د دې میاشت په ۱۵ نیټه د سوتهال په کابل رستورانت کې لندن افغان ادبی بهیر او د ارواښاد فدا محمد نظري کورنۍ د افغان ادبی بهیر د تکړه ملګري شهید فدا محمد نظري د لومړي تلین یادغونډه رابللې وه.
د نمانځنې او درناوي په دې درنه غونډه کې د ارواښاد پر کورنۍ او خپلوانو بر سیره د ارواښاد نږدې دوستانو، نورو ګڼو لیکوالو، شاعرانو، سیاسي او مدني فعالانو برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې چې د بي بي سي تکړه ویاند سپین تڼي پرمخ وړه، د مرحوم فدا محمد نظري پر ژوند او اثارو ګڼو لیکوالو، شاعرانو، مدني او سیاسي فعالانوپه زړه پورې ویناوې وکړې.
د غونډې رابلونکي عبدالوکیل سوله مل نوموړی هغه بې جوړې فرهنګ پالونکی وباله، چې د خپلې سوداګرۍ نیمایي ګټه ېې په فرهنګي چارو ولګوله او هیڅ فرهنګي غونډه ېې قضا نه کړه، ټول وخت ېې هم له لیکوالو سره ددوي د کتابونو په چاپ کې مالي برخه اخیسته او هم ېې له بې وزله لیکوالو او شاعرانو سره نغدي مرسته کوله.
د غونډې دويم ویناوال شیرولي ورین و. شیرولي د هغه د لنډ ژوند لیک ترڅنګ د هغه په سیاسي او فرهنګي فعالیتونو هم لنډه رڼا واچوله.
لیکوال او وتلي ژورنالیست عبیدالله محک له هغه سره د خپل سیاسي او سوداګریز فعالیت ډیر یادونه او خاطرې شریکې کړې، هغه نوموړی بریالی سوداګر وباله، او د مرحوم د هغو مرستو یادونه ېې وکړه چې د داکترنجیب الله د حکومت پروخت ېې ګڼو فرهنګي مرکزونو لکه خوشال فرهنګی ټولنې سره کړې وې.
د پښتو ژبې او ادب ځلانده څیرې استاد مجاور احمد زیار د تیلیفون پرلیکه د مرحوم د خپلو او ژباړل شو شعرونو په جوړښت او څرنګوالي په پوره تقصیل رڼا واچوله، هغه ېې د سپين شعر کامیاب استازی ونوماوه، د هغه دژباړلو شو اشعارو غوروای او تنوع ېې هم په پښتو ادبي ژباړه کې بې جوړې هڅه وبلله.
وتلی سیاسي فعال نور وهاب څپاند هغه ویناوال و چې له مرحوم سره ېې پوره نیمه پیړۍ پيژندل. هغه له ده سره د ګډ سیاسي زندان ګڼې خاطرې شریکې کړې. هغه ېې ځیرک، د پوره مطالعې او سیاسي بصیرت لرونکی وباله.
پيژندل شوی لیکوال او ژورنالیست ایمل پسرلي هم پخپل وار د نوموړي د ګڼو صفاتو او ښیګڼو ذکروکړ. هغه ېې په هیواد او فرهنګ مّین شخص وباله، او ده لیکلي او ژباړل شوي اثار ېې د پښتوادب ښه اضافه یاده کړه.
تکړه شاعر نظیف الله تکل هم د نوموړي د شاعرۍ لنډ جاج واخیست، د هغه د شعرونو څو بیلګې ېې یادې کړې او نوموړي ېې ددغو بیلګو له مخې د هیواد د ښ وشاعرانو په قطارکې ودراوه.
د غونډې بل وینا وال د دري ژبې وتلی لیکوال او شاعر سیدرضا محمدي و. محمدي هغه ډیر کاکه او بې جوړې فرهنګپال ونوماوه. په کابل کې يې د هغه د فرهنګي کارونو او مرستو لنډه یادونه وکړه.
په رضا محمدي پسې ګڼو لیکوالو او مدني فعالانو هریو نوید محسني، فرید مل، سلطاني، پيژندل شوي شاعر او لیکوال شهسوار سنګروال او ښه شاعر غلام محمد کامه وال پخپل وار د نوموړي د ژوندانه په مختلفو اړخونو لنډې خبرې وکړې.
د غونډې وروستی ویناوال د مرحوم نظري زوي میوند نظري و. هغه د افغان ادبي بهیر د مدیر سوله مل شینواري مننه وکړه چې دده د پلارپه یاد ېې دا غونډه رابللې وه. هغه د پلار نور فرهنګي ملګري هم وستایل چې په دې غونډه کې ېې رغنده برخه واخیسته او د هغه د ژوند پر مختلفو اړخونو ېې په زړه پورې ویناوې وکړې. د میوندنظري په خبروسره د نمانځنې دا درنه غونډه پای ته ورسیده.
وروستي