له ډاکټر ذاکر نايک پوښتنه؛ د لمانځه پر مهال سر پټول (خولۍ په سرول) سنت دی که کلتور؟ 

له ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه پوښتل شوي، چې د لمانځه پر مهال سر پټول- خولۍ، دسمال، دستار، لونګۍ او بل څه له سر تاواول سنت عمل دی او که نه دا د خلکو ترمنځ دود او کلتور دی. ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک يې په ځواب کې وايي: د لمانځه پر مهال د سر پټولو په اړه عالمان  بېلا بېل دليلونه او نظرونه لري. ځيني علماء په دې اند دي چې د لمانځه پر مهال د سر پټول سنت دي او بايد سر پټ شي؛ خو ځيني نور بيا دا يو اسلامي کلتور او فرهنګ بولي او د لمانځه پر مهال د سر پټول په کلتور ډول غوره ګڼي. 

ډاکټر ذاکر نايک وايي چې ډېری اسلامي علماء په دې بارو دي، چې د لمانځه پر مهال سر پټول سنت عمل دی؛ د اسلام خوږ پيغمبر حضرت محمد مصطفی ص او اصحابو کرامو به هم د لمانځه پر مهال سرونه پټول. هغه عالمان چې وايي د لمانځه پر مهال سر پټول کلتور دی، دوی په دې ټېنګار کوي چې که چېرې د هندوستان، مالېزيا، پاکستان، اندونزيا او نورو هېوادونو په څېر د سر پټول يو د درناوي وړ سنت وي، نو بايد د لمانځه پر مهال سر پټ وي؛ خو که چېرې د غربي هېوادونو د کلتور پر اساس چې سر پټول ډېر د درناوي وړ کلتور نه دی نو که سر پټ نه شي او لمونځ وشي، بيا هم کومه ستونزه نه ده. 

ډاکټر ذاکر نايک د ګڼو اسلامي عالمانو نومونه اخلي چې هغوی په دې هوکړه لري، چې سر پټول سنت عمل دی. نوموړی وړاندې زياتوي، چې له ګڼو حديثونو څرګنديږي، چې رسول الله ص پټکی او خولۍ په سر کړي، يوازې خولۍ او يا يې يوازې پټکی په سر کړی؛ دا ښوودنه کوي، چې سر پټول سنت عمل دی او بايد د لمانځه پر مهال تر سره شي. 

د ډاکټر ذاکر نايک په وينا چې اصحابو کرامو او رسول الله ص له لمانځه پرته په عادي وختونو کې هم خپل سرونه پټول، نو څرګنديږي، چې د لمانځه پر مهال به يې ضرور سرونه پټ وي. ډاکټر ذاکر وايي، چې دی هم په دې باور دی چې د لمانځه پر مهال بايد سر پټ شي، هغه که خولۍ وي، پټکی وي، لونګۍ او يا هم دسمال وي. 

ډاکټر عبدالکريم  ذاکر نايک وايي، چې سل يا ۱۵۰ کاله وړاندې په ټولو اسلامي هېوادونو کې به مسلمانانو د لمانځه پر مهال حتمي سرونه پټول او جوماتونه کې به مسلمانان له خولۍ او پټکي په سره وو، خو په وروستيو کې د عربي هېوادونو د يو شمېر عالمانو د اغېز پر اساس د خولۍ يا پټکي په سرول که په کلتوري ډول هم وو، بي رنګه  او کم شوي دي.