ډیر خلک سټرس احساسوي او ځینې بیا سټرس ګټور مومي او دوی فکر کوي چې سټرس تشویق اړخ لري. که چیرې سټرس ستاسو پر ژوند منفي یا بدې اغیزې ښندي نو اړینه ده ترڅو د سټرس څخه د خلاصون لپاره مرسته ترلاسه او یو لړ سپارښتنې تعقیب او عملي کړل شي. راځئ پردې بحث وکړو چې سټرس اصلاً څه شی دی؟
سټرس د ژوند د پیښو او اړتیاوو پر وړاندې د وجود عکس العمل دی. فرض کړئ، د څو کسانو سره په یوه کوټه کې ناست یې یو ناڅاپه له چت څخه یو مار را لویږي د مار په را لویدو سره موجود کسان له خپله ځانه بیلابیل عکس العملونه څرګندوي: ځیني کسان تیښتې ته مخه کوي، ځینې کیدای شي چیغې پیل کړي، دا سې هم کیدای شي چې ځینې د مار د نیونې، وژنې او کنترول هڅه وکړي دا هم امکان لري چې ځینې د ویرې هرڅه له لاسه ورکړي او ځای پر ځای بې حرکته پاتې شي. د مار له لیدو وروسته د موجودو کسانو فزیکي، سلوکي او رواني اثرات د سټرس نښې ښودل شوې چې لاندې ذکرشوي دي. اوس د سټرس اړوندو د څوکلماتو سره اشناکیږو:
په پورتنۍ صحنه کې مار چې د هغه په اساس افراد له سټرس سره مخ شول د سټرس عامل یا په انګلیسي کې ورته سټریسور (stressor) وایې. هغه عمل چې د سټریسور پروړاندې یې انسان ښیي د سټرس پر وړاندې عکس العمل بلل کیږي لکه په پورتني مثال کې تیښه، چیغې، بې حرکته کیدل او داسې نور.
موږ څه ډول پوه شو چې یو کس یا په خپله سټریس لرو؟
که له لاندې نښو نښانو سره لاس او ګریوان یاستئ نوتاسې سټرس لرئ:
د سټرس نښې
د سټرس په شتون سره په یو سټرس لرونکي انسان کې بیلابیلې نښې چې په عموم کې فزیکي، رواني او سلوکي شمیرل کیږي راڅرګندیږي. دا چې دسټرس د نښو په اړه مو پاس یادونه وکړه دلته غواړم لومړۍ د سټرس فزیکي نښې ولیکم:
د سټرس فزیکي نښې:
اول: سردردي یا ګنګستیا
دویم: د عضلاتو درد یا شخوالی
دریم: د معدې ستونزې
څلورم: د سینې ستونزې یا د زړه تیز ضربان
پنځم: جنسي ستونزې او مشکلات
سټرس د فزیکي نښو ترڅنګ یو شمیر رواني نښې هم لري چې لاندې یې یادونه شوې ده:
د سټرس رواني نښې:
اول: په سختۍ سره تمرکز کول
دویم: د تصمیم نیونې هڅې کول
دریم: ځان تر کارونو لاندې محسوسول
څلورم: ثابت یا دوامداره تشویش
پنځم: ویرجن
د سلوک تغیرات
اول: غصناک او تندخویه
دویم: ډیر یا له حده کم خوب کول/د خوب بې نظمي
دریم: ډیر یا لږ خوراک کول/ د خوراک بې نظمي
څلورم: له حاصو خلکو او ځایونو څخه ځان ساتل/مخنیوی کول
پنځم: څښل او څکول
څه وکړو او څه ونه کړو؟
اول: هغه څه چې تاسې یې د سټرس څخه د خلاصون یا د مرستې په پار کولای شئ:
ب: د خپلو احساساتو په اړه ملګري، د کورنۍ غړي یا یو مسلکي کس ته وغږیږئ!
ج: د وخت د مدیریت آسان تحنیکونه وکاروئ.
د: د ساه اخیستنې آسان تحنیکونه د آرامتیا لپاره وکاروئ.
و: پلانونه جوړکړئ. فرض کړئ د اوږدو سفرونو پلان کول درسره مرسته کولای شي.
ه: له مسلکي کسانو مرسته وغواړئ.
هیڅکله دغه کارونه مه کوئ:
هڅه مه کوئ ترڅو هرڅه په یوځل ترسره کړئ. لومړی آسان او ترلاسه کیدونکي کارونه پلان کړئ.
پر هغو شیانو تمرکز او فکر مه کوئ چې تاسې یې نشئ تغیرولی بلکې پر هغو څه تمرکز وکړئ چې تاسې یې کولای شئ.
هیڅکله د یوازیتوب احساس مه کوئ. د مرستې تل خواخوږي ملګري، د کورنۍ غړي او ټیمونه شتون لري.
هیڅکله د الکولي مشروباتو او سګرټ څکولو لورته مخه نه کړئ.
وروستي