له فرصتونو استفاده د بریاليتوب راز دی

پوهان وايي هر انسان ته په ژوند کې يو ځل حتما د پرمختګ فرصت يا موکه پيدا کېږي، خو بريالي انسانان هغه دي چې فرصت وپېژني او استفاده ترې وکړي.

خبره مې ځکه وکړه چې نن سبا ځينې لګيا دي نارې او شور يې جوړ کړی چې هلی افغانستان له «اقتصادي ناورين» سره مخ کېږي! هلی چې خلک به له لوږې ومري! او داسې نور زړه بوږنونکي شعارونه ورکوي.

د داسې خلکو په ځواب کې بايد وويل شي چې افغانستان له سټراټيژيک پلوه او هم د جغرافيايي موقعیت له پلوه په داسې موقعيت کې قرار لري چې که دا فرصت درک او سمه استفاده ترې وشي نو باور لرم چې نه يوازې افغانان به له لوږې مړه نه شي، بلکې اقتصاد به يې دومره ښه شي چې د نړۍ له نورو بې وزلو خلکو سره به د مرستې جوګه شي.

زموږ شته فرصتونه کوم دي؟
د اقتصادي ودې لپاره زموږ یو مهم فرصت دا دی چې په خپل ګاونډ کې د نړۍ لوی اقتصادي قدرت یعنې چین لرو.

موږ بايد له دې فرصت څخه  استفاده وکړو او په معقولې ډيپلوماسۍ سره د تجارتي اړیکو د ودې او د افغانستان په پرمختګ کې د دغه هېواد د سوداګرو او پانګوالو پام را جلب کړو.

چین څو ځانګړنې لري، يو دا چې دغه هېواد د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی، خو د دې په څنګ کې يو صنعتي هېواد هم دی، په دې معنا چې خپل زراعتي محصولات يې اړتياوې نه شي پوره کولای، بلکې غلې دانې، مېوې او زراعتي محصولات د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه واردوي.

دا چې افغانستان يو زراعتي هېواد دی، خو سمندر ته لار نه لري نو له همدې امله يې هر کال زراعتي محصولات يا په کور دننه خراب شي او يا په ډېره کمه اندازه بهر ته د هوايي او ځمکني دهلیزونو له لارې صادرېږي چې لګښت ډېر ورباندې راځي نو ځکه يې افغان سوداګرو ته ګټه هم کمه رسېږي.

که موږ له چين سره یوازې د خپلو زراعتي محصولاتو د صادرولو په برخه کې تړون ولرو هم، دا به زموږ د هېواد اقتصاد په پښو ودروي.

اقتصاد پوهان وايي چې زراعت يا کرنه د يوه هېواد د اقتصاد د ملا تېر حیثیت لري، نو چې موږ د خپلو زراعتي محصولاتو لپاره بازار پيدا کړو او د خپل اقتصاد د ملا تېر جوړ کړو، نو نورې خبرې به په خپله حل شي.

د افغانستان او چین د همکاريو چانس
موږ د افغانستان او چین دوستانه اړيکې د زمان له لحاظه په دوو برخو وېشلای شوو چې يوه پخوانۍ زمانه او بله يې عصري یا اوسنۍ زمانه ده.

که تاریخ مطالعه شي چين او افغانستان هېڅکله يو د بل پرضد اقدام نه دی کړی، بلکې تل يې دوستانه اړيکې پاللې.

د اړیکو جوړولو لپاره دا ډېره مهمه ده چې موږ پخوا يو له بل سره کومه دښمني نه ده درلودلې.

بله مهمه خبره دا ده چې چین په اوسنۍ زمانه کې هم د افغانستان په اړه خپل سياست بې طرفه ساتلی او پر افغانستان د پخواني شوروي له يرغل را هيسې د امريکا تر يرغل پورې يې د افغانستان پر ضد د هېڅ يرغلګر پلوي نه ده کړې، بلکې مخالفت يې کړی او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او د افغانانو په خپل لاس د خپل برخليک له ټاکلو يې ملاتړ کړی.

له افغانستان سره يې په مختلفو وختونو کې مرستې کړې، په تېره بيا په افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت په واکمنېدو سره چې د ملګرو ملتونو په شمول د نړۍ مختلفو سازمانونه او نهادونه په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې د زياتېدو خبرداری ورکوي، خو چين د افغانانو مرستې ته را دانګلي او تقريبا په ټولو ولایتونو کې يې له بې وزلو خلکو سره د خوراکي موادو مرسته وکړه او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

دغه راز يې له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې د کرونا ضد واکسين را نيولې تر درملو، وسایلو او نورو اړتياوو د پوره کولو په برخه کې مرسته کړې.

دا هغه څه دي چې د افغانستان په اړه د چين ښه نيت څرګندوي او د دې ښودنه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د اړيکو د لا ښه کېدو فرصت تر بل هر وخت ډېر شوی دی.

افغانان احسان فراموشه نه دي او په دې سخت وخت کې به د چين مرستې هېڅکله هم هېرې نه کړي.

پښتو کې يو متل وايي: «څوک چې د يوې مڼې قدر نه لري، که ټول باغ هم ورکړې نه ورباندې معلومېږي.»

بل متل وایي: «دوست هغه دی چې په بده ورځ دې په درد وخوري»
هدف دا دی چې انسان باید په سخت وخت کې د چا نېکي هېره نه کړي او که د چا له خوا مرسته ترلاسه کړي نو پوه شي چې همدا يې تر ټولو ښه دوست دی او له دې دوست سره خپله دوستي دوامداره کړي.

چین که نن په دې سخت وخت کې له افغانانو سره مرسته کوي، دا به نه يوازې د اوس لپاره د افغانانو په زړونو کې ځای ولري، بلکې د راتلونکو نسلونو ترمنځ د دوستۍ د دوام لپاره به يوه ښه انګيزه وي او دا به تاريخ وليکي چې په فلانۍ زمانه کې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و او چین ورسره مرسته وکړه او له دې ستونزو يې خلاص کړل.