان احسان فراموشه خلک نه دي او د تاریخ په اوږدو کې چې هر چا له افغانانو سره مرسته کړې، دوستي يې ورسره پاللې،  افغانان يې تل احسان مني او آن د سر په بيه يې ملګرتيا ته چمتو دي.

خو برعکس، چا چې له افغانانو سره ظلم کړی، تېری يې  ورباندې کړی، افغانان بيا دا ځانګړنه هم لري چې د تېريګرو او ظالمانو پروړاندې يې سر نه دی ټيټ کړی او په مېړانه يې له خپلې خاورې او ناموس څخه دفاع کړې.

چې له موضوع څخه بهر نه شم، غواړم ووایم چې متاسفانه په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله د رامنځته شوې غمیزې په اړه د ځينو لوېدیځو هېوادونو غبرګون ډېر سست او بې پروا و، ځينو يې هېڅ غبرګون و نه ښود او ځينو يې یوازې د خواشينۍ په څرګندولو او د خيالي مرستو په اعلانولو بسنه وکړه، خو په عمل کې يې هېڅ نه دي کړي.

 زموږ د ګاونډيانو دې کور ودان وي، چین، ایران، پاکستان او د سيمې له هېوادونو قطر او اماراتو عملا مرستې را لېږلې دي.

خو د چين نوم ځکه بايد برجسته وليکل شي چې دغه هېواد مرسته تر نورو زياته ده او اغېزه يې هم ډېره ده.

اغېزه يې ځکه زياته ګڼم چې چين د نړۍ يو مطرح او لوی هېواد دی، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړيتوب لري او په نړيواله کچه يې دریځ ډېر تاثیر او اهمیت لري.

د دې هېواد مرسته نه يوازې مادي ارزښت لري، بلکې معنوي ارزښت يې په دې کې دی چې نړيوالو ته د افغانانو مظلومیت او د مرستو ورکړې مستحق توب ثابتوي او اعتبار ورکوي.

بل ارزښت يې په دې کې دی چې که زموږ سره يوازې همدا لوی، بډای او د مهمو نړیوالو معادلاتو ټاکلو کې مطرح هېواد مرسته او ملاتړ ولرو، نو په نړيواله کچه به زموږ د هېواد اهمیت هم زيات وي.

په هر حال! چې خبره رانه اوږده نه شي او اصلي موضوع ته راشوو، نو ویلای شوو چې دغه هېواد شاوخوا اته میلیون ډالرو په ارزښت اړين توکي چې درمل، خوراکي توکي او البسه په دوو سترو الوتکو کې کابل او بيا د زلزلې سيمو ته ولېږل.

د افغان رسنیو د راپورونو له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ۵۰ میلیونه چینايي يوان، د دغه هېواد سره صلیب ۲۰۰ زره امریکايي ډالر، په افغانستان کې د مس عینک پروژې قراردادي چینايي شرکت ۲۰۰ زره امریکايي ډالر له زلزله ځپلو سره مرسته اعلان کړې.

په دې سره يې له يوې خوا له افغاانو سره عملا مرسته وکړه او دوستي يې ثابته کړه، له بلې خوا يې نړیوالو ته وښوده چې په افغانستان کې وروستۍ زلزله يوه وړه پېښه نه ده، بلکې يوه لویه غمیزه ده او د نړیوالو مرستو مستحقه پېښه ده.

د افسوس او خواشينۍ ځای دا دی چې لوېديځو هېوادونو، امریکا او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله د رامنځته شوې غميزې په اړه لکه څنګه چې مناسبه وه او ده، داسې غبرګون يې ونه ښود، لکه څنګه چې مناسبه وه داسې همدردي يې ونه ښوده، لکه څنګه چې پېښه مهمه وه، په هغه اندازه يې منعکسه نه کړه.

که موږ فرض کړو چې دا پېښه په امريکا، انګلیستان، جرمني، فرانسه او يا کوم بل لوېديځ هېواد کې رامنځته شوې وای، آيا د امریکا او اروپايي ټولنې غبرګون به هغه وخت هم همداسې نرم او سست و لکه نن يې چې د افغانستان د غمیزې په اړه ښودلی؟

ښکاره خبره ده چې داسې به نه وای، بلکې د دوی رسنيو به عامه اذهانو ته دغه پېښه څو چنده لويه ښودلې وای او د نړيوالو مرستې به يې را جلب کړې وای.

په افغانستان کې د رامنځته شوې غمیزې په اړه د لويدېځوالو سست غبرګون د دې ښودنه کوي چې د دغو هېوادونو هغه شعارونه ټول دروغ دي چې وايي ټول انسانان مساوي حقوق لري.

امریکا او نړۍ سره له دې چې پوهېږي افغانان له يوې خوا له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له بلې خوا پکې د زلزلې او وروستيو سیلابونو له امله خلکو ته د سر او مال درانه زيانونه واوښتل، لا يې هم د افغانستان کابو ۹ میلیارډ ډالره سرمایه کنګل او برمته کړې.
لا هم دا د افغانانو برمته شوې شتمني نه ورکوي او زړه کې يې رحم نشته.

په هرصورت! خبرې په دې رالنډوم چې د پښتو د هغه متل له مخې چې وايي «واقعي دوست په بده ورځ ثابتېږي» اکتفا کوم، په دې متل کې رښتيا هم ډېره پراخه معنا او مفهوم نغښتی او موږ ته دا درس راکوي چې بايد واقعي دوست وپېژنو.

زموږ واقعي دوست هغه دی چې نن يې زموږ مرستې ته را دانګلي او لاس مو يې نیولی.