په عموم کې دغه تاثيرات په دوه ډوله طبقو باندې صورت نيسي.
الف: په ژورنالیستانو او لوستې طبقې باندې
ب: په عامو او بې سواده طبقې باندې
الف: په ژورنالیستانواو لوستې طبقي اغېز:
په پښتو کې یو متل دی، چې وایي: چې اوسې په خوی به دې هغو سې. په فطري ډول د انسان فکر د وخت او ځای په لحاظ د بدلون خاصیت لري او نظر شرایطو ته متاثره کېږي. ژورنالیست هم یو انسان دی، د فکري استعمار په وخت کې یې ذهن او فکر مستعمره ګرځي، باندېني عوامل ورباندې اغېز کوي، نو یو ژورنالیست شاید د پرمختللو هېوادونو، د رسنیو ژورنالیستانو څخه متاثر شي او د هغوی په تقلیدي لاره باندې روان شي او خپل ارزښتونه ورته غیر متمدن او بې اهمیته ښکاره شي. فلمونه، سریالونه، ډرامې او نوره لوبې هم د ژورنالیست فکري نړۍ تر یرغل لاندې نیولی شي.
دا چې رسنۍ ملت په اسانۍ او اغېزمنه بڼه هر ډول پېغام رسولی شي، تبلیغاتي ځواک يې دومره غښتلی او قوي دی، چې هيڅ ځواک یې مقابله نه شي کولی او په ډېر اغېزمن ډول د خلکو توجو، افکار، نظریات، ذهنونه، اعمال او ارادې بدلولای شي.
لکه څرنګه چې مو مخکې وویل، چې د ژورنالیستانو اذهان هم د فکري یرغل ښکار کېږي، نو کله چې دوی د فلم، سریال او ډرامې د پيغامونو څخه فکري اثرات وړي، نو د دوی په معنویت هم اغېز لري نو دا چې د رسنیو کار کوونکي د ملت پوهه طبقه ده، دوی چې د فکري یرغلونو څخه ګوښه نه شي پاتې کېدلای، نو مخاطبان او د نورو مسلکونو طبقه وګړي به چېرې له دې زهري، فکري، کلتوري او فرهنګي یرغلونو د اغېز څخه بچ پاتې شي.
ب: په عامواو بې سواده وګړو اغېز:
دا چې زمونږ ټولنه د تېرو څلور لسیزو جګړو ځپلې ده، او د ټولنې اکثریت وګړي بېسواده دي په علمي او معنوي لحاظ د خپل فکر، ذهن او ارادې څخه ساتنه نه شي کولای، ډېر ژر او په کم تبلیغ سره یې فکر، ذهن، اعمال او ارادې بدلون کوي، د خپلو ملي او اسلامي معنویاتو، ارزښتونو او منافعو څخه په علمي ډول خبر نه دي او په همدې ترتیب د فکري اوکلتوري یرغلونو زیانونه په خپلو کلتوري او ديني ارزښتونو کې نه شي درک کولای، کله چې زموږ د هېواد د رسنیو له لارې د لرې پرتو هېوادونو فلمي تولیدات د کوم هدف لپاره وړاندې کېږي، ملت یې ډېر په لېوالتیا اوري او ګوري، خو د زیان درک یې نه شي کولای هسې که کوم پوه، مذهبي اشخاص او یا رښتیني متقیان یې زیانونه درک کولای شي، هغوی بیا کلک مخالفت ورسره ښيي، خپله هم له دې زهري برنامو څخه ځان ساتي او نورو ته هم لارښوونه کوي.
کوم پيغامونه چې د فلم، سریال او ډرامو مخاطبانو د فکري بدلون لپاره په کې ځای پر ځای شوي، د اسلامي او ملي معنویاتو او عقیدوي ارزښتونوسره سخت په ټکر کې دي مګر بیا هم مخاطبان یې همغو ناروا مادي او معنوي کلتورنو ته د عمل په ساحه کې ځای ورکوي، زمونږ د ملي اسلامي کلتور ځای یو یرغلیز او ناروا کلتور نیسي او خپل ملي کلتور مو تر پښو لاندې کېږي، کله چې یو ملت په کلتوري او عقیدوي لحاظ یرغمل شي په اصل کې د ملت روح یرغمل کېږي، بالاخره دغه ټولنه په کلتوري لحاظ مړه کېږي.
د یو ملت ملي ارزښتونه مونږ د خېمې له مراندو سره تشبیه کولای شو او دیني ارزښت د ډېر اهمیت په وجه د خېمې له ستنې سره تشبیه کوو، کله چې د خېمې مراندې وشلېږي د درېدو امکان یې کمېږي، خو که د خېمې منځنۍ ستن ونه لري، سره د مراندو د درېدو امکان یې هیڅ نه وي او که چېرې زمونږ ټولنه په اسلامي لحاظ ضعیفه شي، د ملي ټولنې نور ارزښتونه هم اغېزمن کېدلی شي.
نو رسني باید د دیني او کلتوري ارزښتونو په برخه کې له پوره دقت او صداقت څخه کار واخلي تر څو خپل دین، عقیده، کلتور او فرهنګ په ناوړه خپرونو سره له منځه یونه سي او د بهرنیو هېوادونو لوېدلي کلتورونه او عقیدې په اسلامي ملت ونه تپي، که نه نو خپل ځان او ملت به د دنیا او اخرت په ناکامۍ کې وغورځوي. لکه په دې اړه الله تعالی فرمایي: اَلذِینَ کَفَرُوا وَصَدُوا عَن سَبِیلِ اللهِ زِدنَاهُم عَذَابًا فَوقَ العَذَابَ بِمَا کَانُوا یُفسِدُون): ترجمه: هغه کسان چې کافران شوي دي او اړولي یې دي(نورخلک هم په دنیا کې) له لارې د خدای پاک څخه، زیات به کړو مونږ هغوی ته عذاب د پاسه د بل عذاب په سبب د دې چې دوی فساد کولو( په دنیا کې چې کفر او د خلکو منع کول وو د اسلام څخه). (۱۲: ۱۵)
وروستي