برغسون

څرنګه چې مو مخکې ورته اشاره وکړه یو له هغو لاملونو چې د کلیو په نومښود کې پراخه اغېز لري اوبیز جوړښتونه او بڼې دي زموږ د هېواد په زیاترو سیمو کې دا ډول نومونه چې یایې مخکې او یایې وروسته د اوبو یادونه شوې ده د کلیو، سیمو او ولسوالیو نومونه شته دي او بېلګې يې ابکمري، اب بند، باریکاب، دواب، ارغنداب، تکاب او نور دي.
 
له اوبو لېرې نه ځو؛ دې ورته او لنډه کلیمه مرغسانه ده چې د وريځ په مانا راغلې ده، يا هم په اوستا کې د مرېغې د کلیمې شتون چې مرغسانې سره نږدې ده دې چمن په مانا راغلې ده دا په ډاګه کوي چې د برغسون کلیمه یوڅه لرغونې ده نه تنها دلته بلکې به بامیانو ولایت کې هم برغسنک په نوم کلی شته دی.
 
همداشان دې وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اړوند د ګربت او لوګر د غرونو تر منځ پرتې د مسجد درې د برغسون کلي ته سر ورښکاره کوو کوم چې د لوګر د غره په لمن کې د کوډۍ او قادر باباخېلو د کلیو تر منځ په داسې بڼه پروت دی چې د کلي په منځ کې کوم وخت چې طبیعت زیات بدلون کړی نه و، دلته به د څه وخت لپاره د لوګر د غره اوبه درېدلې، اوس یې دا بڼه له لاسه ورکړې ده، هغه څه چې موږ ته دا شواهد په ډاګه کوي په سیمه کې د چمن شتون دی.
 
که د یو شمېر کتابونو پاڼې راواړو ؛ برغسون به یوه ترکیبي نوم چې له برغ او سون څخه جوړ دی را وښیي کوم چې برغ یې د هغه بند په مانا چې د لرګیو، خځلو، خاورې او خټو څخه جوړ د اوبو د وړاندې تللو مخه ډب کړي، یا هم په بل عبارت د یو نهر څخه د خاورو او ډبرو په مرسته اوبه کوچنۍ ویالې ته اوبه داسې وګرځول شي چې ورپسې لاندې ویالې ته هېڅ هم پاتې نه شي سد ،مرغاب، ورغ او ارغ هم ورته ویل کیږي.
 
بلخوا د سیمې په ګاونډ د ګربت په غره کې د بر غنې په نوم د غرنیو ونو شتون دی چې دا نوم به هم دبرغ ونې لنډه بڼه وي کوم چې دا ډول نومونه په پښتو کې چې یو یا څو حروف یې له منخه لاړ شي عام دي ځکه دا ونې په ځنځیري بڼه په هغه ځایونو کې چې خاورې یې نرمې او اوبه یې زیاتې وي راشنې کیږي تر یونیم مترو پورې لوړیږي، همدا ټيټه بڼه یې په اوبلارو کې د دې لامل کیږي چې د خپلو ريښو اوښاخونو په وسیله مخکه له تخریب څخه وساتي او څرنګه چې دا ونې ځنکلي، ځنځیري یا یو له بل سره نښتې بڼه لري نو پراخه ښاخونه یې د سېلونو رسوبات د وړاندې وړلو څخه ګرڅوي، د دې ډول بوټو دودنه او پرمختیا به د پېښو په مدېريت او د نوو کرنیزو ځمکو په جوړښت کې به یې ونډه زیاته وي او برغ ونه اوس نو اوبه درونکې ونې په مانا تعبیریږي.
 
دویمه کلیمه یا سون بیا د ورته والي، خوا، طرف، څنډې په مانا راغلې ده خو څرنګه چې په پښتو کې اوبیزو سرچینو ته نږدې ځایونه غاړې بلل کیږي لکه د څاه غاړه، سیندغاړه، سمندرغاړه، ویالې غاړه او نور نو زه هم سون په غاړه بدلوم د پورته متن څخه په دې پایله خپل بحث راټولوم چې برغ یې بند اوسون یې غاړه چې سره یې یو له بله وپېیو نو بند غاړه به ترې جوړه شي چې پرځای اوسمه نومونه به وي.