یو تیخان او یو خزان

د روان شعر ویونکی شاعر سورګل خزان د قاسم خان زوی او د رحمت خان لمسی، چې په خټه خوېشکی پښتون دی، د ښایسته منظرو، ښکلو بڼو او رنګارنک ګلونو درلودونکي پروان ولایت د غوربند سیاګرد ولسوالۍ د خوېشکو لویې درې د تیخان په کلي کې دې خاورینې او فاني نړۍ ته په ۱۳۱۰هـ ش کال د میزان میاشتې په ۱۵ نېټه سترګې غړولې دي، دا هغه وخت و چې د نادرخان د پاچاهۍ څراغونه په هېواد کې بل وو.
 
خزان د داسې کورنۍ ماشوم و چې د زده کړو او تعلیم سره یې د بې سارې مینې په درلودو سره خپل خزان دې ته اړ کړ چې د زده کړو ډګر ته ودانګي. هماغه و چې خزان د ژوند په څلورم طلایي عصرکې د لومړي ځل لپاره د کلي د جومات په دروازه ورننوت او په دیني زده کړو یې پیل وکړ. ځینو ستونزو خزان پرې نه ښود چې د عصري زده کړو لپاره په ښوونځي کې په څوکۍ کېني خو بیا یې هم روح ارام ونه کړ او د عصري زده کړو ځينو کتابونو پاڼې یې اړولې دي.
 
خزان استاد نه درلود د خپل شعر کاروان یې بې له استاده پرمخ بیولی دی او د ادب په بڼ کې د غوړیدلي ګل په څېر یې بویونه تر موږ رارسیدلي دي، موږ یې بویه وو، څومره چې یې بوی کړو پرې نه مړېږو، بوی یې هم نه ځي تل تازه دی؛ لکه: د ننګرهار باغچې د خزان د شعر کاروان به له موږ وروستیو ته هم تل تازه وي او د یوه ځلیدلي ستوري په  بڼه به تل ځلېږي.
 
د ظاهر خان د حکومت په دوران کې یې د دولتي چارو په ماموریت کې دې ځپلي ولس ته په خپل قلم ځینې مکتوبونه لاسلیک کړي دي او د لکونو مکتوبو په لاسلیک کولو سره له دې دفتره و شړل شو او بیا یې د قلم په نوکه د خپل د زړه درد لا پسې وغوړاوه او د شعر د کاروان دېوالونه یې پاخه کړل، نور کار یې نه و دی به و، کاغذ، ملغلرې  او د کور د برنډې دېوال به و. د سپینو کاغذونو مخ به یې په څو کرښو تور کړ روح به یې د تسکین ساه واخیسته او د پښو ترقا به یې و وېستله.
 
د خزان څلور ګلان وو او یوه غوټۍ، خزان د ځینو ربړونو په تېرولو سره د خپل د پلار هډونه په خپل هدیره کې پرېښودل او په کابل کې یې له هر لمانځه وروسته په خپل دعاګانو کې یادا وه. په ګلانو او غوټۍ یې زده کړې وکړې، چې د ګلانو او غوټۍ تخلصونو یې هم د خزان له تخلصه سرچینه اخیستې ده، د دوی د علم بڼ یې یواځې د دیني زده کړو په اوبو خړوب نه کړ بلکې د عصري زده کړو اوبه یې هم ورباندې وڅښلې د ګلانو او غوټۍ قدونه یې تر اسمانه پورې ورسیدل.
 
خزان خپله د ماموریت په دوران کې هېڅکله په لاس باندې د بډۍ ناولې اوبه تېرې نه کړې بلکې تل یې د پاکو چینو په اوبو خپل لاس وینځلي دي، له همدې امله یې شهرت د اسمان د ځلیدلي ستوري په څېر دی.
 
خزان خپله ځان په خپل شعر کې په دې ډول را پېژندلی دی:
د شاعر پېژندنه
اصلي نوم زما سورګل دی، تخلص مې دی خزان
د پلار نوم مې قاسم خان دی، د نیکه نوم رحمت خان
اوسیدونکی د غوربند یم، په غوربند کې د تیخان
یم په خټه باندې خوېشکی، په ټبر پښتون زبان
که څه هم په قام پښتون یم، په ملت یم افغان
امتي د محمد(ص) یم، پـه مذهب کې د نعمان
زه چې راغلمه دنیا ته، په تخت ناست ؤ نادر خان
سنه دیارلس سوه لس وه، میاشت د تلې یا میزان
هغه وخت چې زه مامور شوم، وه دوره د ظاهرخان
د دولت په اداروکې، مې کارکړی په ښه شان
په لومړۍ رتبه کې یاره، تقاعد تـه شوم روان
اوس پوره اتیاکلن یم، زړه مې دی تر اوسه ځوان
که یـم زوړ، زوړ پـاله نه یم، خوښوم نوی جهان
مینه وال یم د ښکلاوو، تمدن مې دی ارمان
لاندې ګرځمه پر ځمکه، خیال مې دی په کهکشان
په وروستي دوران د ژوندکې، شاعرۍ ته شوم میلان
وایم شعر په پښتو ژبه، خو شاعر نه ګڼم ځان
مافي غواړم لـه خلکو، که مې شعر کې وي نقصان
ځکه زه یم بې تحصیله، په تصنیف کې کم توان
نه بدیع دي ما ویلي، نه عروض او نه بیان
له مــــــــــــــــــــــــــــلانه مې ویلي، دوه کتـــــــــــابه یو زمان
یو قران د خدای(ج) کتاب دی، بل پښتو رشید بیان
هغه هم بې له معنا نه، معمولي سطحي روان
لکه څوک چې کړي خبرې، د ناطق طوطي پـه شان
دا چې ما یو څه زده کړي، دی کمال مې د خپل ځان
د ملا یا معلم نشته ، له دې زیات پـه ما احسان
ما پر ځمکه خط زده کړی، نه په بل څه او بل شان
په قلم، کاغذ مې نه دی، مصرف کړی یو غیران
هم په شعر او شاعرۍ کې، بې استاده یم روان
خپل بیړۍ له اوبو باسم، په توفیق د پاک سبحان
 
د ۱۳۹۳کال د جدي میاشتې په ۱۸ نېټه عزرائیل د خزان دروازه وټکوله او د مخامخ کېدو سره یې سم سورګل د تل لپاره خزان کړ او په همدې ورځ یې له فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او په ګڼ کې کلي کې په یواځينې کور کې د تل لپاره بندي شو.
 
 خزان خپل قلم په نثر کې هم چلولی دی، چې په ځیونو ورځپاڼو کې یې د نثر په ژانر کې په رنګ تور کاغذونه خپاره شوي دي؛ لکه: د دولتي او شخصي ملکیتونو د غضب او لوټماریو اړۍ به تر کومه روانې وي ؟ ۱۳۸۷/۶/۱۰ نېټه ، ۱۳۸ګڼه، قومي او ژبني اختلافونه  ۱۳۸۹/۴/۲۴نېټه ۱۹۹ګڼه هېواد ورځپاڼه او داسې نورې په لس ګونو... مقالې  چې د هېواد د مختلفو سیاسي پېښو غبرګون پکې له ورایه برېښي د بېلګې په ډول: فتنه اچوونکی څوک دی؟ او بشري تاریخ چا پر وینو لړلی دی. 
 
خزان نه یواځې چې د زړه درد یې په پښتو ژبه بیان کړی دی، بلکې په فارسي ژبه یې هم د شعر کاروان تر یو ځای پورې بیولی دی، چې دلته به یې د یو شعر چې ظنز ته ورته دی د بېلګې په توګه را واخلم:
بزک بزک نمیر چو لغمان مې رسـد
ګر زنده ماندی علف بامیان میرسد
مامور! عجله مکن در معاش نمی بینی که
دالر به سرعت نور از جاپان میرسد
غم روزی مخور توکل به خدا کن
ګویند که رزق وروزی از اسمان میرسد
 
خران د خپل د زړه درد د یوې شعري ټولګې په اندازه په رسمي توګه راتلونکو نسلونو ته پرېښود او ځینې دردونو یې لا رسمی بڼه نه ده اخیستې او هماسې د کتابچې په کاغذ کې د خزان د بېلتون فریادونه کوي. خزان یې ترې تللی دی نور څوک یې غږ نه اوري، چې پر هغه دردونو باندې د کاغذو مخونه تور کړي او فریادونه یې غلي کړي. 
 
د خزان د رسمي دردونو نوم سوځیدلې ګلڅانګې دی، چې خزان په دغه رسمي دردونو کې رنګا رنګ موضوعات لکه له زمانې شکایت کول، بې اسارته ژوند، د سره انګرېز حملې او د هغوی غاښ ماتونکی ځواب، آرماني هیلې، د سحرا ژوند، کسب او مامور، قاضي د چرګانو غل، وطن پالنه، پښتون ولي او همدارنګه ګڼ موضوعات یې په خپل اثر کې را ټول کړي او د یوه غورچاڼ په ډول یې چاپ کړي دي.
 
    سوځیدلې ګلڅانګې دوه برخې لري ،لومړی برخه کې یې ټولنیز موضوعات راغلي او په دویمه برخه کې یې منظومې کیسې راغلي دي.
د دې کیسو موضوعات یې د نظم په قالب کې د قلم په ژبه بیان کړي دي، لکه د چرګې او بلبلې، د پیل ډاکټر، بې تجربې کمېسون، د ځنګله قانون او داسې نور ډېر موضوعات شته چې شاعر هغه په ډېر ښه ډول په نظم انځور کړي دي، چې دا کار د شاعر ظرافت او لیاقت ښکاره کوي.
شاعر د زمانې څخه سر ټکوي او وایي:
عجیبه زمانه شوه، عجیب شانته دنیا
نه په شپه کې آرامي شته، نه په ورځې کې رڼا
د پېژند ګلوۍ په اړه وایي: 
نـور وینه سپنه شوې، د زړه مینه ورکه شوې
په کار نه راځي چاته، نه دوستان نه اقربا
دلته به د خزان د ځينو پوره شعرونو بېلګې وړاندې کړم، چې رنګارنګ موضوعات لري؛ لکه: د سره ښامار په اړه وایي: 
سور ښاماره تا باتور افغانستان ته
اټــکل وکړ د خېوې او بخارا
په خطا فکر کې لاړې خبر نه وې
چې دا ملک دی د میرویس او احمدشا
نېغ په تمع د غلا راغلې زموږ کـور ته
بېرته لاړې تش لاسونه خمه ملا
ځوړند سر په خپلو پښو له«آمو»تېر شوې
چې راغلی وې مغروره په «هوا»
که تا ورانه کړه زما وړوکې خونه
ما ویجاړه کړه دا ستا لویه دنیا
شوه زما د ویاړ شمله نوره اوچته
ته سرکوزی شوې د خلکو د خندا
څنګه موفته درنه لاړه جوار ګره!
«د تودو اوبو» په خیال نیمه دنیا
اوس تله په لاس واخله حساب وکړه
چې بیه شوه درنده که دې سودا
 
د ظلم په اړه وایي: 
ښکاري ظالمه! بلبلان په کاڼو مه وله نور
د پاکې مینې لیونیان په کاڼو مه وله نور
وزر یې مـات دی د فلک د ناکردو له لاسه
دا مات وزري ګوربتان په کاڼو مه وله نور
وینې ترې څاڅي لا جوړ شوي یې زخمونه نه دي
دا جنګ ځپلي افغانان په کاڼو مه وله نور
څه پاتې نه دي نور په دې توپان وهلي باغ کې
په سترګو ړوند شې وچ مونډان په کاڼو مه وله نور
چې نه یې کلی، نه یې ښار، نه یې بازار پاتې دی
دا وران ویجاړ افغانستان په کاڼو مه وله نور
چې څو څو ځلي تور کاڼي په تندي مات شوي
په وینو رنګ ژوبل «خزان» په کاڼو مه وله نور
 
د ځینو شاعرانو د استعارو او کنایو څخه سر ټکوي او په ځینو شاعرانو یې انتقاد هم کړی دی هغوی ته داسې وايي: 
قلم را واخله اول نوم د پاک سبحان ولیکه
بیا ورپسې ښکلی، ښایسته افغانستان ولیکه
په کنایو استعارو باندې دې نه پوهېږم
په خوږه ژبه د پښتو شعر نمایان ولیکه
له معمــــــــانه ګوره بله معما جــــــــــوړېږي
ماته روان ساده مضمون ساده عنوان ولیکه
کله د خال تعریف کوې کله د زلفو صفت
پر ځای د زلفو د«میوند» زرین داستان ولیکه
نورې زړې شوې د لیلې او د مجنون افسانې
افسانې بس کړه، نوی ژوند، نوی دوران ولیکه
دا رستمي کیسې دې پرېږده، رستمیانو لـره
له ویاړه ډکې کار نامې د «اکبرخان» ولیکه
عمر دې تېر شو د پتنګ د سوځیدو په غم کې
یو ځل د غم په ورستي حال د(خزان ) ولیکه
 
خزان د خوشحال خان په څېر ځان لوړ بولي د همت او ځان ستاینې دعوه کوي، چې ځان په شعر کې د مرغانو شاهین بولي؛لکه: چې وایي:
راته ونه کړې اټکل د اوبو وړي
زه په تل د سمندر کې لوی نهنګ یم
د زمري په شان یم ناست غلی آرامه
که مې څوک شي مزا حم بیا په غورځنګ یم
لا تر اوسه چا ښه نه یم پېژندلی
چې بېخ کن زه د اورنګ او پرنګ یم
لوړ همت مې دی څرګند ټولې دنیا ته
چې کوتره یم د سولې باز د جنګ یم
څو، څو ځلي مې ورکړی امتحان دی
قربان په خپله وطن لکه پتنګ یم
زه پښــــــــــــتون یم قربانۍ ته پیدا شوی
سر تر پایه د غیرت پـه وینو رنګ یم
په غیرت یمه پاچا د پـاچا هانو
خیر دی دا که په جامه باندې ملنګ یم
 
د منظومو کیسو د برخې څخه به یې دلته یو دوه دانې وړاندې کړم:
د پیل ډاکټر:
 شاعر دغه کیسه په شفاهی ډول اوریدلې خو بیا شاعر په تحریري ډول سره لیکلې او د مثنوي په قالب کې یې نظم کړې ده.
آوریدلې مې کیسه د عاقلانو
د پیتاوي له مشهورو ناقلانـو
چې په تېرو زمانو کې عزیزانو
یو پاچا ؤ ډېر شوقي د حیوانانو
راوستلي یې له هنده دوه پیلان وو
په حیرت کې ورته پاتې درباریان وو
ترې چاپېر شول د پاچا ټول وزیران
هـم یې ستر هم کوچني سلا کاران
چا یې وکتلې پښې چا یې غوږونه
چـایې وکتو خرطوم چا یې غاښونه
 
د بې اتفاقۍ پایله:
هغه کیسه چې ډېر لوړ مفاهیم یې پکې ذکر کړي دي او لوړ ارزښت لري، دا کیسه یې هم د مثنوي په قالب کې نظم کړې ده.
هسې وایي په یو ځای کې وو دوه ورونه
په هر کار کې به یو لاس یو موټی وونه
دواړه ورونه په یو کور کې اوسیدل
په یو زړه وو یو له بله ځاریدل
نه په دوی کې تعصب ؤ نه سیالي
ډېره ښه به یې پاللـه ورور ولـي
و هر کار یې په سلا او مصلحت
تېراوه یې ژوند په مینه، محبت
مشر ورور کا و پـر کشر شفقت
کشري هم ساته د مشر ورور عزت
د دوی ژوند و د پردو د سترګو خار
تاو تریخوالي تـه یې ناست وو انتظار
ورپسې شول دوه بې دینه رقیـــــــــــــبان
یو مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلک و بل د کلي قوماندان
رجب خان ته یې شروع که شیطانت
چې دې مشر ورور په تا دی ملامت
دی کوي پرتا بې ځایــــــــــــــــــــــــــه زور زیاتی
نه دې پوله ده معــــــــــــــــــــــــلومه نه پټی
خپل ځان شمېري په هر څه کې معتبر
تاته ګوري همېشه په ســــــــــــــــــــــــــپک نظر
په کوم ځای کې چې خیرات وي که ودونه
یا کوم نور د خوشحالــــــــــــــــــــــــــــــیو محفلونه
لکه مچ ورســـــــــــــــــــــــــــــــــــــوي تنها خپل ځان
معلومېږي چې تانه ګڼــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي انسان
هم په کور کې نه لرې دومره اختیار
چې په خپله زړه مصرف کړې یو دینار
ستا اولاد سره هم نه لري الـــــــــــــــــــــــــفت
ورتـه ګــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوري په نظر د حقــــــــــــــــارت
نازوي او ښکلــــــــــــــــــــــــــــــوي خپل بچـــــــــــــــیان
ګواښوي او ځوروي ستا ماشــــــــــــومان
کـرۍ ورځ وي په کارو کې ســــــــــــــــرګردان
داسې ښکاري لکه وي چې یتــــــــــــــــــــــــــــــــیمان
له مخونو یې سپېرې خـاورې بادېــــــــــــــــــــــــږي
په والله چې زمونږ زړونـه پرې بدېـــــــــــــــــږي
خزان په هر شعري ژانر کې خپل قلم تجربه کړی دی، خو تر ډېره یې د غزل ژانر د خپل د درد د څرګندولو لپاره کارولی دی او اکثره ادبي صنعتونه یې په خپل شعر کې راوړي دي.