په اوکراین کې د جګړې موخې

      جګړه هغه وخت رامنځ ته کیږي چې انساني منطق، برهان او پوهاوی ختم شي، دوه طرفه ګټې یا غوښتنې پوره نه شي او د زور قوه د قضایاوو اصلي محور وګرځي. کټ-مټ حالت د اوکراین او روسيي ترمنځ قرار نیولی. روسیه د خپلو ملي، سټراټیجیکو او کلتوري ګټو او غوښتنو ادعا لري او اوکراین د خپلې ازادۍ، باثبات ژوند او د ښې راتلونکې ادعاوو لپاره دفاع غوره کړې ده خو؛ په دا منځ منځ کې یې امریکا، بریتانیا او ټول غربي کلیکټيف ( اتحاد) خپلې غوښتنې او موخې لري.
 
     ۱ – د روسيي غوښتنې: 
روسیه په اوکراین او په ټولو هغو هیوادونو کې چې د روسيي سره مستقیم سرحد لري د ناټو او امریکا شتون نه مني او د خپل هیواد او د هیواد د امنیت لپاره یې ګواښ ګڼي. د پوتین روسیه باور لري چې د ناټو او امریکا شتون به د روسيي په سرحدي هیوادونو کې خپل بیسونه یا نظامي قرارګاوې جوړوي، لرې واټن ویشتونکې مزایل به نصبوي، د هدف هوا سیستم به نصبوی، استخباراتي مرکزونه، تبلیغاتي ډاینامیکونه او بیولوژیکي لابراتوارونه به جوړوي او بیا به د دې  ټولو فکټورونو د فعالیتونو په مجموعي حاصل باندې روسیه ضعیفه کوي، بې ثباتې به منځ ته راوړي، له داخل نه به يې ټوټې-ټوټې کوي او دا لویه خاوره به په څو ملکونو تقسیموي او بیا به د دې لوې او عظیمې خاورې په بیسارې طبعې منابعو باندې خیټه اچوي او د خپلوګټو لپاره به یې کاروي. پوتین باور لري چې د ناټو اتحاد چې مشري یې امریکا کوي فقط او فقط د روسيي د موډرینیزم، د روسيي د پرمختګ او د اقتصادي پراختیا د مخنیوي لپاره په ختیځه اروپا کې د پراختیا هڅې کوي او د دې پراختیا په صورت کې هېڅ ډول حقوقي ټرون یا ګرنټۍ ته چمتو نه دي چې روسيي ته یې ورکړي چې دا پراختیا د روسيي د امنیت په خلاف نه ده. پوتین په یوه بیانیه کې وايي چې په 2000 کال کې مې د امریکا د وخت رئیس جمهور کلینټن ته د روسيي په ناټو کې د داخلیدو وړاندیز وکړ خو وړاندیز رد شو. اوس روسیه په خپل ټول توان هڅه کوي چې اوکراین په ناټو کې داخل نه شي. د اوکراین موضوع د روسیي لپاره بیخي سټراټیجیکه ده او د ژور سیاست په اجنډا کې یې شامله ده. له یوه لورې په اوکراین کې روسي ژبې او روسي نژادې خلک ژوند کوي چې روسان یې خپل خلک ګڼي او د هغوې په وړاندې تاو تریخوالی، بې حرمتی او قتلو قتال نه شي زغملي (د اوکراین اوسنی حاکم دولت د روسانو په اصطلاح د نشنلستانو او متشددو ډلو په لاس کې دی چې د روسانو، د روسي ژبې او روسي کلتور په خلاف دي) او له بل لورې د اوکرایني وکړو د یوې کتلې نشنلیزم اوج ته رسیدلی چې دا نشنلیزم روسيي ته د اټوم بم په څیر ګواښ دی په داسې حال کې چې د اوکراین له لورې د اټومي وسلو جوړولو ګواښ هم شته او غربیان ورسره په دې چاره کې مرسته هم کوي.
 
د دې ټولو کړکیچونو د نچوړ په پایله کې په 24 د فیبوري روسيي د اوکراین په خاوره کې نظامي ځانګړي عملیات شروع کړل. احتمالاً لمړی پلان داسې وو چې روسیه به په لمړي فاز کې د اوکراین د بحري،هوايي او ځمکني ځواک پوټنشیل له منځه وړي چې دا کار یې په بریالۍ توګه ترسره کړ. د روسيي استخباراتو او ځېنې مشرانو د اوکراین په نظامي سکتور او سیاسي برخه کې د ځینو مشرانو سره موافقې ته رسیدلي وو چې د روسيي ځواکونو او ټانکونو په داخلیدو سره به د اوکراین په خاوره کې اوکراینې ځواکونه تسلیمېږي، لنډمحالی حکومت به رامنځ ته کوي او خپل خلک به په راس کې کینوي. د همدې باور پر اساس د روسيي د لمړۍ جوپې یا قطار چې د اوکراین په خاوره یې هجوم ور وړ پرته له انداختونو د کیف پر لور حرکت پېل کړی وو. داسې روایتونه شتون لري چې ټانکونو او پیاده ځواکونو له ځانه سره مرمۍ هم نه درلودې او باور یې درلود چې پرته له جګړې به اوکراین نیول کیږي؛ کټ-مټ لکه د کریمیا په څېر چې په 2014 کال کې د روسيي ځواکونو له لورې ونیول شو. خو د لوبې په اخیرنۍ برخه کې د امریکا د سي آی ای پرمټ پلان افشا شو. هغه اوکرایني مشران او لوړ پوړي نظامیان چې د روسيي د استخباراتو سره په پټ تماس کې وو د اوکرایني استخباراتو له لورې ونیول شول او د روسیي د ځواکونو په وړاندې دام کیښودل شو. هغه روسيي ټانګونه، لوژیستیکي وسایط او نظامي الوتکې چې د اوکراین خاورې ته داخل شوي وو د اوکرینې ځواکونو له لورې د جاویلین ټانک ضد مزایلو او سټنګرو مزایلو له ضربې لاندې راغلل او ښه ډیره خساره او تلفات یې ولیدل. روسان دفعتاً پلان "بي" ته واوختل، له ځینو ښارونو بیرته ووتل او په ځینې ښارونو یې په نوي ډول عملیات شروع کړل، هوايي بمبارونه ، لنډ واټن ویشتونکې مزایل، ټانکونه او پیاده ځواکونه چې د تلفاتو کچه یې کمه شوې، هره ورځ د پرمختګ په حال کې دي. د اوکراین نظامي قرارګاوې، نظامي تاسیسات، نظامي ډیپوګان او بیسونه تر ډيره حده له منځه وړل شو او تنها د چلکي جګړې ځواک یې پاتې دی. روایتونه شتون لري چې اوکراین سرتېري د مرمریو او موهیماتو له کمبود سره مخ دی او ډلې ډلې سرتیرې یې تسلیمیږي.    
  
    ۲-  د اوکراین غوښتنې!
اوکراین د خپلې اازادۍ، باثابته ژوند او ښې راتلونکې لپاره د روسيي له انحساره ځان خلاصول غواړي او دا یې حق هم جوړېږي چې ازاد او خپلواک ووسي خو د دې کار لپاره ېې امریکا او غرب ته لاسونه اوږده کړي دي په داسې حال کې چې ډیر نور الټرناټیفونه هم د دې چارې لپاره شتون لري. په اوسنۍ نړۍ کې دا ناشونې وي چې د خپلو ګټو او بقا لپاره زبرځواکونو ته شتونزې او خنډونه پیدا او نا منونکې پرېکړې وشي. که څه هم اوکراین د دې چارې په ترسره کولو سره خپل ځان د یو هیواد د انحسار له خلاصون څخه د ډیرو هیوادونو انحسار ته غورځوي په داسې حال کې چې اوکراین د امریکا او غرب سره هیڅ داسې نزدې کلتوري، تاریخي، ژبني او مذهبي مشترکات نه لري لکه له روسیي سره یې چې لري.
 
  ۳- د امریکا او غربي کلیکټيف غوښتنې!
امریکا او غرب په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ ( ولسواکۍ) شعار لاندې د خپلې امپراتورۍ حدود ورځ په ورځ لویوي او په نړۍ کې د خپلو سیالانو د له منځه وړلو او یا ضعیفه کولو لپاره د هر ډول ممکنو لارو چارو، فریبونو او دسیسو نه کار اخلي ترڅو خپلې موخې او د هغې اغیز تر لاسه کړي. امریکا او د ناټو اتحاد په اوکراین کې کټ-مټ یوه لوبه روانه کړې ده. په اوکراین کې د ولسواکۍ د انسټالولو په بهانه خپلو لویو موخو ته ځان رسول غواړي او د دې کار لپاره یې  جګړه د اوکرایني نشنلستانو پر مټ شروع کړې ده  او اوس یې ګرمه ساتي. امریکا او غربیان غواړي چې روسیه منځوي، کمزورې او نړۍ تل یو قطبي وساتي.
 
د اوکراین جګړه نه تنها د امریکا غربیانو او روسيي لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره برخلیک ټاکونکې ده. که روسیه د اوکراین جګړه وبایلي نو ښايي روسیه د څو لسیزو لپاره یو منځوي هیواد شي او د ټوټه-ټوټه کیدو امکان به ولري، چې د دې بریا په صورت کې به امریکا او غربیان په ټوله نړۍ حاکم شی (البته د چین د ماتولو نه وروسته، چې په تدریج سره به دا چاره ترسره شي) غربي اصول او طرزالعملو به په ټوله نړۍ پلي کيږي او د نه پلي کیدو په صورت کې به د مختلفو دسیسو او فریبونو له مخې دولتونه را پرزول کیږي خو؛ که روسیه د اوکراین جګړه وګټي او هلته روس پلوې دولت جوړ کړي نو د امریکا او غربیانو لمن د نړۍ د مخ نه در ټوله وبولئ، د نړۍ د دوه قطبي کیدو زېری در واخلئ او د غربي دیموکراسۍ نه د خلاصون چینه بهیدلې وګورئ. 
 
دواړه لوري د دې موضوعاتو په حساسیت پوهېږي او د هر ډول ممکنو لارو کار اخلي، د هر لورې د بایللو په صورت کې به د لویو او سقیلو وسلو کارول شوني شي او درېمې نړۍ والې جګړې ته به دروازې پرانستل شي آن تر دې چې اټومي وسلې به وکارول شي. پوتین په خپل ټول توان خپلې ټاکل شوې موخې تر لاسه کول غواړي او امریکا او غرب لږیا دی هره ورځ اوکراین په نوو وسلو پمپوي.