ښځې که د کفارو وسیلې؟

    غربي ټولنه د ښځو د حقوقو مدافع ځان ګڼي او ان دا څو لسیزې کیږي. چې دوی په افغانستان فشارونه راوړي او د ښځو په ازادۍ ټینګار کوي. د لومړي پلا امارت په دور کې امریکایي ټولنې همدا فشار راوړی و. او له طالبانو یې غوښتي ول، که چیرې تاسو د ښځو غربي ازادي ومنئ، نو د ټلوالې سره به ستاسو جګړه ختمه او  د افغانستان سره به هر ډول مرستې وشي. مګر اسلامي امارت ورسره دا کیسه و نه منله او هغه و، چې افغان دولت یې تروریست اعلان کړ او په دې خاوره یې یرغل راوړ.

شلکلنې دیموکراسۍ او سیکلري جمهوریت ښځو ته غربي ازادي ورکړه او حتا په حکومتي ادارو کې د ښځو لپاره هومره زیات حقوق ول، چې ډیرو نرینه نه درلودل. مګر د ښځو دا ازادي د یوې خاصې نرینه کړۍ ازادي وه، چې ښځو ته یې ورکړې وه.
زیاترو میړنو به دا خیال کاوه، چې لور، ښځه او خور زما ده؛ مګر اداره یې د بشر حقوقو په لاس کې وه. یانې د ښځو دغه ازادي الهي ازادي نه وه، بلکې د یوې خاصې کړۍ له لوري دا ازادي ورکړل شوې وه، چې بیخي زیات امتیازونه یې درلودل. دا ازادي یو ډول د ناموس او د ښځو د عزت اخیستنې سودا وه او بس.

حقیقت خو دا و، چې یو څو غربي جاسوسانو، چې په حکومتدارۍ کې یوه واکمنه طبقه وه د خپلې جنسي لوږې د خړوب لپاره یې د ښځو څخه د الې استفاده کوله. او زیاترو ښځو ته حکمتي منصف په همدې موخه ورکړل شوی و. او په دې لحاظ یې د ښځو په نوم زیاتې پروژې د یو څو خاصو کړیو جیبونو ته پیسې شوې.

د پارلمان په اکثرو وکیلانو د محمود فضلي د جنسي اړیکو تورونه ول. د تېرې ادارې په پارلمان او سنا مجلس کې ځینې داسې قضیې هم ثبت شوې، چې مشاورو انجونو او د ښځینه وکیلانو میړنو خپلو میرمنو ته طلاقونه ورکړي ول. او هغوی هیڅ سرپرست نه درلودل. په شپې شپې به له خپلو سړیو واکمنو سره په عیاشیو کې ورکې وې.

په زیاترو ادارو کې جنسي لوږې لوړ رتبه مامورین اخیستي ول. او د خپلو موقفونو څخه یې په همدې استفاده کوله او اړمنې انجونې به یې د سکسي لذتونو ښکار وې، کنه دندې نه ورکول کیدې.

په تلویزیونونو او راډیو ګانو کې د انجونو د استخدام یوازیني شرط همدا ګڼل کیده او زیاتره خبریالو انجونې د یو څو کسانو د جنسي غریزې د خړوب ملګرې وې.
د هیواد په اکثرو وزارتونو کې د مقام خاوندانو خپلې سکرترې ښکلې انجونې ټاکلې وې. په پارلمان کې ځینو پخوانیو مجاهد قومندانانو د ځینو وکیلانو څخه د واده غوښتنه کړې وه. حال دا چې هغوی د میړونو خاوندانې وې. او په قران کریم کې د واده شویو انجونو څخه د نکاح غوښتنه ناروا ده. او دا داسې مانا لري، لکه د زنا غوښتنه چې ترې کیږي.

مګر ښځو! د انسانانو دغه ازادي پرمختګ وګڼله او ځان یې په خپل لاس د نرینه و په لاس کې ورکړ او د هغوی د سکس قربانې شولې.

په ارګ کې یوه نارینه مامور، خپله خور، لور او میرمنې ته یې دنده نه غوښته، چې دوی په ارګ کې دنده وکړي. مګر پردیو انجونو ته یې په دنده ورکولو کې دریغ نه کاوه.

ځینو سړیو ته د همدې دندا لپاره په ارګ کې پوره ریاست ورکول کیده، تر څو تنکۍ انجونې د وظیفې لپاره په اداره امور کې مقررې کړي. 

په ښار کې د ښځو د تن فروشۍ مرکزونه د ډیرو پستو انسانانو د جنسي غریزې د خړوب لپاره جوړ شوي و. افغانو میرمنو د خدای تعالی ج په ورکړل شوې ازادۍ پښه کیښودله او د انسانانو د ورکړل شوې ازادي پلیوني یې غوره کړې وه.

یانې دیموکراسۍ د ښځو د ازادۍ لپاره الهي ازادي خاورې کړه او د یو څو سړیو په لاس جوړ شوي قانون مطابعت یې اعلان کړی و. او همدغو سړیو ښځو ته د جنسي غریزې د خړوب لپاره بې حیثیته ازادي ورکړې وه. او د ښځو د فحشا مرکزونه ترویج شوي ول.

د ډیرو ښځینه خبریالانو سره د جنسي زور زیاتي ویډیوګانو په سوشل میډیا کې زور اخیستی او د هر مبایل په سکرین به پورته او ښکته کیدې.

مګر دا د کفر ازادي ده، چې دوی یې زموږ میرمنو ته غواړي. دا د بشر حقوقو مدافعین ول، چې دوی یې زموږ میرمنو ته غواړي او دا د کفر انساني فساد ازادي ده، چې دوی یې پر موږ تحمیلوي او داسې زرګونه پیښې شته چې کفارو هیڅ وخت د ښځو انساني کرامت نه دی ساتلی.

حال دا چې قران کریم ښځو ته پوره ازادي ورکړې ده. او ویل شوي دي، چې الله تعالی ج د یوې زرې په اندازه هم په چا ظلم نه کوي. او په یوې وړې نیکې ډیره ستره بدله ورکوي.(۴۰ ایت، ص النسا ۵ پاره)

په قران کریم کې حکم دی، چې نرینه پر خپلو ښځو مسلط اداره چیان دي.( ص النسا ۵ پاره) دا داسې نه ده، چې زموږ د میرمنو اداره دې د یو څو کفارو او د بشری حقوقو یو څو مبتذلو جاسوسانو په لاس کې وې. دا د الله تعالی ج امر دي، چې که کومې ښځې د خپلو میړونو فرمانبردارې وي، نو د هغوی د حقوقو ساتنه موږ کوو.

يانې په غربي ازادۍ کې د ښځو لپاره دا قانون نه دی مطرح شوی، چې دوی د نرینه و د جنسي غوښتنو څخه وژغوري. یانې څوک چې د ښځو لپاره د خدای تعالی ج د ازادۍ مخالفت کوي، دوی مستقیماً په ښځو تجاوز کوي، هغه که د تعلیم ده او که د عزت ده.

په غربي ازادۍ کې د ښځو لپاره دا صراحت هیڅ نه شته، چې ښځه د الهي ذات یوه ستره پیزروینه ده، چې په قران کې ویل شوي دي: تاسو مو د یوه نر او ښځې څخه پیدا کړي یاست. یانې ښځه د ټولنې تکمیل کوونکې ده. مګر په غربي ازادۍ کې ښځه دې د یوه پردي کس په اختیار کې ورکړل شوې. یانې خدای تعالی ج په دې منعه کړې، چې ښځه دې د یوه نامحرم سره حج ته نه ځي، نو څنګه د بي بي سي، ازادۍ رادیو خبریالانې د یوه پردي کس سره هرات ولایت ته پنځلس ورځنی سفر کوي؟
ليکنه: اسراییل پیژندنه -څلورمه برخه
برخه: سياسي 
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/91982
ليکوال:  نورمدين بلخېل 
ــــــــــــــــــــ
زه کله وارې د بي بي سي، ازادۍ رادیو، طلوع تلویزیون او نورو اړوندو تلویزیونونو ته حیران شم، چې دوی ته خدای تعالی ډیره حیثیتي ازادي ورکړې ده، چې د دوی په کار کې هیڅ پابندي نه شته، مګر بیا هم دوی د خدای تعالی ج له ازادۍ سرغړونه کوي او د کفارو ازادي غواړي؟ ایا دوی سپیمې شوې دي؟

کله چې غرب پر مسلمانانو بریالی نه شو، نو د ښځو د حقوقو په نوم غواړي په ټولنه کې فساد خور کړي، فساد خپله نابودي ده. په همدې ډول یې ښځې وسیله ګرځولې او دوی ته یوه داسې ازادي غواړي، چې زموږ سترمنې میرمنې یې نه شي منلای.
په قران کریم کې په واضح ډول ویل شوي دي، تاسو مهر ورکړئ او په پټه یارانې مه ورسره کوئ. تر څو میرمنې محصناتې پاتې شي او د شهوت الې ونه ګرځي.

په قران کریم کې اکثریته ځایونو کې نرینه ته خطاب شوی دي او د ښځو د حقوقو په ورکړه کې یې په عدالت ټینګار کړی دي. الهي قول دی: الرجال قومون علی النساء. یانې نرینه پر ښځو مسلط اداره چیان دي. او پر دې خبره کې زیات حکمت دی. کنه د ښځو زیاته کمزوري حاملتوب دی، چې نه شي کولای پوره د نر سره زرو وکړي، او په همدې وجهه د ښځو د حقوقو په اړه دایم نرینه و ته خطاب شوی دي. مګر د بشر حقوقو ولا زموږ د میرمنو وارثان ځان ګڼي او دایم د ښځو د حقوقو په اړه ناجایزې پریکړې کوي، چې په هغوی کې دایم ښځې د جنسي الې په توګه استعمال شوې دي. په لویو سوپر مارکیټونو، شخصي روغتونونو... کې ښکلې انجونې یوازې د مشتري د زیاتېدو په خاطر نیسي.

اسلام ښځو ته پوره دناوی کړی دي. اسلام هیڅ وخت د ښځې او میړه د مینې خلاف نه دی. زه فکر کوم، چې مینه له اخلاقو را زیږېدلې ده. او اخلاق د فردي ارادو زېږنده وي. دین دا ثابته کړې ده، چې انسان اخلاقي مامور دی؛ نو په دې وجه په کومه ټولنه کې چې فردي تسلط په اخلاقو ولاړ وي، نو هلته مینه او ورورولي ثابته وي . زموږ افغاني ټولنې چې کله هم د مینې تصور کړی دی، نو د بد اخلاقۍ سبب یې ګڼلې ده. یوه وجه دا ده، چې ښځې مو دومره سترمنې کړې، چې د واده اظهار نه هم عاجزې دي. دا زموږ د کلتور یوه ابرومنه خوا ده، چې ښځو ته په درنه ګورو، ولې له بلې خوا د ښځې یو داسې ارزښت مو ترې اخیستی، چې دوی په ډاډه زړه د خپل میړه تصور هم نه شي کولی.

یوه وجه دا ده، چې زموږ په ټولنه کې ځینې سړي دومره بې حیثیته دي، چې ښځې یې یوازې د جنسي غریزې د پوره کولو، الې ګڼلې دي . په بازار، کوڅه، پوهنتون ... کې ښځې ترې په امن کې نه دي. او دا یوه ډېره لویه جفاده، چې موږ یې له ښځو سره کوو.

که زموږ شاعري مطالعه شي، مینې ته په ډېر احترام قایل یو. رحمان بابا مینه خطا نه ګڼي. او خطا د غلطې کړنې صفت دی. غلطه کړنه ناروا وي. رحمان بابا په خپل لاندني بیت کې مینه له یوه (واحد) سره روا بولي، مګر که بغیر له یوه (واحد) سره مینه ثابته شي، ناروا ده او ناروا مطلق حکم دی:
که زما مینه په تا ده خطا نه ده
که بې تا ده ناروا ده روا نه ده

ښځې ته نیک مېړه تر ټولو لوی نعمت دی، نو بایده دي، چې مېړه د ښځې سره دومره مینه وکړي، چې هغه یې بیخي د ځان لپاره فضلیت وبولي او  رحمان بابا خپله مینه د خپلې معشوقې سره داسې تمثیلوي:
معشوقې د عاشقانو دین ایمان دي
زه به چالره خپل دین ایمان ورنه کړم

په غربي نړۍ کې چې کله اخلاقو ته د فلسفې له نظره وکتل شوه، نو د اخلاقو تیوري په تعقل ولاړه شوه. او وویل شول، چې اخلاق د پالنې په مانا دي. یا اخلاق په پالنې متکي دي. چون دوی د غربي ټولنې په حیث د ښځو په برخه کې درست انقلاب وکړو، ځکه دوی ویلي و، چې  ښځې اړې نه دي، چې نرواکي دې ومني او په غربي ټولنه کې ښځې دومره حقیرې او سپکې وې، چې د ښځو سره به حیوان چلند کېده.

په غربي ټولنه کې د ښځې سره تړلي اخلاق د شلمې پېړۍ د مخه که وکتل شي، ډېر ظالمانه دي،کولبرګ ویلي و، چې موږ د ښځو په برخه کې کمزوري اخلاق لرو. او ښځې هم بشري حق لري او د بشر په سترګه دې ورته وکتل شي. یانې دا د دوی خپل ټولینز جاج و، چې خلکو یې څه ډول ژوند کولو په هم هغه ډول یې د ژوند سهولت ورته برابر کړ، ځکه په غربي نړۍ کې ښځې د جنسي شکنجې سر مخ وې او په ځینو اکثرو ځایونو کې یې لا اوس هم حیواني ژوند کوي او د سکسي موسسو لپاره جزبیږي. یانې ددې نه دا معلومیږي، چې غربي ټولنه کې تمدون او تهذیب یو ځای نه و ور دننه شوي. 

فیمینیستي افکارو، چې کله په لویدیځه نړۍ کې رواج ومونده د ښځو په وړاندې فضلیت وګڼل شو. او دا اخلاقو ته یې د فضلیت نوم ورکړ، علت دا و چې په غربي نړۍ کې، ښځې مجبورې شوې وې، چې حیواني ژوند وکړي. د اولاد د پالنې کس به یې معلوم نه و. یانې د یوه ماشوم به اته پلاران ول، محکمې به دا ثابتول، چې ددې پالنه څوک وکړي؟ اخر به ماشوم ښځې ته پاتې و.

یانې فیمینیستي افکارو په غربي ټولنه کې په ښځو فضل وکړ او دوی ته یې نجات ورکړ، مګر موږ چې ښځو ته کوم حقوق ورکړي دي، هغه ډېر مخلصانه، مودبانه او مساویانه دي. او موږ د ښځو په باره کې دا انقلاب ډېر پخوا کړی دی. د اسلام د مخه ټولنو به لوڼې ژوندۍ خښولې، مګر اسلام ښځو ته دومره ارزښت وکړ، چې په هر حیثیت یې ونازولې. له وژلو یې وژغورلې، د مور ولۍ حیثیت یې ورکړ، د تعلیم حیثیت ورکړ، د میرمن حیثیت یې ورکړ، د ښوونکي حیثیت یې ورکړ، د بیرغ د پورته کولو حیثیت یې ورکړ، د مشورې حیثیت یې ورکړ، د قران د زده کولو حیثیت یې ورکړ او د جهاد حیثیت یې ورکړ، مور شوه او د مور درناوی د جنت سبب دی، د میړه لپاره د نیم ایمان سببه شوه او جنت د مور تر پښو لاندې دی. ولې کله چې مسلمانان یې نه عملي کوي، وجه یې د مسلمانانو ده، اسلام ډېر پور او مامور دین دي. دا د خدای(ج) نعمت دی، چې پرموږ شوی دی، مګر د نننۍ بدبختۍ لامل دا دی، چې موږ اسلامي ارزښتونه پرېښودي دي. په ډېرو مبتذلو فلسفو مو لاسونه ایښې دي. کنه اسلام ښځې ته د تعلیم، تجارت، کسب کمال حقوق ورکړي دي. خور ته نیم حقوق د ورور له برخې او نیم د میړه له برخه تعین شوی دی. یانې د دواړو له یو ځای والي یوه برخه جوړیږي، مګر موږ خپلو ښځو ته دا حقوق نه دي ورکړي، چې کله کیسه د غیرت شي، نو د سوچه مسلمانۍ دعوداران یو.

یانې زموږ دین موږ ته یوه داسې نظریه او حکم پریښودی دی، چې هیڅ وخت پکې څوک بدبخته شوي نه دي. او نه هم په چا تجاوز روا بلل شوی دی. قصاص، دیت، ښه او بد ټول پکې څرګند دي، مسله دا ده. چې په دې ټولنه کې که خلک! پرې پوه شي او جاري یې کړي.

 زه فکر کوم؛ کوم انس چې د ښځو لپاره اسلام ټاکلی، نه بیا فیمینیستو ټاکلی او نه سیکلرو. ولې فیمینیستو د خپلې ټولنې د لا ښه کیدا لپاره هڅه کړې ده، مګر موږ د فیمینیستو له ښه کیدا د نه څو برابره غښتلي یو، چې لا سل نورې فلسفې هم د ښځو د حقوقو لپاره جوړې شي، بیا به هم زموږ د اسلام یوې (د مورولۍ احساس) ته و نه رسیږي، مګر زموږ مسلمانو وروڼو لا دا دیني واجبات په پوره توګه عملي کړي نه دي، نو په دې لحاظ، ځینې ناپوهه فکر وکړي، چې اسلام ناقص دین دي. (نعوذ بالله، الله ج ته پنا وړم) حال دا چې خلک ناقص وي. جنت او دوزخ یوازې د همدې لپاره جوړ دي، چې د نارواو انسانانو او صفا انسانانو لپاره سزا او نیکبختي ورکړي.

اسلام چې کله نازل شو، نو په ډېرو کورنیو کې لومړنۍ ښځې مسلمانې شوې او بیا یې سړي، لکه د حضرت عمر (رض) خور بي بي مبارکه چې مسلمانه شوه او بیا وروسته حضرت عمر په اسلام مشرف شو . وجه دا ده، چې اسلام د ښځو په باره کې پوره بیان لري.

په اسلام کې د مدني ژوند تحفظ دومره زیات دي، چې هیڅ انسان په بل انسان د تجاوز حق نه لري، ځکه موږ یو داسې نظام لرو، چې ښه او بد دواړه پکې معلوم دي. بد دا دي، چې انسان د بل انسان په واسطه متضرره شي او ښه دا دي، چې انسان د بل انسان په واسطه مسرت او خوښي حاصله کړي.
اخځلیکونه :
۱ـ په پورته لیکنه کې د قران کریم پښتو تفسیر(سورت النساء) څخه استفاده شوې ده، چې ځای ځای یې د قران کریم د نوم په اخیستو یادونه شوږې ده.