دیکشنبې ورځ د اکتوبر په اتمه لندن میشتی لیکوال ،شاعران اود فرهنګ مینه وال بیا سره راټول شوی وو او د تیر په څیر ېې بیا خپلې هستونې د شعر، او نثر په بڼه یوبل ته واورول.
د غونډې کوربه په لندن کې د افغان سفارت د ایلینګ څانګې ودانۍ وه او د سفارت د نورو استازو تر څنګ دا ځل پخپله دې دغه سفارت لوی سفیر ښاغلی سیدطیب جواد هم برخه اخیستې وه.
د غونډې په پیل کې لیکوال عبدالوکیل سوله مل دلندن افغان ادبی بهیر په استازیتوب د سفارت له ادارې او په ځانګړې توګه ددغه سفارت له فرهنګپال سفیر سیدطیب جواد نه مننه وکړه چې په سفارت کې ېې دداسې غونډو د کوربه توب لړۍ له کلنی ځنډه وروسته بیا پیل کړه. نوموړی داسې غونډې دبهرمیشته لیکوالواوشاعرانود ادبی تجربو یو ښه تمرین او په ټوله کې د افغانی ادب او هنر د بډاینې ښه فرصت وباله.
ورپسې وتلی ژپپوه استاد مجاور احمد زیار په پښتو او دری دواړو خپل شعرونه واورول. په ده پسې لیکوال نوید محسني په روانو ناخوالو خپله لیکنه واوروله چې د غونډې د ګډونوالو د تحسین وړ وګرځیده.
په محسني پسې نطیف الله تکل، غلام حیدر یګانه، حسین عنایت، سپین تڼی، د ستګیرنایل هریو پخپل وار خپل اشعار ولوستل.
د غونډې بل ویناوال صدیق کاظمي و، چې په مرحوم محمد اکرم عثمان ېې خپله لیکلې مقاله واوروله.
د غونډې په پای کې ددری ژبې وتلو شاعرانو هریو رضا محمدي او شهباز ایرج خپل اشعار وړاندې کړل چې د غونډې دبرخه والو په چکچکو بدرګه شول.
د غونډې په پای کې په انګلستان کې د افغانستان لوی سفیر سیدطیب جواد خبرې وکړې. نوموړی دداسې فرهنګي غونډو جوړول د افغانی فرهنګ په غوړیدو کې ارزښتمن کار وباله او د تداوم په برخه کې ېې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
وروستي