په فلسفي بحثونو کې د عيني (Objective) او ذهني (Subjective) ترمنځ توپير

په سپړنيزو او فلسفي بحثونو کې د څيزونو او ښکارندو بېلونه او توپيري کول په عيني او ذهني ابزارو کيږي. کوم څه عيني او کوم څه ذهني دي؟ ترمنځ يې توپير څه دی؟ دې ليکنه کې د عيني (Objective) او ذهني (Subjective) پېژندنه، بېلګې، ترمنځ يې توپير او سمه کارونه در وړاندې کېږي. 

عينيت/عيني: انګلېسي کې ورته Objective  وايي. Objective  د Objectivity ستاينوم دی؛ Objectivity د عينيت، حقيقت او رېښتيا مانا لري.  د Objective  پښتو او دري ژباړه عيني ده خو د Objective کلمه پښتو او دري ژبو کې د حقيقي، واقعي، د ليدو وړ، معقول، محسوس، وضعي او موجود ماناوې او مترادفې کلمې لري. عينيت دا مانا چې په ریښتینو حقایقو ولاړ وي او د شخصي باورونو یا احساساتو لېرې وي. په فلسفه کې، عينيت د حقیقت په مفهوم دی چې د یو چا د احساس، احساساتو، یا تخیله خپلواکه وي. 

ذهنیت/ذهني:  انګلېسي کلمه يې Subjective ده، Subjective د Subjectivity ستاينوم دی. د Subjective پښتو او دري مترادفې کلمې شخصي، فردي، په تجربوي مالوماتو پورې اړوند، په شخصي ليدلوري پورې اړوند، فطري او ذاتي دي. ذهني دې ته وايي، چې د حقایقو پراساس نه بلکې د شخصي باورونو او احساساتو څخه اغېزمن او پر بنسټ يې وي. 

د عينيت او ذهنيت ترمنځ توپير 
- عينيت: بې طرفه بیان ته اشاره کوي کوم چې په بشپړه توګه ریښتیا، غیر جانبدار او متوازن وي.
- ذهنيت:  هغه څه دي چې روښانه انځور نه ښیې او دا یوازې د یو شخص لید یا د نظر څرګندونه ده.
- عينيت په حقایقو او مشاهداتو ولاړ وي او بيا ذهنيت انګیرنې، باورونه او نظرونه وي. ذهني ښکارندې غیر تاییدي وي او بيا عيني،  تایید شوي وي او د ثبوت وړ وي. 
- د عينيت کارونه او ځای تر ډېره درسي کتابونو او پوهنغونډو کې وي او بيا ذهنيت په ټولنیزو رسنیو، تبصرو، ژوندلیکونو او ورځني ژوند کې کارونه لري. 

د عيني او ذهني مسايلو د ښه پوهېدنې لپاره لاندې بېلګه ولولئ. يو قاب کې درې نارنج اېښي دي، يو کس وايي چې "دا نارنج دي."  دا جمله "دا نارنج دي."، يوه عيني جمله ده. د همدې نارنجو په اړه بل کس وايي، "زما نارنج خوښيږي."، دا جمله "زما نارنج خوښيږي." يوه ذهني جمله ده چې د يو فرد په فکر، ذهن او انګېرنې پورې تړاو لري. 

بله بېلګه: افغانستان له تېرو ۴۳ کالونو راهيسې په جګړو کې دی. افغانستان کې جګړه ځکه ده، چې خلک يې خپلمنځي يووالی نه لري. پورته دوه جملو کې لومړۍ يوه "افغانستان له تېرو ۴۳ کالونو راهيسې په جګړو کې دی" عيني جمله ده، ځکه چې په رېښتنې ډول افغانستان په جګړو کې دی؛ خو دويمه جمله " افغانستان کې جګړه ځکه ده، چې خلک يې خپلمنځي يووالی نه لري"، يوه ذهني جمله ده چې د يو کس يا ډلې نظر او اند ښيي او په حقيقت نه شي درېدلی. 

دا لاندې او وروستۍ بېلګه عينيت او ذهنيت ښه روښانه کوي: تور بانجان توربخن ارغواني رنګ لري؛ توربخن ارغواني رنګ ډېر ښکلی او زړه راښونکی رنګ  دی. اوس بيا، لومړۍ جمله عيني ده، ځکه د مشاهدې پر بنسټ د تور بانجان رنګ تور ارغواني دی، خو دا چې د تور ارغواني رنګ په اړه ادعا کېږي، چې  ډېر ښکلی او زړه راښونکی رنګ دی، ذهني مسله ده. ښايي ځينو کسانو لپاره تور ارغواني رنګ  ښکلي اوسي خو د ځينو لپاره بيا ښايي زړه راښونکی نه وي.