شاعر او نړیوال کېدل

نن سبا چې موږ په هر ځای کې مشاعرو ته ځو په تازه نفسو شاعرانو باندې مو سترګې لګېږي، د هغو نوي پنځول شوي شعرونه مو د غوږو تر کوره رارسېږي. په دې تازه نفسو شاعرانو کې کم داسې کسان وي چې ځانته یې جلا لار غوره کړې وي او ډېر داسې کسان وي، چې د بل شاعر د شعرو څخه تقلید کوي او یا یې د بل شاعر په پیروۍ شعر لیکي، د ده شعر به د ځینو کسانو خوښ شي او چک چکې به ورته وکړي، خو د ځینو د اوریدو د مرغه وزرونه به شل کړي او د شعر په ځمکه به یې د فکر او خیال مرغه ونه څري. په ټوله کې شاعري کول او پالل د هر چا کار نه دی ځینې کسان دي، چې د وړوکوالي څخه د شاعرۍ سره مینه لري او د وخت په تیریدو یې د شعر سره مینه لا زیاتېږي په کوچني عمر کې به یې د شعر قلم ښه ځلیدلی وي، خو ځینې داسې کسان دي، چې د شعر سره یې مینه نه وي، دوی به یا مشاعرو ته ځي او یا به د تیوري په لوستو سره د شاعرۍ په ګیلم کېنې او یو څو کرښې به د شاعرۍ په ځمکه کري، د څو فصلونو په تیریدو سره به دی څه ناڅه د شاعرانو په کتار کې حساب شي، خو د هغه چا په ډول شاعري نه شي کولی، چې د هغه د وړوکوالي نه د شاعرۍ سره مینه وي، شعر به یې هغه کسانو ته خوند ورکوي، چې هغوی په ادبیاتو او شاعرۍ نه پوهېږي، هغه کسانو ته به یې شعر خوند نه ورکوي کوم چې په ادبیاتو او شاعرۍ پوهېږي.

نړېوال سمبول د کمو شاعرانو په شعرونو کې لیدل کېږي هر هغه شاعر چې په خپل سبک کې بشریت په نظر کې ونیسي نژاد، هېوادنۍ جغرافیه او ... نور یې ونه پالل هغه نړیوال شاعر دی لکه جبران چې بشریت ته لیکنې کولې د هر مذهب شخص فکر کوي چې دا زموږ په مذهب دی.

که موږ د رحمان بابا شاعري وګورو نو زما په اند یو نړیوال شاعر دی، ځکه یوه انګلېسي ادیب د ده د شعرونو دېوان انګلېسي ژبې ته ژباړلی دی او په انګلېسي ادب کې یې ډېر هر کلی شوی دی که چېرته په انګلېسي ادب کې هر شاعر د رحمان بابا غوندې شاعري کړې وه، نو هغه شاعر ته به یې جایزه ورکړې وه، زموږ په هېواد کې د ادبیاتو په نړۍ کې جایزه نه شته که وه نو ډېرو شاعرانو به ګټلې وه.

د شعر اړوند به ډېر کار شوی و، په پښتو ادب کې د نظم برخې ته کار شوی دی، ډېرو شاعرانو د خپل شعري ټولګې د چاپ په ګاڼه سینګار کړې دي دا زه منم چې شاعران دي، د پښتو ادب په ودانۍ کې به شاعر ورته ووایو، خو د نړويالو شاعرانو په کتار کې یې دریدل ګرانه خبره ده.

هر شاعر که غواړي چې نړیوال شي، نو هغه دې شعر د خپل باطني ارزښتونو په اساس ولیکي هغه خبره په شعر کې وړاندې کړي، چې د زړه په ودانۍ کې یې شتون ولري. یا په بله وینا د زړه خبره په شاعرۍ کې وکړي او شاعري داسې وکړي، لکه یو کس چې په یوه غونډه کې په مورنۍ ژبه خبرې کوي او د کومې لفظي تېروتنې سره لاس او ګرېوان نه شي شاعري یې باید صادقه او فطري کړې وي بشریت یې د نظر په منګلو کې نیولی وي، داسې شاعري یې کړې نه وي، چې شعر یې د ځان لپاره د غرور د پیاوړتیا او په ټولنه کې د شاعر په نوم معرفي کيدل یې غوښتنه وي.