خوست کې چاودنې د ملي اردو دوه سرتېري ووژل.

خوست:
خبرياله اسيا- په خوست کې د ملي اردو پر سرتېرو د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې له امله يې د ملي اردو پنځو  سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
د سړک غاړې ياده شوې بمي چاودنه د خوست ولايت اړوند په تڼيو ولسوالۍ کې تېره ورځ ناوخته د ملي اردو پر يوه رينجر موټر شوې ده.
په  خوست کې د ګډو ځواکونو د همغږۍ دفتر يو تن مسول ډګروال مسافر خان تاند ته وويل، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره په پېښه کې ټپيان شوي کسان په خوست کې د ناټو ځواکونو پوځي روغتون وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
د دغې پېښې مسوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى او ويلي يې دي، چې په چاودنه کې درې سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.