خوست : ملي بانک له تېرو څو ورځو راهيسې تړل شوى او مدير او خزاندار يې په تېښته بريالي شوي دي.

 خوست
خبرياله اسيا
په خوست کې ملي بانک له تېرو څو ورځو راهيسې تړل شوى او مدير او خزاندار يې په تېښته بريالي شوي دي.
په خوست کې يوې باوري سرچينې روهي وېپاڼې ته وويل، چې، له تيرو شپږو ورځو راهيسې په خوست کې د دولتي ملي بانک څانګه تړل شوې او کارونه يې په ټپه ولاړ دي.
 
د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، له ياد شوي بانک څخه ميلونونه افغانۍ هم ورکې شوې دي او د دې بانک مدير او خزانه دار په تېښته بريالي شوي دي.
 
که څه هم چارواکو د دغې موضوع په اړه له څه ويلو ډډه کوي، خو د خوست ولايت له مقام څخه روهي وېبپاڼې ته په يوه رالېږل شوې اعلاميه کې له امنيتي ارګانونوغوښتل شوي، چې د بانک مدير او ورسره ملګري، چې له تېرو څو ورځو راهيسې دندې ته نه دي حاضر شوي ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
 
د خوست يو شمېر اوسيدونکو هم  د دغه بانک د تړل کيدو پخلى وکړ. د خوست ښار يو تن اوسيدونکي روان نورزي روهي وېبپاڼې ته وويل، چې بانک له تېرو شپږو ورځو را پدېخوا د مراجعينو پر مخ تړل شوی او خدمتونه يې ندي وړاندې کړي.
 
نوموړي له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې په دې مساله کې ښکېل کسان ونيسي، پيسې ترې واخلي او دوى د قانون منګولو ته وسپاري.