تمباکو نړۍ کې د يو کال دننه اووه مېليونه کسان وژني

د تمباکو د کارونې او زيانونو په اړه د ملګرو ملتونه راپورنه وايي، چې  تمباکو د يو کال دننه په نړۍ کې اوه میلیونه کسان وژني. دغه سازمان زياتوي چې د تمباکو استعمال د هیوادونو اقتصاد ته هم تاوان رسوي.
 
د روغتیا نړیوال سازمان د تمباکو پراختیا يو ستر تهدید ګني. دغه سازمان وايي چې د دې نه علاوه چې تمباکو هرکال په میلیونو کسان وژني، تمباکو د نړۍ اقتصاد ته ۱.۴ ټرېليونه ډالره تاوان هم رسوي، چې دغه د نړۍ د ناخالصه کورني عایداتو ۱.۸ فیصده تشکیلوي.
 
د انډرو بلک په نوم د  ملګروملتونو د تمباکو د کنټرول برخې يو تن مسوول وايي، چې نړۍ کې په میلیونو کسان داسې دي چې د تمباکو د استعمال نه په راپيدا شوو ناروغیو اخته دي.
 
انډرو بلک زياتوي  چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې به د تمباکو له استعماله  ۸۰ سلنه مرګونه په غریبو او متوسطو هیوادونو کې وي. د نوموړي په وينا  چې د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۳۰ کاله پورې به د اقتصاد په لحاظ په غریبو او متوسطو هیوادونو کې د تمباکو د استعمال په پرتله به د هغه کسانو شمېر دوه برابره شي چې تمباکو کاروي.
 
د تمباکو په اړه بله د اندېښنې مسله د چاپيريال ککړتيا ده. د بېلګې په ډول: د تمباکو کثافت، یا هغه څه چې د استعمال نه وروسته پاتیږي، څو زره ټنه زهرجن کیمیاوي مواد تولیدوي چې چاپیریال ته تاوان رسوي. شمېر ښيي چې د سګرټ پاته برخه د ښاري او ساحلي برخو کې د کثافاتو ۳۰ تر ۴۰ فیصده جوړوي.